ارشیف

مجیب پښتون

روژه چې د الله پاک لخوا خپلو مومنو بنده ګانو ته د بخښنې او مغفرت لپاره له فیوضاتو او برکتونو ډکه میاشت ده، د عبادتونو، اړو مسلمانانو او حتی ټول بشریت سره د خواخوږۍ او همدردرۍ یو فرصت دی، چې له بدمرغه افغانان پدې کې هم په رواني او فزیکي لحاظ خوندي نه دي او بیلابیلې بدې او زړه بګنونکي پېښې ورباندې تحمیلیږي.

دا ډول پيښې دا حقیقت څرګندوي، چې افغانان څومره بې رحمه جګړې سره مخامخ شوي، چې نه روژه پيژني او نه د جمعې لمونځ، نه ښار پيژني او نه پوځي قشله، نه جومات پيژني او نه هم د جګړې په دیني قواعدو او بشري اصولو باندې پوهیږي.

کچیرې هغه ځانمرګي بریدونه، چاودنې او نور انساني ضد اعمال چې یوازې پدې وروستیو اونیو کې ترسره شوي له نظره تېر شي، له ورایه مالومیږي، چې نږدې ټول قربانیان يې بې ګناه ماشومان، ښځې او هغه ملکي او بې دفاع وګړي دي، چې د خپلو کورنیو لپاره د نفقې په پیدا کولو بوخت ول او یا يې  نور ټولنیز فعالیتونه لرل.

پوښتنه داده که جومات له چاودنې خوندي نه دی، که ښارونه د وسلوالو د بریدونو هدف دي، که د یو افغان لخوا حداقل د خپلو مدني حقوقو غوښتل جرم دی، که د حق خبرې ویل، د مرګ سزاء لري، که ښوونکی ښوونځي ته ولاړ نشي، که ډاکټر د بیمارانو درملنه ونکړي، که زده کوونکی لوست ونه وايي، که کونډه او بې وزله ښځه خپل یتم اولاد ته په ښار کې ګدايي ونکړي، که یو څوک د یو بیمار پوښتنې ته ورنشي، که یو مومن افغان د بل مسلمان ورور په جنازه کې برخه وانخلي، که ماشوم لوبې ونه کړي، که یو څوک کار او مزدوري ونه کړي، نو بیا دا ژوند څه مانا لري او ایا دا جګړه مار به د میلیونونو افغانانو کورونه ته پخه ډوډۍ وروړي؟؟؟

د اسلام له خواخوږۍ او همدردۍ د ډک دین په کوم ځای کې داسې څه راغلي، چې حتی یو بل انسان دې جزوي متضرره شي، د دې ستر اسماني دین د ارشاداتو په هر حرف او کلیمه کې بشریت ته خیر رسولو پیغام پروت دی، د دې ښکلي او حق دین تر ټولو ستر هدف انسان ته د نفع رسول دي، له انسانه د ضرر دفع ده، د انسان د حرمت درناوی دی، انسان ته خدمت دی، انسان ته د اشرف المخلوقات په نظر کتل دي، د اړ انسان لاسنوی دی او د دې انسان د دنیا او اخرت بریا ده…

ځانمرګی برید مومن او بشر ته کوم ژوند او عزت ورکوي، چاودنه کې د مومن سره د همدردۍ کومه خبره موجوده ده، په وژلو او ورانولو کې د مومن خیر او کامیابي څه ده، په وحشت او ویره کې یو بیچاره مومن ته څه ګټه رسیږي؟؟؟

کوم برید دی، کومه چاودنه ده، کوم وحشت دی، چې په هغه کې دې بیچاره او مظلوم مومن افغان ته زیان نه وي رسیدلی، په هغه کې دې، مومنو افغانانو مالي زیانونه نه وي برداشت کړي، په هغه کې دې د افغانانو اسلامي هېواد نه وي متضرره شوی.

اوس چې د روژې مبارکه میاشت ده، اوله برخه يې د اللهي ذات رحمتونه دي، دویمه لسیزه يې د رب منان ذات لخوا مومنانو ته مغفرت دی او درېیمه برخه يې هغو مومنانو ته د دوزخ له اوره ازادیدل دي، چې د ژوند په اوږدو کې سهواً یا په اګاهانه شکل د ګناهونو مرتکب کیږي او د یو مومن او بادرکه انسان په توګه بیا په خپله ګناه توبه کوي او د خدای ج د رضاء لپاره روژه نیسي.

