تاند- وسله والو طالبانو د غزني د اجرستان او د اروزګان د خاص اروزګان او چورې ولسوالیو د نیولو لپاره حملو ته زور ورکړی دی.
که څه هم د اروزګان امنیه قوماندان وايي چې په چوره او خاص اروزګان ولسوالیو کې یې د طالبانو محاصرې ماتې کړي او دا ولسوالۍ یې د دې ډلې لاس ته له لوېدو ژغورلي دي خو وروستي راپورونه وايي چې د غزني اجرستان ولسوالي د دولت له کنټروله د وتلو په حال کې ده.
پر اجرستان ولسوالي له تېرو څو ورځو راهیسې د طالبانو سختې حملې روانې دي.
شاهدان وايي چې نن /یکشنبه/ طالبانو په اجرستان کې د دولتي ځواکونو او ولسوالي د محاصرې کړۍ نوره هم تنکه کړه او اوس یوازې د ولسوالۍ دفتر د حکومت په کنټرول کې دی.
د غزني نوی امنیه قوماندان وايي چې اجرستان ته یې کومکي ځواک لېږلی دی خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې اجرستان ولسوالي د ولایت له مرکزه ډېره لېرې ده او هغه وخت به کومکي ځواک وررسېږي چې طالبانو ولسوالي او ټول تاسیسات ویجاړ کړي وي.
د دې لپاره چې طالبان نیولې سیمې ساتلی نه شي عموماً د هغو له نیولو سره سم هر څه ورانوي یا اور ورته کوي.
اجرستان ولسوالۍ
اجرستان ولسوالۍ د افغانستان د غزني د ولايت یوه ولسوالۍ ده چې د غزني په لوېدیز کې واقع شوېده. په دغې ولسوالۍ کې د مېشتو خلکو شمېر د 2001 کال د احصایې پر اساس 62000 تنو وگړو ته رسېږي چې 97 سلنه اوسېدونکي یې پښتانه او پاته هزاره ګان دي . د دې ولسوالۍ مساحت 2653 کیلومتر مربع دی او د مالستان او ناور ولسوالیو سره ګډه پوله لري.
ټالبان له افغان وژنې او افغانستان ته پر تاوان اړولو له ټولو څخه مخکې دي!!!
پلونه، سرکونه، د اوبو بندونه، د برق پایې،شفاخانې، لوستي خلک، جماعتونه، بانکونه، او …نور ټول عام المنفعه تاسیسات د دوی تر هدف لاندې دي