تاند- د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړیو په فراه کې د ایران په ملاتړ د طالبانو له یرغله وروسته له امریکا سره پر امنیتي تړون د بیاکتنې غوښتنه وکړه.
د مشرانو جرګې ريیس فضل هادي مسلمیار وویل، د دې لپاره چې ناټو او امریکا د افغان امنیتي ځواکونو کلک ملاتړ نه کوي له وسله والو طالبانو سره په جګړو کې د افغان امنیتي ځواکونو مرګ ژوبلې زیاتې شوي دي؛ په داسې حالت کې باید له امریکا او ناټو سره پر امنیتي تړونونو بیا غور وشي.
ده وویل چې امنیتي چارواکي به مشرانو جرګې ته وروبولي او له هغوی څخه به د امنیتي تړونونو په اړه پوښتنې وکړي.
د مشرانو جرګې غړي زابلي وویل، په افغانستان کې مېشت بهرني پوځیان له افغان امنیتي ځواکونو سره لازمه مرسته نه کوي.