په دې ورځو کې د افغانستان په بریښنايي میډیا کې د گڼو بدو او منفي خبرونو او راپورنو تر څنگ، یو ښه او مثبت خبر هم تر سترگو کیده، چې سرلیک یې داسې و:
«د خوست د موسي خېلو ولسوالي مشرانو د نجونو د تعلیم مخنیوونکو ته جریمه وټاکله»
دا ډیر ښه خبر او نظر دی، چې پخوا هم په یادې سیمې یا شا و خوا سیمو کې خلکو دغسې پریکړه کړې وه چې: هغه کورنۍ چې د نجونو د تعلیم مخه نیسي، باید جریمه شي؛ خو زه ډاډه یم چې ډیری کورنۍ به د یادې جرمانې د ورکړې توان هم نه لري، چې وروسته بیا نوري ستونزې رامنځ ته کوي.
د دې خبر په یوه برخه کې داسې راغلي دي:
«تاند- د خوست د موسی خېلو ولسوالۍ اوسیدونکو په یوه قومي جرګه کې پرېکړه کړې چې که چا د نجونو د زده کړو مخه ونیوله، پنځه زره افغانۍ به قوم ته جریمه ورکوي.
د منګلو مشرانو دا پرېکړه تېره اوونۍ په یوه قومي جرګه کې وکړه.
د منګلو د قوم په دې جرګه کې، چې د موسی خېلو د ځايي چارواکو په بلنه جوړه شوې وه، د نجونو د جبري زده کړو په پرېکړه قومي مشرانو او سپین ږیرو لاسلیکونه کړي او د خوست د پوهنې له ادارې يې غوښتي چې په یاده لیرې پرته ولسوالۍ کې نجونو او هلکانو ته د زده کړو وړ شرایط برابر کړي…
د خوست د پوهنې ریاست چارواکو ویلي چې د موسي خېل ولسوالي د قومي مشرانو له پرېکړې وروسته به دې ولسوالۍ ته پام زیات کړي.
د دوی په وینا د خلکو د همکارۍ په صورت کې د پوهنې وزارت لا ډېره مرسته کړلی شي…»
دغه رښتیاني قومي مشران دي چې داسې او دې ورته پریکړې کوي چې مثبت تاثیرات یې ټولو راتلونکو نسلونو کې محسوس وي او نه هیریدونکي مثبتې پایلې لرلی شی.
زما له نظره په دې برخه کې د خلکو او دولتي اړوند مسؤلو ادارو د گډې همکارۍ تر څنگ باید د دې په باب هم پریکړه کونکي فکر وکړي چې هغه څوک چې د رښتنې زدکړې په خاطر نه، بلکې د جریمې له ډاره خپلې لوڼې ښونځي ته لیږي، د دا داسې کورنیو په باب هم پاملرنه وشي چې دوی باید له رواني پلوه چمتو کړای شي چې نه یوازې د نجونو، بلکې د هیڅ کوچني د زدکړو مخه ونه نیسي.
کیدای شي ځینې کورنۍ د اقتصادي ستونزو له مخې خپله لور ی یا لوڼې ښوونځي ته و نه لیږي.حکومت باید داسې پلانونه طرحه کړي چې د زدکونکو د اقتصادي ستونزو د رفع کولو په خاطر شاگردانو ته خوراکي یا نقدي تشویقي بستې یا ډالۍ په نظر کې ونیول شي. او دا کومه نوې خبره نه ده، پخوا هم د افغانستان په ښونځیو کې تشویقي بستې ورکول کیدې لکه وچې شودې، وچې هگۍ، کله، کله وړه او نور غذايي مواد.
که دا کار نه وي، ښايي ځینې کورنۍ داسې استدلال وکړي چې: زما دا یوه لور ده خس راټولوي، څو وزې او میږې دي هغه پیايي، د کور کارونه کوي؛ دا هم چې ښونځي ته ولیږم، نو بیا…
په هر صورت دې پریکړې ته به په ښه نظر وگورو او هیله چې له دې وروسته د هیواد په هره سیمه کې دې ته ورته مثبتې پریکړې وشي. هیله ده داسې و نه شي لکه د دولت د نورو پریکړې په څیر چې پریکړې کیږي، پر یخ یې لیکي، سره لمر ته یې ږدي او…
د دې ښې او مثبتې پریکړې له ښه والي سره، زه په دې ډاریږم چې د افغانانو د افراط او تفریط په سلسله کې د دې په مقابل اړخ کې بله داسې پریکړه ونه شي چې د هرې کورنۍ کوچنی که د ښونخي پر لار تر سترگو شو، هغه ته به د مرگ تر پولې سزا ورکول کیږي.
