جنرال مراد علي مراد

تاند- یو وار بیا د کورنیو چارو د امنیتي مرستیال جنرال مراد علي مراد د برطرفۍ راپور ورکول کېږي.

د راپورونو پر اساس د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کورنیو چارو امنیتي مرستیال جنرال مراد علي مراد ګوښه کړی او پر ځای یې اختر ابراهیمي ټاکلی دی.

اختر ابراهیمي د ولسمشر د ساتنې قوماندان و.

نژدې یوه میاشتې پخوا (د سږ کال د اپریل په ۲۳) هم د مراد علي مراد د برطرفۍ خبر خپور شوی و خو وروسته ارګ دا خبر رد کړ. (تفصیل)

تېر ځل د مراد د لېرې کېدو خبر وروسته له دې خپور شو چې د کابل په لوېدیځ کې د انتخاباتو لپاره د نوملیکنې پر یوه مرکز انتحاري برید وشو او تر ۶۰ زیات افغانان پکې ووژل شول.

مراد د مځکني ځواک عمومي قوماندان، د لوی درستیز مرستیال او د شاهین قول اردو قوماندان پاتې شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *