خوست والي: په مرکز او ولسوالیو کې د تذګرو د وېش او د ټاکنو د ثبت نام په وړاندې ستونزې باید په جدي توګه هوارې شي.
د خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي په مشرۍ، د کشفي ادارو، د ولسوالونو، د وګړو د احوال ثبت ادارې، د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ولسوالیو د تذکرو مدیرانو ناسته تر سره شوه.
په دې ناسته کې د تدکرو د توزیع او د ټاکنو لپاره د ثبت نام د پروسې په وړاندې د ستونزو او د خلکو د شکایتونو په اساس له اړوندو ادارو سره بحث تر سره او د حل لپاره یې لارې چارې ولټول شوې.
خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي د تذکرو د توزیع او د ثبت نام پروسه یوه ملي پروسه وبلله او ویې ویل چې په دې ملي پروسو کې هیڅ ډول خنډ او ځنډ د منلو وړ نه دی.
په ناسته کې کشفي اورګانونو ته لارښونه وشوه، چې د تذکرو د توریع او د ثبت نام د پروسې په برخو کې د غیرقانوني مداخلو په اړه پلټنې وکړي او هغه کسان د قانون منګولو ته وسپاري چې په دې پروسه کې د خنډ او ځنډ لامل ګرځي.
ښاغلي حبیبي ټولو ولسوالانو ته لارښونه وکړه، چې د عامه پوهاوي پروګرامونه نور هم باید ګړندي کړي او د تذکرو کارکرونکو ته د امکاناتو په برابرولو کې خپله همکاري ونه سپموي.
ښاغلي حبیبي د ټاکنو کميسیون او د وکړو احوال ثبت ادارو مسولینو څخه وغوښتل چې په خپلو چارو کې ګړندیتوب رامنځ ته کړي او دا پروسه په جدي توګه تعقیب کړي.
ښاغلي حبیبي ټولو اړوندو ادارو ته هدایات ورکړل، چې په کم وخت کې خپلې ستونزې هوارې او په قوت سره روانه پروسه په مرکز او ولسوالیو کې په ښه شان تطبیق کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولایتي ادارې د تذکرو د وېش او د ټاکنو لپاره د ثبت نام په برخو کې د عامه پوهاوي فعالیتونه ډېر کړي او د همدې پروسو په وړاندې د ستونزو او خنډونود لامنځه وړلو لپاره یې یو په بل پسې ګامونه پورته کړي،چې له امله یې د خلکو غوښتنو ته ځواب ویل شوی.
خوست والي: په لسو ورځو کې دې ټولو ښوونځیو ته ځمکې ځانګړي شي.
خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي د ولسوالیو ولسوالونو، د پوهنې ریاست او د ارضي ادارې له مسولینو سره په غونډه کې دوی ته لارښونه وکړه، چې په لسو ورځو کې دې په مرکز او ولسوالیو کې د هغو ښوونځیو لپاره چې ځمکې ورته نه دي ځانګړي شوي ځمکې ځانګړې او راپور دې یې مرکز ته د لیږلو لپاره بشپړ کړي. خوست والي ولسولانو ته لارښونه وکړه، چې په ولسوالیو کې ټولو هغو ښوونځیو ته ځمکې مشخصې کړي، چې دا مهال خپله ځمکه نه لري، ترڅو د اراضي اداره یې ثبت او په قانوني توګه انتقال شي. خوست والي ښاغلي حبیبي اړوندو ادارو څخه د د مهالوېش له مخې غوښتنه وکړه، چې په مرکز او ولسوالیو کې خپلې چارې منظمې او ژر تر ژره ځمکې مشخصې او تصبیت کړي. د ولسوالیو ولسوالانو، پوهنې ریاست او د د اراضي ادارې مسولینو په دې ناسته کې خوست والي ته ډاډ ورکړ او ویې ویل چې ډېر ژر به د خپلو فعالیتونو راپور له ولایتي ادارې سره شریک او خپلې چارې به ګړندۍ کړي. په ناسته کې وښودل شوه هغه ځمکې چې ځانګړي شوې د اراضي د ادارې لخوا يې د قانوني انتقال لپاره بعدي مراحل طي شي او دا کار د ټاکل شوي يو منظم کاري پلان په اساس مخته لاړ شي. ولایتي اداره هڅه کوي، چې په دې ولایت کې د ټولو ښوونځیو لپاره ځمکې پیدا او د ودانیو د جوړولو لپاره ډېر ژر چارې پیل شي. نېټه ۱۳۹۷/۲/۳۱
نېټه ۱۳۹۷/۲/۳۱
خوست والي: په دې ولایت کې د بې پولې ډاکټرانو خدمتونه د ستایلو دي.
خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي په دې ولایت کې د بې پولې ډاکټرانو د روغتون له رییس ښاغلي ( سیمول) او ددې روغتون له مرستیال سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون رییس ښاغلي سیمول او ددې روغتون مرستیال ډاکټر سلامت خان مندوزي د بې پولې ډاکټرانو د روغتون د ورستیو پرمختګونو او یو شمېر همکاریو د غوښتې په اړه خپل مالومات وړاندې کړل.
خوست والي د دوی له مالوماتو اوریدو ورسته په خپلو خبرو کې د هېواد او نړۍ په کچه د بې پولې ډاکټرانو روغتیايي خدمتونه وستایل او په خاصه توګه یې له دوی مننه وکړه، چې په خوست کې یې د یو روغتون په پرانیستو سره یې د مور او ماشوم په مړینه کې د پام وړ کموالی رامنځ ته کړی.
خوست والي ښاغلي حبیبي وویل چې د عامې روغتیا سکتور تر منځ همکاري او همغږي اړینه ده چې په دې برخه کې د عامې روغتیا ریاست او ولایتي روغتون باید د بې پولې ډاکټرانو له شته خدماتو او همکاریو عظیمه ګټه پورته کړي او په بېلابېلو برخو کې ترې تجربې انتقال کړي.
خوست والي ښاغلي حبیبي په خپلو خبرو کې د بې پولې ډاکټرانو د روغتون خدمتونه د ستایلو وړ وبلل او ویې ویل چې د خوست ولسونه له همدې امله له دوی مننه کوي، چې روغتیايي خدمات یې وړاندې کړي او د مور او ماشوم په مړینه کې یې د پام وړ کموالی راوستی.
همداشان ښاغلي حبیبي دوی ته داډ ورکړ، چې ولایتي اداره او ولسونه به نه دا چې خپلې همکارۍ وسپموي، بلکې لا به هم خپلې همکارۍ غښتلي کړي.
نېټه ۱۳۹۷/۲/۳۱