د سـپـېـڅـلي ميـني پـرښـتـې، دا لـيـک پـه داسـي شـپـه درتـه لـيـکم چي ډېـره ســـړه، غمجـنـه او زړه خوړونکې ورځ مي تـېـره کړې ده. ټـولـه ورځ د اسـمـان مـخ داسي تورو وېرونکو وريـځو پوښلی و ان خپل سيوری مي هم نـه دی ليـدلی. ورځ مي ستـا لـه لـېـونـويـادونـو او يـاغي دردونـو سره تـېره کړه اوس هم تـوره تيـاره او زړه خوړونکې باراني شپـه ده، څومره زړه تـنګون دی، زړه مي چوي، تنـهايي مي وژني، يـوازيـتـوب مي خوري، کوټـه او دېـوالونـه خولې رالـګوي، داسي احساس کوم لکـه پړی چي مي پـه غاړه کي وي.
ثانـيـه دقيقـه، دقـيقـه سـاعت او ساعت لکـه شـپـه تـيريـږي. کومي چيـغي و وهم چي تـه ئې واورې، چي تـا تـه بغيـرلـه تـا زمـا د ويجاړي او شاړي زنـدګۍ، ستـړي لالهانـده ځوانۍ، زهـر- زهـر ژونـد، ژوبـل- ژوبـل ارمانـونـو او زخم- زخم زړه احساس وشي.
پـر کومـه لاره در شـم، کومـه لاره مي تـر تـا پـوري رسـوي؟ څومره وژاړم، څومره نوري اوښکي وڅڅوم چي تـا ترما پـوري راولي. څومره او تر کومـه ستـا د وصـال پـه ارزو لاسـونـه لـپـه کړي ونـيـسم نـور مي لاسـونـه پـه دعـا او غـوښـتـنـه سـتړي شـول.
د سپېڅلي ميني پرښتې، زه يـو تـا لـرم، تـه مي اسـره يـې، تـا غـواړم، سـتـا انـتـظار کـوم نـور د راتـللو هيڅوک نه لرم. نـه مي نـور څوک زخمونـه ټـکورولای شـې. راشـه مـا تـه پـه خـپلـه ارامـه او جنـتـي غـېـږه کي ځای راکـړه او لـه دې دوږخـه مي وبـاسـه. سـتـا مـيـن…