سبحان الله څرګند
په هيواد کې د درنو جګړو او وسلوالو ډلو له مخالفت او ګواښونو سره سره بیا هم د ټاکنو لپاره د نوملیکنې شمېر نږدې دوو ميليونو ته رسیدلی.
که څه هم دا ځل د ټاکنو کمیسیون له لوري د رای ورکولو د شرایطو پېچلتیا هم د خلکو تر منځ ځينې بحثونه رامنځته کړي خو بیا هم افغان ولس دا خپل مسوليت بولي او د راتلوونکو ټاکنو لپاره تیاری نیسي.
په هيواد کې د حالاتو د څپڅپانده کيدو له امله ټاکنو ته د نومليکنې په بهير کې د يو لړ پيچلو مسايلو له رامنځته کيدو وروسته د دغه کميسيون مشر او غړي په دوو ډلو سره وويشل خو یو بل ته تر قناعت وروسته ډیر ژر دغه خبره بیرته غوټه شوې.
پر ټاکنو څارونکو بنسټونو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مشر او غړو ترمنځ د ستونزو د هواري هرکلی کړی او پر اصلي پېژندپاڼو د سټېکر لګولو پرېکړه يې قانوني بللې.
د یادولو وړ ده چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر پر اصلي پېژاندپاڼو د ستيکر لګولو په اړه د یاد کمېسیون د غړو له پرېکړې سره مخالفت ښودلی و او له ولسمشر سره په همغږۍ یې اعلان کړی و چې د پيژندپاڼو پر کاپي دې سټېکر ولګول شي.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون دوه مرستیالانو او دوو غړو د تیرې پنجشنبې په ورځ د دغه بنسټ د مشر او مرستنیدویه ادارو د استازو په وړاندې د پيژندپاڼو پر کاپي سټېکر لګول ناسم وبلل.
خو له دغو ټولو ستونزو سره سره دا باید ومنو چې ټاکنې د هيواد يوه ملي پروسه ده او تر سره کول يې د هر افغان ستر او مهم مسوليت دی. د افغانستان دښمنان غواړي په يو نه يو ډول د افغانانو تر منځ د دغسې ملي بهيرونو پر مهال د دوی تر منځ کرکې او شکونه رامنځته کړي او په دې سره خلک په دغسې ملي بهيرونه کې له ګډون څخه پښيمانه کړي.
د نوملیکنې پر مهال د پيژندپاڼو پر کاپي د سټيکر لګولو فکر هغه مهال رامخته شو چې وسلوالو ډلو خلکو ته پر پيژندپاڼو د سټیکر لګولو ګواښ وکړ او دوی يې وويرول چې که په راتلوونکو ټاکنو کې د ګډون لپاره يې نومليکنه وکړه دوی به ووژني.
له څه باندې يوې نيمې لسیزې نسبي پرمختګ وروسته په افغانستان کې چې کوم د ټاکنو بهيرونه تر سره شوي، ټول يې په دغسې ګواښونو کې تر سره شوي او خلک په دغسې ملي بهيرونو کې له ګډون څخه نه دي راګرځيدلي آن که يې ګوتې او سرونه ترې پرې شوي، نو داځل هم د تېر په څیر افغان ولس کلک هوډ لري چې په ورته ملي پروسه کې پراخ ګډون وکړي.
دا سمه ده چې د هيواد ننی امنيتي حالت تر يوه بریده کړکيچن دی خو دغه حالت په دې هم نه بدلیږي چې ولس دې لاس تر زنې کيني او په ټاکنو کې دې ګډون نه کوي بلکې ولس بايد په خپل ګډون سره دغه کړکيچن حالت د سمسمکي پر لور روان کړي.
موږ که د خپل هيواد تېر څلويښت کلن جګړييز حالت ته مخ ورواړو نو د اوسنيو عمرونو د يو انسان د عمر هومره ټول په جګړه کې تېر شوی خو دا په دې معنی نه دی چې که جګړه وي ولس دې په کور کې کيني او د هيڅ ډول بدلون هڅه دې نه کوي، بلکې دا حالت خپله همدا ولس بدلولی شي او دغسې ملي بهيرونه دا حالت ته بله بڼه ورکولی شي.
افغان ولس هومره باتور ولس هم دی چې له دومره جګړو، ربړو او ناخوالو سره سره يې بیا هم په هر ملي او نړيوال ډګر کې ځان ځلولی دی، نو که جګړې زموږ د ولس مخه نيولی او یا ګواښونو په کور کينولی نو نن به موږ ډیر څه له لاسه ورکړي و خو داسې هم نه ده موږ نن په نړیواله کچه له سیاسي رانيولې بیا تر ورزشي ډګرونو پورې په سیمه او نړۍ کې ځلیدلي یو.
موږ که د هيواد حالت يو څه په ځیر پام وکړو نو دا راته جوتيږي چې موږ پرته له دې چې د ټاکنو لپاره مو نوملېکنه نه وي کړې هم وژل شوي یو، موږ پر پيژندپاڼه سټېکر نه وي لګولی خو بیاهم د ځانمرګو بریدونو او چاودنو ښکار يو.
دغه تېره شپه که د جلال آباد پيښه د بیلګې په ډول راواخلو چې د کریکټ په يوه لوبغالي کې په سیلانیانو درې چاودنې شوې او لسګونه سیلانيانو ته يې مرګژوبله اړولې، نو دوی خو یوازې د لوبې ننداره کوله بل داسې څه هم نه و چې دوی ته دې د وژلو جواز برابر کړي.
دې ټولو ناخوالو ته په کتو دې افغان ولس نور خپل برخلیک پخپله وټاکي، د ټاکنو لپاره دې پراخه نوملیکنه وکړي، په ټاکنو کې دې همدا ډول پراخه ونډه واخلي او په خپلې رايې سره دې خپل تياره ژوند رڼا کړي، هيڅوک زموږ خواخوږی نه دی چې موږ ته تیار جوړ شوی پرمختللی ژوند جوړ کړي، هر هيواد هڅه کړې، ستونزې يې ګاللې، لوږې يې تيرې کړې او تر اوږدو جګړو را وتلي نن ښه پرمختللی ژوند لري.
باثباته ولسونه تل د خپل هيواد د رغاونې او پرمختګ فکر کوي او په هر حالت کې ورته د خپل هيواد ګټې مهمي او تر څه نږدې وي، دوی تل د خپلو حکومتونو ترشا ولاړ وي او د هيواد ابادي خپل مسوليت ګڼي.
موږ ته هم په کار ده چې د خپل حکومت ملاتړ وکړو، په ملي بهيرونو کې په پراخ ګډون سره د خپل هيواد ليدلوری وټاکو، د حکومت کمزوري ټکي ور په ګوته کړو او په ګډه سره ستونزو ته د حل لارې ولټوو، نو موږ به هم ډیر لرې نه بلکې څو کاله وروسته د یوه ویښ او باثباته ملت په څیر په يوه ډاډمن او پرمختللي هيواد کې ژوند کوو
د اباد، سرلوړي له امنه ډک او سمسور افغانستان په هيله