کومې ډلې ټپلې چې همدا اوس په افغانسمتان کې د واک پر گدۍ ناست دي، مخکې له واک نه، کله چې په مسلحانه اپوزیش دریځ کې وو، د ښونځیو سوزول او د ښونکو حلالول یې ثواب گڼل کیده، خو اوس چې دوی په واک کې دي، هماغه د دوی کارونه اوسنی مسلح اپوزیشن تکراروي، نو دا نه یوازې ثواب نه گڼل کیږي، بلکې غیر شرعي او ضد بشري گڼل کیږي او نور داسې ډیر مثالونه.
بله خبره دا ده چې باید په ځیر ولیدل شي او فکر پرې وشي چې همدا اوس د هیواد د دریگونو قواوو واک د څه ډول خلکو په لاس کې دی:
ــ څومره زدکړې لري؟
ــ د دریگونو قواوو په هر ټیټ، منځوي یا لوړ مقام کې چې واک لري، د هغه وړتیا ورسره شته که نه؟
ــ په پای کې د هیواد د ابادولو او نوي نسل د روزلو په برخه کې څه ډول فکر کوي؟
که زه د دریگونو قواوو د دندو او مسولیتونو په باب څه ولیکم، خبره به له مقالې، کتاب او کتابونو نه هم واوړي. یو لنډ خو ډیر هنرمندانه مثال به یې زه دلته راوړم چې زما یوه فیسبوکي ملگري د ۲۰۱۶ کال د جون په یولسمه نیټه په طنز ډوله ژبه داسې حقیقت لیکلی چې له خندا به دې بډوډي ورته ونیسې او د اوښکو په تویولو به دې اوښکې وچې شي.
زما یو نالیدلي فیسبوکي اشنا دغه څو جملې د پارلمان د وکیلانو په باب لیکلې وې چې د مالیې له وزیر څخه څه غوښتنې لري. په هغه وخت کې ما دا څو جملې کاپي کړې او سر لیک مې ورته وټاکه:
«د دایکندي وکیل، د کندهار وکیل»
اوس هغه جملې دلته د مثال له پاره رانقلوم:
«ټاپه وهل یې پر تاسو،
په کابل کي د مالیې وزیر ته د ډایکنډي وکیل د پوهنتون جوړولو پیشنهاد ور وړي، د پنجشېر وکیل د روغتون درخواست کوي، د کاپیسا وکیل د سړک پخولو ږغ پورته کوي، د پروان وکیل د برېښنا د پایو د لا ټینګښت ټینګار کوي…
خو د لوی کندهار وکیل د تر حساب تېرو مساجدو او جامع ګانو سره، سره د بلي جامع د جوړولو آمر ځني اخلي! دې ته اوس په کوم نظر ګورئ؟
زموږ اولنۍ اړتیا څه ده؟ خبر یاست چي په ټول اروزګان کي څو مکتبونه او پوهنتونونه لرئ؟ د روغتون کیسه خو یې در معلومه ده، چي لږ درنه پېښه وسي زخمیان د کندهار مېرویس روغتون ته راځغلوي…
دین یې دام دئ د دنیا په لار کي ایښئ
پـرې را اړوي وحشیان د مـخـلوقــات»
(رحمان بابا)
په افغانستان کې د نجونو د تعلیم له پاره رسمي او دولتي هڅې شوې دي، خو پایله یې کله محسوسه او کله به لا درکه وه. حتی داسې هم شوي چې افغانستان د نجونو له پاره تر ټولو خطرناک هیواد ښودل شوی دی.
بي بي سي د ۲۰۱۷ کال په اکتوبر کې یو راپور خپور کړ چې سر لیک یې داسې و:
«افغانستان د نجونو تعلیم لپاره څلورم ناوړه هېواد»
د دې سر لیک او رپوټ له لوستلو سره سم مې د «یوه بله نیکنامي؟» تر سرلیک لاندې یوه مقاله ولیکله او سمدلاسه مې خپره کړه.
د دې مقالې په یوه برخه کې داسې لیکلي دي:
«څو ورځې مخکې (۲۰۱۷/۱۰/۱۱) د «نجونو نړیواله ورځ» ورځ ولمانځل شوه او زمو میډیا هم لږ و ډیر ونډه په کې واخیسته. ځینو هسې یاده کړه، ځینو په ښو تورو سره د نجونو د قدر داني له پاره یو څه ولیکل، یوه نیمه مقاله خپره شوه، د نجونو د ژوند د خرابوالي په باب گزارشونه… او ځینو لا ولیکل چې دا ورځ بیا له کومه شوه.
