طالبان له کلونو د افغان ولس په وينو پايي او په دې لاره کې يې خواه، ناخواه له نورو شرمښانو سره هم لاس يو کړی دی. له طالبانو سره د روسيې او اېران د يارانې اړيکې اوسنۍ خبره نده، مسکو ته د طالبانو د جګ پوړو سفر، ملاقاتونه، اېران ته تګ او له دواړو هېوادونو مالي او تسليحاتي مرستې ډېرو ته مالومې دي. له طالبانو د جګړې په ميدان کې لسګونه ځله د اېران ساخت بمونه او وسلې نيول شوې دي، چې وروستۍ هغه يې هم لنډې ورځې مخکې په هلمند کې وې او اوس د فراه په جګړه کې نيول شوې وسلې هم روسي دي.

طالب د بدنامي، ماتې او په ولس کې له متنفر کېدو وروسته د لالهانده ….. د ګاونډيانو پښو ته ټيټ شوی، د يوه پر ځای يې څو باداران پيدا کړي او د ګټو لپاره يې ټوپک پر اوږده دی. اېران په افغانستان کې د بندونو له جوړولو ډېر اندېښمن او عقده من شوی او غواړي چې له هرې ممکنه لارې نه يوازې د دې چارو مخه ونيسي، بلکې په فراه او ګاونډيو ولايتونو کې د شوي يا روان کار پر وړاندې هم خنډونه جوړ کړي. روسيې هم د خپلو ګټو او موخو لپاره ښه مناسب مزدور په لاس ورغلی، چې ور سره د حمارت دوستي هم روا او پرېمانه مرستې جاري شوې دي.

له فراه سره پر پوله د اېران د نهبندان ښار په شمس اباد سيمه کې له ډېرې مودې راپدېخوا شاوخوا ۲۰۰۰ دوه زره طالبان د سپاه پاسداران تر مستقيمې روزنې لاندې دي، چې روسيه يې هم په روزنه کې خپله برخه لري.

دوی په پرمختللو وسلو سمبال دي، چې له ډلې يې ۵۰۰ تنه څه موده مخکې فراه ولايت ته انتقال او ځای پر ځای شوي و. د فراه له پروني بريد يوه ورځ مخکې امنیتي ځواکونو د دې ولايت په شيب کوه ولسوالي کې د اېران يوه بې پيلوټه جاسوسي الوتکه رانسکوره کړې وه. همدارنګه ويل کيږي چې له بريد يوه ورځ مخکې ګڼ نور وسله وال هم په فراه او د ښار ځينو سيمو ته انتقال او ځای پر ځای شوي و، د ځينو مالوماتو له مخې چې لا يې رسمي تاييد يا رد ندی شوی، ویل کيږي چې د فراه سرحدي سيمو ته اېراني چورلکي هم راغلې او تازه وسله وال يې ښکته کړي و.

طالب د داړونکي حيوان غوندې د سپيانو له هرې ډلې سره منډې وهي او خوله اچوي؛ اوس که دوی دا خبرې رد هم کړي، نو واضح خبره دا ده چې په يوازې ځان او کمزوري مديريت د ولايت سقوط له امکانه لرې دی او بل دا چې بلې هرې وسله والې ډلې او هېواد مخرب فعاليت ته طالبانو چتر جوړ کړی او د همدوی تر بيرغ او چتر لاندې خپلې شومې موخې تعقيبوي.

کابو درې اونۍ وړاندې د فراه استخباراتي ادارې ته د طالبانو د هلمند د په نوم والي ملا عبدالمنان منصوري ليک رسېدلی و. په ليک کې د افغان حکومت د سولې د وړانديز په اړه خبرې شوې وې، چې بايد د ولس د سولې غږ ته لبيک وويل شي او د طالبانو پر ورک مشر ملا هبت يې نيوکې کړې وې، چې مهمو مسلو ته پام نکوي.

ملا منان له روسيې او اېران څخه د مرستو او وسلو له اخيستو سره هم مخالفت او د خلکو په شهيدولو ناراضي ښودلې وه. د طالبانو تر منځ په بېلابېلو مسايلو لوی اختلافات شته. د طالبانو تر منځ د هلمند د ترياکو او قاچاق په عايداتو هم څو ځله مشکلات پېښ شوي، چې د هلمند واکمن طالبان ياد عايدات هبت ته نه ورکوي او هغه له isi وروسته د دې او نورې مرستې لپاره اېران او روس ته هم مخ اړولی دی.

ملا عبدالمنان په ليک کې له لوړ پوړو طالبانو غوښتي چې له اېران او روسيې سره د دې ډلې اړيکې وڅيړي. منان ليکلي:((موږ د ملا هبت الله اخندزاده له بعضي پاليسيو سره مخالف يو؛ ځکه هغه له اېران او روسيې سره اړيکې جوړې او حتی په ځينو مسايلو کې له هغوی مشوره اخلي.))

ځينې طالبان له دې ډلې سره د اېران او روسيې له مرستو بې خبره دي او له امله يې خپلمنځي بې باوري او ستونزې هم پېښې شوې دي. په هلمند، فراه او هرات کې څو ځله له وسله والو د جګړې په ميدان کې ايرانۍ وسلې نيول شوې او رسنيو ته ښودل شوې دي. اېران طالبان په سيمه کې د خپلو ګټو لپاره د بازاري ډمې غوندې ګډوي او ګټې پرې کوي.

موږ بايد د خپلو امنيتي او استخباراتي ادارو ضعف هم ومنو، چې له ډېرو مهمو او حياتي مسایلو نه خبريږي او يا يې پر وړاندې د مخنيوي اقدام نشي کولی. دښمن هر وخت په کمين کې دی او د دې وطن د هر څه نابودي غواړي، خو دولت او مسولينو ته بويه چې له فساد، بې وجداني او د غفلت له خوبه رابيدار او  پر وړاندې يې لازم تدابير ولري او غوڅ عمل وکړي.

پر فراه د حمارت تر بيرغ لاندې د سپاه پاسداران له بريد وروسته دا سيمه لا هم ډاډمنه نده او د دې سربېره هرات، نيمروز او غور ولايتونو ځينو سيمو او ولسواليو ته هم زيات ګواښ شته او بايد سر له اوسه يې په اړه لازم اقدامات وشي.

One thought on “پر فراه د ایران بريد… | حسن افغان”
  1. پاته د نه وي چې د ایران سپه یا سپیانو له حمارتیانو نه په مزارشریف کې د هغوي د جاسوسانو د وژل کېدو انتقام هم واخیست . په سلګونه ټالیبان یې له افغان ملي اردو او ملي پولیسو سره مخامخ کړل چې د افغان دولت د وسله وال پوځ له ځپونکو ګوزارونو سره مخامخ او پاته شونې یې بېرته ایران خواته پناه یووړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *