ځايي مسوولین:

هڅه کوو په نیمروز کې د اوبو ستونزې ته حل لارې ولټوو.

په نیمروز کې د اوبو د نشتون له ننګونو او د خلکو تر شکایت وروسته د اوبو رسوې او کانالیزاسیون امر شاولي عزیزي وايي، چې په دغه امریت کې د امکاناتو د یو شمېر ستونزو په سبب د خلکو شکایتونه راپورته شول؛ خو په وینا یې، چې د دغه ولایت د مرستیال والي سردار محمد همدرد له هڅو وروسته په دې توانېدلي دي، چې ستونزې را کمې کړي او خلکو ته لازم خدمات وړاندې کړي.

هغه زیاته کړه، اوس مهال خلکو ته د ورځې شاوخوا اویا مټرونه لګوي؛ خو زیاته یې کړه، چې پر دې سربېره هم د اوبو په توزیع کې باید چټکوالی رامنځ ته شي او د چټکیا لپاره یې لازمو امکاناتو ته اړتیا ده.

مرستیال والي د یاد امریت په امکاناتو کې ستونزه تاییدوي، خو وايي چې هڅه کوي څو یادې ادارې ته بشپړ امکاناتو برابر کړي او په کار کې یې چټکیا راولي. ښاغلي همدرد زیاته کړه، په وروستیو کې یې د اوبو رسونې او کانالیزاسیون امریت ته شاوخوا لس کارمندان ور زیات کړي دي، چې ستونزې به یې تر یو بریده راکمې شي. نوموړي و ویل، په دې تړاو به خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي، څو ستونزې یې په بشپړ ډول حل کړای شي.

نیمروز د ریګیستاني سیمو په درلودلو سره د هوا د حرارت په اساس یو ګرم ولایت  دی، چې اوسیدونکي یې نه یوازې د اوبو له نشتون څخه سر ټکوي، بلکې موجودې اوبه یې هم د څښاک لپاره مناسبې نه دي، چې دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د نیمروز مرستیال والي مطبوعاتی دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *