ژباړه: حمیدالله حمیدي
د دندې د پرېښودو پرېکړه اسانه نه ده، خو که ځینو نښو نښانو ته فکر وکړی، کولای شی په اسانۍ د دندې پرېښودو پرېکړه وکړی، ځکه ډېر کله دغه ډول پرېکړې ستاسو په ګټه وي.
د څېړنو له مخې هر شخص لږ تر لږه په خپل ژوند کې ۱۲ ځلې کاري چاپېریال بدلوي او په نویو ځایونو کې دنده اخلي. د دغه ادلون بدلون لامل د مهارتونو پیاوړتیا، په ادارو کې بدلونونه او یا هم د دوو یا څو شرکتونو ګډېدل ښودل شوی دی. له بل لوري هغه څه چې اوس یې وخت تېر شوی دی، دا دي چې یو شخص د تقاعد تر ورځې په یوه اداره کې کار نه شي کولای، خو زیات شمېر نور کسان بیا له استعفا وروسته د نوې دندې د نه پیدا کېدو له وېرې سره مخ وي. په هر حال، که تاسې د یوې ښې موخې لپاره پرېکړه کوی؛ د بېلګې په توګه په بله اداره کې پرمختګ کوی نو غوره ده چې اوسنۍ اداره پرېږدئ او دا پر ځای اقدام دی.
که تاسو دوه کاله په یوه اداره کې کار کړی او اوس غواړی په بله اداره کې دنده واخلی نو هرو مرو په دې اړه در څخه پوښتل کېږي چې ولې پخوانۍ اداره پرېږدی؟ ستاسو ځواب باید د پرمختګ لپاره وي، نه دا چې مالي امتیازات او نور مطرح کړی. که څه هم دا پوښتنې ښایي ستاسو کاري اسنادو ته په کتو له تاسو وشي، خو دا په دې مانا نه ده چې ستاسو د مقررۍ مخه دې ونیسي.
که هر کله د دندې د پرېښودو په اړه فکر کوئ نو دغو ټکو ته باید پام وساتئ او که مو په همدې اساس د دندې د پرېښودو پرېکړه وکړه، پر ځای به وي.
په اوسنۍ اداره کې د پرمختګ هېڅ چانس نه لری:
ډېری وخت داسې پېښيږي چې اوسنۍ دنده، رییس او همکاران مو د زړه له تله خوښ وي، خو تاسو بیا هم اړ یی اوسنۍ دنده پرېږدئ. له دې ډول پرېکړو سره هغه مهال مخ کېږی چې تاسو په یوه کوچنۍ اداره کې کار کوی او په هېڅ ډول په کې د پرمختګ چانس نه وینئ. یا دا چې له دې وړاندې د شرکت د پرمختګ چانس نه وي یا یې رییس هم غواړي چې کار و بار یې په همدې کچه پاتې شي او ډېری نور کارکوونکي یې هم ورسره په همدې ټکي همغږي وي. کله چې تاسو پوه شوی چې تر دې وروسته په دغه شرکت کې پرمختګ نه شی کولای، نو بیا غوره ده چې دا دنده پرېږدئ او نوې ادارې ته ولاړ شی.
کاري ساعتونه مو زیات شوي، خو معاش نه:
کاري ساعتونه مو زیات شوي، خو معاش مو په پخوانۍ کچه دی. کارکوونکي ډېر کله له داسې حالت سره مخ کېږي، چې له کوم امتیاز پرته باید تر ټاکلې کچې ډېر کار وکړي. ډېر کله په اداره کې یو بست د یو څه وخت لپاره خالي کېږي یا دا چې کارکوونکي په رخصتۍ ځي چې دغه څه په ټولو ادارو کې عام دي او نور کارکوونکي باید ژر تر ژره د دغه بست د نیولو اقدام ونه کړي. که دغه وضعیت یو څو ورځې یا ان څو اونۍ هم دوام وکړي کومه خبره نه ده، خو که خبره له میاشتو اوړي او تاسو اضافي کار کوی او د ادارې له خوا درته کوم امتیاز هم نه درکول کېږي نو بیا د دې وخت را رسېدلی چې خپله اوسنۍ دنده پرېږدی او د نوې دندې په لټه کې شی.
هیلې مو ناسپړلې پاتې دي:
کېدای شي کلونه کېږي چې تر یو ډول ځانګړو شرایطو لاندې دنده تر سره کوی، کېدای شي په لومړي سر کې مو پر همدې شرایطو کاري ستونزې حلولی شوې، خو اوس پوهېږی چې په دې شرایطو دندې ته دوام ورکول مو بریا ته نه شي رسولی. کېدای شي اوسنۍ دنده مو ثابته او خوندي وي او ډېری کسان ورته د یوه چانس په سترګه ګوري، نو په دغسې حالتونو کې باید خپله راتلونکې په دې ډول مسایلو قرباني نه کړی.
پر ځان باور ولرئ:
یوازې د دې لپاره مو دنده مه پرېږدی چې ښه ورځ یا ښه اونۍ مو نه درلوده. خو که پوهېږی چې په اوسنۍ دنده کې مو نه نېکمرغه کېږی او شرایط هم په هېڅ صورت بدلون نه مومي نو هغه مهال بیا د دندې پرېښودل د ماتې په مانا نه ده او نه هم داسې څه دي چې پرې وشرمېږی. که د اوسنۍ دندې د پرېښودلو لپاره درسره منطقي دلایل وي، دا به مو د ښې راتلونکې لپاره لومړنۍ ګام وي.
