کله چې د پرستارې په نازکو سپینو جامو کې سینو او غوښنو اندامونو یې د په قدم اخیستلو سره حرکت کولو، د افتخار درد مرد هېر شو، همداسې یې سترګې په کې ګنډلې پاتې وې، دې یې لوستوڼی ور پورته کړ، په تور تیکه یې مټه ور وتړله، پېچکاري یې را واخیسته، نازک لاس یې د افتخار په مړوند کېښود، سپینه پخته یې ورباندې څو ځله کش کړه،شنه رګونه ښکاره شول ، د پېچکارۍ ستن یې ور نږدې کړه، افتخار خوله کږه ونیوله، پرستاره خندنۍ شوه، دې ده په زړه کې را تېر شول:
- وکاږه وکاږه مارې وژلي دې یو…
افتخار په کټ کې پروت و، پرستاره ورڅخه ولاړه، څه کم نیم ساعت وروسته یې معاینات ورکړل زیاته یې کړه:
- ولاړه شه د ملا عکسونه دې بل منزل کې واخله
دی په کټ کې ځان راټول کړ، ورمېږ یې یو او بلې خواته قات کړو، ارګمی یې ویست، د چپ لاس په څټ یې سترګې وموښلې، یوه شېبه غلی و، پرستارې ورڅخه وپوښتل:
- څنګه زړه دې سستیا کوي؟!
افتخار د سر په خوځولو سره د “نه” اشاره ورته وکړه، څپلۍ یې پښو کړې، له دروازې راووتلو، بیا یې نرسې ته ور وکتل ، دې ټکری سم کړ، د بوټونو ټک ټک یې په دهلیز کې چوپتیا ماته کړه، په رېسپشن کې یې کمپیوټر ته په ناست ځوان غږ وکړ:
- له دغه ناروغ سره کمک شه فکر کوم نشي تللی
افتخار کله چې له پرستارې څخه پنا شو، ځوان ته یې ورو وویل:
- مننه ورځه زه خپله ځم
په ذهن کې یې د هغې پرستارې ښکلا تاوېده را تاوېده او مهربانۍ ته یې حیران و.
(پای)