ننګرهار والي په ختيځ کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشرې سره د پيژندنې لومړنۍ ناسته وکړه.
ننګرهار والي حیات الله حیات د خپلو دواړو مرستیالانو سره یو ځای په ختيځ کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشرې ناهید ابو عکر سره د پيژندنې لومړنۍ ناستې پرمهال پر یو شمېر موضوعاتو خبرې وکړې.
یاده لیدنه چې د غويي په ۳۱ مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه،پرمهال یې د یوناما د سیاسي چارو افیسر پوهاند ډاکتر رضوان الله نادري او د د فتر رئیس هم شتون درلود.
په ختيځ کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشرې ناهید ابوعکر د یادې ادارې په استازیتوب ننګرهار والي او دواړو مرستیالانو ته یې د نوې دندې مبارکۍ ورکړه او د تېر په څېر یې ولایتي ادارې سره د ټولټاکنو،پرمختیایي او نورو بېلابېلو برخو کې د همکارۍ او همغږۍ ترسره کولو ژمنه وکړه.
ننګرهار والي حیات الله حیات د ملګرو ملتونو له ادارې مننه وکړه، چې تل يې افغان دولت سره په هر اړخیزه برخو کې بې سارې همکاري کړې او پر دوام يې ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړه،د یو این ادارې سره یې په هېواد د ننه او بهر دندې ترسره کړي او د تر لاسه شوو تجربو څخه په ګټې اخیستنې به په دې ولایت کې د ملګرو ملتونو د دفتر سره همکار او همغږی اوسي .
په ټولنیزو چارو کې د ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ او اداري او مالي مرستیال تمیم عارف مومند هم د یونما دفتر له مشرې څخه د مننې ترڅنګ له ولایت مقام سره په همکارۍ او همغږۍ کولو ټینګار وکړ.
په ملي او ولایتي شورا کې د ننګرهار استازو او یو شمیر جهادي او قومي مخورو ننګرهار والي سره په ټولو قانوني چارو کې د پوره همکارۍ او ملاتړ ژمنه وکړه.
په ملي او ولایتي شورا کې د ننګرهار د خلکو یو شمیر استازو او د دې ولایت یو شمیر جهادي او قومي مخورو ننګرهار والي حیات الله حیات سره د لیدنې پر مهال له نوموړي سره په ټولو قانوني چارو کې د همکارۍ او له کړنو څخه یې د ملاتړ ژمنه وکړه.
یاده لیدنه چې د غويي په ۳۱مه ولایت مقام کې ترسره شوه، پر مهال یې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي حاجي حضرت علي، ډاکټر عصمت الله شینواري، د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري، د شورا غړي ډاکټر ناصر کاموال، قومي مشرانو ملک عثمان شینواري، ملک جهانزیب خان، طاهرظاهر او یو شمیر نورو خبرې وکړې .
دوی د خبرو پر مهال وویل،هغه کسان چې په دې ولایت کې د قانوني چارو پر وړاندې ستونزې زیږوي او یا هم د ننګرهار د پرمختګ پر وړاندې په ځینو چارو کې خنډونه را منځته کيږي،په مخنیوي او حل کې به یې هر ډول همکاري وکړي.
دوی د ننګرهار والي څخه غوښتنه وکړه،چې د دې ولایت ټول قومونه په یوالې سره را ټول او د دې ولایت د وضعیت د ښه کېدو په موخه په چارو کې د امنیت تامین ته لومړیتوب ورکړي .
ننګرهار والي حیات الله حیات د ملي او ولایتي شورا غړو او جهادي او قومي مشرانو څخه مننه وکړه،چې د رسمي والي ترڅنګ یې د ننګرهاري اولاد په توګه په قانوني چارو کې نوموړي ته د ملاتړ ډاډ ورکړ.
نوموړي زیاته کړه،د امنیت تامین یې د چارو په لومړیتوب کې دي او د قومونو د یووالي په موخه به د دې پر ځای چې خلک دفتر ته را وبلي،خلکو ته ولسوالیو او قریو ته ورشي .
هغه ډاد ورکړ،چې د مسؤلینو ترڅنګ به د مخورو په همکارۍ د دې ولایت بېلابېلو برخو لپاره کار وکړي .
ننګرهار والي د ولایت مقام کارکونکو ته مراجعینو سره د ښه چال چلند جدي سپارښتنې وکړې.
ننګرهار والي حیات الله حیات د ولایت مقام د بېلا بېلو ادارو رسمي کارکوونکو سره په لومړنۍ غونډه کې هغوی ته مراجعینو سره د ښه چال چلند جدي سپارښتنې وکړې.
هغه وویل په ادارو کې به د حکومتدارۍ فرهنګ دودولو او مامورینو سره به د قانوني او انساني اصولو له مخې چلند کوي.
حیات زیاته کړه هیڅکله به رسمي کارکونکو ته د غیر قانوني چارو سپارښتنه ونه کړي او هم به په ادارو کې د غیر قانوني کړنو مخه ونیسي.
نوموړي همداراز وویل، چې ولایت مقام د ټولو ولسونو ګډ کور دی باید په ډاډه زړونو پرته له ځنډه د خپلو قانوني چارو د ترسره کولو په موخه راشي .
ننګرهار والي ټولو دولتي کارکونکو ته سپارښتنه وکړه، چې په ښو او قانوني چارو سره د ولسونو زړونه خپل کړي او په سمه توګه ورته خدمات وړاندې کړي.
په ورته مهال په ټولنیزو چارو کې د ولایت مقام مرستیالې حبیبه کاکړ او په مالي او اداري چارو کې مرستیال تمیم مومند وویل، چې د قانون په چوکاټ کې به خپلې چارې مخې ته وړي.
دوی زیاته کړه د قانون پلي کیدو، فساد مخنیوي او نورو ناقانونه چارو مخه به نیسي او هم به د دولت او ولسونو ترمنځ د واټن لمنځه وړلو لپاره هڅې کوي.
د ولایت مقام مالي او اداري رئیس قریب الله هجرت د ټولو مامورینو په استازۍ ننګرهار والي ته په قانوني چارو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ننګرهار والي خپلې رسمي چارې د نظامي شورا له ناستې پېل کړې.
ننګرهار والي حیات الله حیات خپلې رسمي چارې د نظامي شورا له ناستې پېل کړې نوموړی وايي، چې د امنیت ټینګښت ورته د ټولو چارو په سرکې لومړیتوب لري.
هغه د نظامي شورا په غونډه کې وویل طالب او داعش وسله والو وحشت خپروي او امنیتي ځواکونه د ولسونو لپاره د ارام او هوسا ژوند د برابرولو لپاره قربانۍ ورکوي.
نوموړي د امنیتي، کشفي او دفاعي ځواکونو په همغږۍ ټینګار وکړ او هم يې د راتلونکي ولسي جرګې په ټاکنو کې د ګډون په موخه د روانې نوم لیکنې له مرکزونو او ښارته د غځیدلو لارو د امنیت خوندیتوب ، او په ښار کې د لاډاډمن امنیت د ټینګښت جدي سپارښتنې وکړې.
دغه راز ننګرهار والي په مشرۍ جوړه شوې نظامي غونډه کې د ننګرهار امنیه قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي ، د ملي امنیت رئیس جنرال نظرعلي واحدي، د عامه نظم قومندان جنرال نصیر احمد ساپي، د سرحدي لوا قومندان جنرال محمد ایوب حسین خیل ، د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قومندان جنرال محمد نسیم سنګین، د همغږۍ قومندان فقیر محمد غونډيوال په جلا جلا توګه د جلال اباد ښار او ولسوالیو د امنیتي وضعیت په اړه ننګرهار والي ته هر اړخیز معلومات ورکړل.
په یاده امنیتي غونډه کې د مسئولینو لوري په امنیتي برخه کې د نويو وړاندیزونو او طرحو وړاندې کولو ترڅنګ په ګڼ شمیر نورو امنیتي موضوعاتو خبرې اترې او پريکړې وشوې.
ننګرهار والي د شپې ناوخته د جلال اباد ښار په څلورو دروازو کې د امنیتي پوستو او چک پواينټونو څخه څارنه او لیدنه وکړه.
ننګرهار والي حیات الله حیات د شپې ناوخته په ناڅاپي توګه د جلال اباد ښار په څلورو دروازو کې د امنیتي پوستو او چک پواينټونو څخه څارنه او لیدنه وکړه.
حیات په امنیتي پوستو او چک پواینټونو کې د سرتیرو د میړانې ستاینې ترڅنګ هغوی ته د خلکو سره د ښه چال چلند جدي سپارښتنې وکړې.
ننګرهار والي د امنیتي پوستو او چک پواينټونو څخه د لیدنې او څارنې پرمهال هغه سرتیري، چې پخپلو دندو کې ويښ او بیداره و د لاهڅونې په موخه يې په نغدي مکافاتو و نازول.
نوموړي د امنیتي پوستو څخه د لیدنې او څارنې وروسته د جلال اباد ښار د بېلا بېلو برخو څخه د لیدنې په ترڅ کې د بار وړونکو موټر چلونکو ستونزې واوریدې او هغوی ته يې په حل کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یادونې ده، چې ننګرهار والي حیات الله حیات د خپلې دندې په لومړۍ شپه شاو خوا یوه بجه د جلال اباد ښار له ټولو برخو څخه لیدنه وکړه، چې ولسونه د نوموړي دغه کړنې ستایي او ورڅخه په هر اړخیزه برخه کې د اصلاحاتو او پرمختګونو هيلي لري.
د رمضان سیالیو کپ د لوبو ترسره کولو پرته د شهید هدایت الله زهیر ماشوم زوی ته ورکړل شو.
په ننګرهار ولایت کې د رمضان په نوم د کرکټ پیل شوو سیالیو کې د رامنځته شوې پېښې له امله یادې سیالۍ وځنډول شوې او د دې لوبو د پای لوبې لپاره اخیستل شوی کپ د دې لوبو تنظیم کوونکي شهید هدایت الله زهیر ماشوم زوی ته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ورکړل شو.
په دې مراسمو کې ننګرهار والي،امنیه قوماندان،ولایتي شورا مرستیال،د ولایت مالي او اداري مرستیال،جلال اباد ښاروال،پوهنې،ګمرک او یو شمیر ادارو مسؤلینو،مدني فعالانو،ځوانانو،مخورو او د نورو ترڅنګ د شهید هدایت الله زهیر د کورنۍ غړو هم شتون درلود.
مدني فعالانو او د شهید هدایت الله زهیر د څنګ ملګرو د شهید انځور او ترڅنګ یې اېښودل شوي کپ ته شمعې بلې کړې .
ننګرهار والي حیات الله حیات په رامنځته شوې پېښه خواشیني وښوده،د شهید هدایت الله زهیر په ګډون یې د ټولو شهیدانو روح ته د دعا لاسونه لپه کړل او ټولو ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله وکړه
هغه ځوانانو ته ډاډ ورکړ،چې د شهید هدایت الله زهیر روح د خوشحاله ساتلو او په ملي مسایلو کې د هغه ارمانونو د پوره کولو په موخه به همېشه د مدني فعالانو،د هغه د څنګ ملګرو او کورنۍ غړو سره همکار اوسي .
نوموړي ډاډ ورکړ،چې د جمهور رئیس په لارښوونه یې رامنځته شوې پېښه جدي نیولې او د ګمارل شوې ډلې د څېړنو وروسته به ټول مالومات د ولسونو سره شریک کړي،ترڅو د قانون د پلي کېدو په ترڅ کې په راتلوونکې کې د ورته پېښو مخنیوی وکړو .
د ولایتي شورا مرستیال ډاکټر لعل محمد دراني وویل،شهید هدایت الله زهیر د مشرقي او په ټوله کې د افغانستان د ټولو ملي پروګرامونو تنظیموونکی وو او هیله یې ښکاره کړه،چې د څنګ ملګرې یې د هغه لاره تعقیب کړي.
هغه همدا راز د کرکټ په لوبغالي کې د رامنځته شوې پېښې د جدي څېړنې غوښتنه وکړه او همدا راز یې ټینګار وکړ،چې د شهید د نوم ژوندي ساتلو په موخه دې د هغه په نوم یو لوبغالی او یا هم نور مهم ځایونه ونومول شي.
د شهید هدایت الله زهیر د څنګ ملګري قرار عزیزي،چې په پېښه کې ورسره ټپي شوی هم دی،د ټولو مدني فعالانو په استازیتوب وړاندیز وکړ،چې د مستوفیت څلور لارې دې د شهید هدایت الله زهیر په نوم ونومول شي .
دوه ورځې وړاندې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې د سپین غر په نوم لوبغالي کې د رمضان کپ سیالیو د پیل پر مهال ځآی پر ځای شوو چاودیدونکو توکو چاودنې وکړې،چې له امله یې ۸ تنه شهیدان او نږدې پنځوس تنه نور ټپیان شول .
د يو وسله وال طالب په ګډون اته تنه تر شک لاندې ونیول شول
ننګرهار ولايت غني خېلو ولسوالۍ اته ويشتمې او نهه ويشتمې ويالو سيمو کې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړې قطعې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې يو وسله وال طالب او اووه تنه تر شک لاندې د دوه حلقې ماينونو، يو دوربين او يو دوه جوړه د ملي اردو يونيفورم سره يو ځای نيولي دي.
د معلوماتو له مخې د دغه عملياتو پر مهال د ابراهيم په نوم يو وسله وال طالب، چې د قاري عظمت د ګروپ غړی دی نیول شوی، چې په ګڼو تخريبي کړنو کې لاس لري.
همدا راز د عملياتو پر مهال ځانګړې قطعې د نور اغا او لعل ضمير په کور کې دوه حلقې ماينونه، يو ميل کلاشنکوف، يو دوربين او دوه جوړه د ملي اردو يونيفورم ترلاسه کړي دي.
د نوراغا او لعل ضمير په ګډون اووه تنه وسله والو طالبانو سره د اړيکو په تور نيول شوي، چې تر پوښتنو لاندې دي.
#ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر