د پاکستان ملي جرګه (اسمبلي

تاند- د پاکستان پارلمان یا ملي جرګې بالاخره له خیبرپښتونخوا سره د قبایلي سیمو د یوځای کېدو پرېکړه وکړه.

د پاکستان پارلمان د حکومت او پوځ دا غوښتنه وروسته له دې ومنله چې منظور پښتین د پښتنو، په ځانګړي ډول د قبایلو د حقونو لپاره مبارزه اوج ته ورسوله او د پاکستان اصلي واکمنان یې ولړزول.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې له خیبرپښتونخوا ایالت سره د قبایلي سیمو د یوځای کېدو طرحې ته د نوازشریف مسلم لیګ، پیپلز ګوند او د عمران خان تحریک انصاف ګوندونو په یوه خوله رایې ورکړې.

له دې پرېکړې وروسته به ژر له خیبرپښتونخوا سره د قبایلي سیمو د یوځای کېدو لپاره اقدامات پیل شي.

د مسلم لیګ موتلف ګوند، د مولانا فضل الرحمن جمعیت علمای اسلام، چې له خیبر پښتونخوا سره د قبایلي سیمو د یوځای کېدو مخالف دی، ویلي دي چې له دې طرې د نوازشریف د مسلم لیګ ګوند د ملاتړ په خاطر به له دغه ګوند سره خپل ايتلاف پای ته ورسوي.

د محمود خان اڅکزي په مشرۍ د پښتونخوا عوامي ملي ګوند هم له دې طرحې سره مخالفت کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *