ځيني- ځيني د هـېـرولو هـنر نه لري، نشي کولای څه هـېر کړي. د ځينو شيانو په هېرولو کي ګـټـه وي او د ځينو په نه هېرولوکي. داسي څه هم شته چي د وخت په تېـرېدو سره خپله له ياده اوخياله وځي.
عمرچي تېرشي اشنا هېر شي ستا دي قسم وي چي ما هېر نه کړې مينـه ځيني څه بايد هېرکړو او له دې زندانه ځان ازاد کړو مګر ځيني څه بايد د ژوند تر پايه په ياد وساتو، هيڅکله ئې هېر نه کړو.
که څه هم ځيني يـادونه به زوروونـکي وي دارو درمـل ترخه دي خو روغتيا راکولای شي. نېچـه: «هرڅه هېرکړه، هرڅه هېرکړه، هېـرول ډېر لوی هنر دی هغه دروند بار چي له تاسره دی له ځانه وغورځوه.
که غواړې چي والوزې، که ارزو لرې چي له لوړو اوهسکوڅوکوسره اشنا شې درانه اوسنګين شيان سيند ته وغورځوه. دغه دی سيند هله ژر شه خپل ځان سيند ته وغورځوه،د هېرولو هنر ډېر لوی هنر دی.»