په هر ډول چې و، د نجونو په باب یو غږ اوچت شو او یو ځل بیا د هیوادوالو او نړیوالو تر غوږونو پورې دا خبر او دا چیغه ورسول شوه چې په افغانستان کې د نجونو ژوند له هره اړخه خراب او تریخ دی او ډیره سلنه له تعلیم، ښوونځي او پوهنځي نه لرې دي.
د نجونو د ورځې د لمانځلو په لړ کې داسې تایید شوي او نا تایید شوي ارقام هم وړاندې شول چې د دوو میلیونو په شا و خوا کې نجونې ښونځي ته د تگ له حق نه محرومې دي او د دې محرومیت تر څنگه د تاوتریخوالي له ظالمانه ډولونو سره هم مخ دي. که ښوونځي ته لاړې هم شي، اویا سلنه نجونې په لږ لوړ سن او لږ جگ ټولګې کې نه پریښودل کیږي چې ښوونځي ته ادامه ورکړي؛ د دغو عیني ستونزو سره، سره د ښوونې او روزنې وزارت هم په ټاکلي وخت د نجونو ورځ ولمانځله.
وروسته له دې چې په میديا کې د نجونو د ورځې درز دروز لږ غلی شو، بي بي سي داسې یو رپوټ خپور کړ چې هر بادرکه او با احساسه انسان ته ټکان ورکوي…
د بي بي سي په یاد راپور کې افغانستان د هغو هیوادونو په ډله کې څلورم ښودل شوی دی چې نجونې په کې د تعلیم نا وړه حالت لري…
د نړۍ په هر گوټ کې چې یو منفي لست خپریږي، له بده مرغه چې افغانستان په کې وي او دا دی اوس مو په دې لست کې هم توره کړې، څلورم یو او دا په هیڅ وجه پټیدای هم نه شي. ملامتیا چا ته ور له غاړې ده، دا هم څوک نه مني، که ثابته هم شي چې ډیره سلنه موږ خپله افغانان ملامت یو، بیا خو جنگ او د جگړې نوم شته چې پړه ور له غاړې کړو او ځانونه سپینې کوترې معرفي کړو، خو هغه شیبه مو هیره وي چې د غیرت، شرم او ځینو نورو دلایلو له مخې خور، لور وهو ټکوو او دې ته یې اړ باسو چې له ښونځي څخه لاس په سر او د کور بندیوانه شي، ښونځي ته د هغې (نجلۍ) په نه تگ چې څومره نورې ستونزې را ولاړیږي، هغه موهیرې وي.
پخوا ما په خپلو مقالو کې د نورو ولایتونو مثالونه ورکړي و، خو همدا اوس په میډیا کې داسې خبرونه راځي چې لا د ننگرهار غوندې فرهنګپاله ولایت کې هم په څلورو ولسوالیو کې یوه ښځینه فارغه نه شته. دغه رپوټ ته پاملرنه وکړئ:
«د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې تر اوسه یوه جلۍ هم له دولسم ټولګي فارغه شوې نه ده.
د پوهنې ځای ناستي رییس سید عیسی سادات سلام وطندار ته وویل، چې په یو شمېر ولسوالیو کې ان ځینې کورنۍ خپلې لوڼې له شپږم ټولګي پورته زدهکړو ته نه پرېږدي.
د پوهنې رییس وايي، چې دوربابا، اچین، نازیان او لالپوره ولسوالیو کې د دولسم ټولګي یوه فارغه هم نه لري.»
دا چې په نړیواله کچه د افغانستان نوم په هغه لست کې په څلورمه شمیره کې درول شوی چې د نجونو د تعلیم له پاره نا وړه حالت لري، (دا هم ځانته دلایل لري)…»
کیدای شي د تعلیم د مسالې په برخه کې د ځینو قلموالو هڅې، د ځینو دولتې مقاماتو(اشرف غني روان کال د ښونې او روزنې کال اعلان کړ) او د ځینو نا دولتي ټولنو (قلملار ټولنه، ویسا ورونه، چې د تعلیمي انقلاب لړ ۍ یې همدا اوس د هیواد په بیلا بیلو برخو کې روانه ده) د هڅو تاثیرات به وي، یا په عیني ژوندانه کې د شته نیمگړتیاوو او اړتیاوو درک او ورباندې پوهیدنه او ورسره د خلکو د پوهې او مالوماتو کچه دومره لوړه شوې چې اوس د نجونو د تعلیم مخه نیونکې کورنۍ په جرمانو محکومیږي.