د رحمتونو پدې میاشت کې که یو څوک مومن ته د عبادت په خاطر د اسانیتاوو د برابرولو پر ځای، په ظالمانه ډول حتی جومات ته په تګ کې خطر متوجه کوي، ښارونه ګواښ سره مخامخوي، د مومنانو په مینځ کې ویره او ترس خوروي، نو دا اعمال به څنګه توجیه شي او که پدې وحشت حکومت نیول کیږي، نو لدې حکومت به د ولس لپاره د سعادت او ابادۍ تمه څه وي؟

ګورئ، د روژې په درېیم ماښام د جلال اباد د کرېکټ په میدان کې ځوانان راټولیږي، لوبې کوي هدف يې دادی چې دې جګړه ځپلي ولس ته لږ ساعت خوشالي ورکړي، د دې لوبو له لارې موافقو او مخالفو خلکو ته د سولې څادر وغوړوي، ځوانانو کې مینه او ورولي ټېنګه کړي، یو څو یتم ماشومان په کې د کورنۍ د نفقې لپاره ژاولې او ایسکریم خرڅ کړي، خو بې خبره لدې چې بې رحمه انسانان د دوی په مینځ کې څو چاودنې کوي او د دوی له مرګ ژوبلې بیا خوند اخلي.

پوښتنه داده چې د جلال اباد د کرېکت سټوډیم کوم پوځي هدف دی، دلته د مخالفینو پر وړاندې کومه وسلواله جګړه کیږي، دې خلکو جګړې سره څه دي، خو دومره بې رحمي ورسره کیږي، چې هېڅوک يې د سر له قاتل سره نه کوي.

ولسمشر غني د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت خپل خپور کې پیغام کې د جګړې له ښکیلو خواوو وغوښتل چې د روژې حرمت ته درناوی ولري او پریږدي، چې افغان مومن او با دیانته ولس په ارامه د خپل خالق تعالی عبادت وکړي.

له روژې دوه ورځې وړاندې يې په لوګر کې پر وسلوالو مخالفینو د سولې غږ وکړ او په جرئت سره يې وویل، چې د سولې لپاره هیڅ پیش شرط نلري، وسلوال چې هر ډول وغواړي دوی ورسره له خبرو نیولو بیا د نظام په چارو کې د ونډې تر کچې هرې خبرې ته تیار دي.

ولسمشر په څرګنده ویلي چې د افغانانو د هوساینې او تلپاتې سولې د رامنځته کیدو لپاره د پرون ورځې په مسایلو پسې نه ګرځي، بلکې د افغانانو د یو هوسا او مرفه راتلونکې لپاره له هر څه صرف نظر کوي او یوازې سولې ته ترجیح ورکوي، خو بدبختانه ځواب يې په فراه د ډله ییزو بریدونو تنظیم، د خلکو د ارمه ژوند خرابول او د جلال اباد د کرېکټ په لوبغالي کې د داسې ویرجنې او بدمرغه پيښې رامنځته کول دي.

کچیرې خپل بحث راونغاړو ویلای شو، چې جګړه او د جګړې پر دوام ټېنګار د افغانان د ارادو او غوښتنو ضد عمل دی، افغانان سوله غواړي، داسې سوله چې ټول ولس په کې ګډون ولري، داسې سوله چې د ټولو افغانانو د عزت،  یووالي او پرمختګ سبب شي، داسې سوله چې هېڅ افغان ورڅخه ګوښه پاتې نشي، داسې سوله چې تېر په هیر او باقي خیر يې اساس او بنسټ وي.

اوس چې روژه ده، د جګړه غوښتونکي باید د جلال اباد د خونړۍ پيښې د قربانیانو پاکو وینو ته په درناوي او د لوی خدای ج د رضاء لپاره لدې غیر اسلامي او بشري ضد عمل څخه لاس واخلي، حتی هغوی اوربند وکړي، تر څو په افغانستان کې د څلورو لسیزو روانو جګړو د ختم لپاره یو مبدا او اساس وګرځي.

الله پاک دې د مومنانو روژې قبولې او په خپلې مهربانۍ دې په افغانستان کې د جګړې د اورونو د خاموشولو لپاره د رحمت اوبه توۍ کړي، امین.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *