تاند- د خوست د موسی خېلو ولسوالۍ اوسیدونکو په یوه قومي جرګه کې پرېکړه کړې چې که چا د نجونو د زده کړو مخه ونیوله، پنځه زره افغانۍ به قوم ته جریمه ورکوي.
د منګلو مشرانو دا پرېکړه تېره اوونۍ په یوه قومي جرګه کې وکړه.
د منګلو د قوم په دې جرګه کې، چې د موسی خېلو د ځايي چارواکو په بلنه جوړه شوې وه، د نجونو د جبري زده کړو په پرېکړه قومي مشرانو او سپین ږیرو لاسلیکونه کړي او د خوست د پوهنې له ادارې يې غوښتي چې په یاده لیرې پرته ولسوالۍ کې نجونو او هلکانو ته د زده کړو وړ شرایط برابر کړي.
د موسي خېل ولسوال ګلاب منګل ځايي قومي مشران، سپین ږیري او ځوانان په دې وستایل چې د هېواد په کچه يې دومره حیاتي پرېکړه وکړه.
ده هیله حرګنده کړه چې د موسي خېل ولسوالي د قومي مشرانو دا پرېکړه به نورو ولسونو او قومونو ته هم سرمشق شي.
قومي مشرانو په خپله سیمه کې پر اولاد د میندو د مړینو یو ااساسي علت دا وباله چې خلک پر نجونو تعلیم نه کوي او په سیمه کې یې ښځینه ډاکترانې او قابلې نشته.
د خوست د پوهنې ریاست چارواکو ویلي چې د موسي خېل ولسوالي د قومي مشرانو له پرېکړې وروسته به دې ولسوالۍ ته پام زیات کړي.
د دوی په وینا د خلکو د همکارۍ په صورت کې د پوهنې وزارت لا ډېره مرسته کړلی شي.
په خوست کې د سلګونو دولتي ښوونځیو ترڅنګ ۱۰۰ خصوصي ښوونځي هم فعال دي چې په ټولو کې شاوخوا ۳ لکه ۴۰ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.