متقاعد ډګرجنرال شاهد عزیز

تاند- پاکستاني رسنیو نن /شنبه/ په افغانستان کې د پاکستان د پوځ د یوه پخواني چارواکي متقاعد ډګرجنرال شاهد عزیز د وژل کېدو خبر خپور کړ.

د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې متقاعد ډګرچنرال عزیز د پاکستان د پوځي عملیاتو عمومي رييس او د ملي احتساب د ادارې د ريیس په توګه کار کړی.

ورځپاڼې د عزیز د کورنۍ د غړیو په قول ویلي چې نوموړی څه موده مخکې په افغانستان کې وژل شوی دی.

خو د عزیز زوی یوې بلې پاکستانۍ ورځپاڼې ته ویلي چې پلار یې په افغانستان کې نه دی وژل شوی.

ده نه دي ویلي چې چیرې وژل شوی دی.

نور راپورونه وايي چې عزیز غوښتل چې په افغانستان کې له امریکایانو څخه انتقام واخلي خو په خپله ووژل شو.

د پاکستان پخواني پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف په وروستیو کې ویلي و چې شاهد عزیز اوږده ږیره پرې ایښې او د سوریې جګړې ته تللی و خو هلته ځینو کسانو وژلی دی.

شاهد عزیز ۳۷ کاله د پاکستان په پوځ کې و او په ۲۰۰۵ م کال تقاعد شو.

نوموړی یوه موده په لاهور کې د پوځ د قول اردو درستیزوال هم و.

له تقاعده وروسته د پاکستان د پخواني دیکتاتور واکمن پروېز مشرف له لوري د فساد صد ادارې ريیس وټاکل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *