ژباړه او لنډیز: وحید احمدزی
د افغانستان امنیتي ځواکونه او سرتېري د روښانه، پرځان بسیا، ولسواک او سوله ییز افغانستان پیاوړې مټې دي. د افغانستان خلک سوله د افغانستان د اتلو او زړورو سرتېرو په هسک قامت کې تصور کوي. دغه مېړني ځواکونه به د افغانستان په اسمان غوړېدلی تور سیوری له دې خاورې وشړي .
موږ بریالي شو چې درې لسیزې جنګ او وراني شاته پرېږدو او نننی افغانستان رامنځته کړو؛ په ډاډ سره له نننیو جنګونو هم وتلی شو. اوس د افغانستان دښمنانو د جنګ په ډګر کې د مقابلې توان له لاسه ورکړی او په افغانستان کې د فرقه یي جنګونو په هڅه کې دي. د افغانستان سرتېرو په پنځلسو کالو کې د نیابتي جنګونو په وړاندې مبارزه وکړه.
د افغانستان سرتېري ملاتړ ته اړتیا لري؛ د مسوول ولس په توګه باید د افغانستان د سرښندونکو سرتېري غږ واوسو. زموږ سرتېري د ټولې نړۍ له سرتېرو متفاوت دي؛ لکه څنګه چې زموږ هېوادوال د امکاناتو او د ژوند د اسانتیاو له پلوه د نورو هېوادونو له خلکو جلا دي. د نورې نړۍ سرتېري په ښو امکانات او تجهیزاتو د دښمن په مقابل کې جنګېږي ، ولې زموږ سرتېري د جنګ لپاره کافي وسله نه لري. حتی ځینې مفسدین د دوی له ډوډۍ او اعاشې څخه هم غلا کوي.
خلکو ته ښایي د سرتېرو د بېدرېغه سرښندنو ملاتړ وکړي او له دولت هم توقع لرو چې بااقتداره افغانستان ته د رسېدو لپاره امنیتي بنسټونه له فساده پاک کړي. دا چې هلمندی سرتېری د کندز د خلکو او د ارزګان سرتېری د پکتیاوالو د ژغورنې لپاره قرباني ورکوي. دا د افغانستان پر وړاندې د خپل دین د ادا کولو سرښندنه ده. سربازي عشق ده، هغه عشق چې پایله یې ازادي او پیاوړتیا ده. سربازي د سباني افغانستان د همدلي او یو رنګي نماد دی او راځئ د افغانستان په نظام کې له شعار او خبرو زیات د سرتېري او د هغه د سرښندنو درناوی وکړو.
د افغانستان دولت او خلک دې د افغانستان د خلکو او د راتلونکي باثباته افغانستان دښمنان وپېژني. زه باوري یم که ټول په یو غږ او یو نیت د دښمن په اړه قضاوت وکړو ، نور به د جنګونو او زموږ د سرتېرو د قربانیو شاهدان نه وو. له سرتېرو سره مینه له بل هر چا زیات افغان مور درک کوي. مور د یو زوی له شهادت وروسته خپل بل زوی د وطن دفاع ته استوي. موږ د هغې مور چې خپل زوی یې له لاسه ورکړی درد نه درک کوو. موږ د همدرۍ احساس لرو ولې دا باید ومنو چې د یو سرتېري د مور د درد عمق یوازې د سرتېري مور درک کوي.
که ټول خلک د دښمن په اړه واحد قضاوت وکړي. د سیمې او نړۍد ټولو هغو هېوادونو مخونه به تور شي چې د افغانستان ماتولو او کمزوري کولو ته یې ملاتړلې. کافي ده له ملت څخه تر دولت د دښمن په اړه خپل لید بدل کړو. دښمن دښمن دی او هیڅ وخت به زموږ دوست نه شي. د دښمن له مخ نه باید پردې لیرې شي.
کله چې د افغانستان د سرتېرو سرښندنو ته ګورو، په ځان ویاړو چې د افغانستان یوو. موږ د سیمې او نړۍ د استخباراتي او نیابتي جګړو په وړاندې جنګېږو. زموږ خلک هره ورځ د دې جنګ قرباني دي، ولې د افغانستان د خلکو سترګې چې له جنګ ستړې دي همدې سرتېرو ته دي. د افغانستان خلک هیله من دي چې تر دې زیات د مرګ شاهدان نه وي.
سوله، ازادي، عشق او امید هغه مهال تر خوبونو لوړ زموږ لپاره تعریفېدلی شي چې زموږ سرتېري د افغانستان د ملت او دولت له لوري تقدیر شي. هیله ده چې د افغانستان درې رنګه بیرغ همداسې لوړ او رپاند وي. تر بل هر ځای اتحاد، همدلي او ملي یووالی په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې زیات لیدل کېږي. یو رنګ لباس، د افغانستان درې رنګه بیرغ لاندې مبارزه او د افغانستان پر ملي ګټو باور موږ سوله ییز او سوکاله راتلونکي ته نږدې کوي.
هیله ده نور د افغانستان د سرتېرو د مرګ نه، بلکې د افغانستان د تور زړو دښمنانو د نابودۍ شاهدان وو. د افغانستان سرتېري په هیڅ قوم او قبیل نه، بلکې د افغانستان ټولو خلکو پورې اړه لري.