تاند- په داسې حال کې چې د غزني ولایت په څو سیمو کې خونړۍ جګړې روانې دي، طالبان وايي د دې ولایت دوې ولسوالۍ یې نیولي دي.

په غزني کې چارواکو نن تایید کړه چې د طالبانو په تازه حملو کې لږترلږه ۱۴ پولیس شهیدان شوي دي.

د غزني د ولایتي شورا یوه غړي حسن رضا یوسفي رسنیو ته ویلي چې ۷ پولیس په ده یک ولسوالي کې وژل شوي دي.

د یوسفي په وینا د ده یک امنیه قوماندان هم وژل شوی دی.

راپورونه وايي چې ۷ نور پولیس په جغتو ولسوالي کې وژل شوي دي.

د غزني د والي ویندوی عارف نوري د طالبانو حملې تایید کړې، ویې ویل چې طالبانو له تېرې شپې څخه پر ده یک، جغتو، اجرستان او قره باغ ولسوالیو حملې پیل کړي دي.

د نوري په وینا لږترلږه ۱۲ پولیس په ده یک او جغتو ولسوالیو کې ټپیان شوي دي.

د غزني د ولایتي شورا ريیسه لطیفه اکبري وايي چې په جغتو او ده یک ولسوالیو کې سخته جګړه روانه ده.

له بلې خوا طالبانو ادعا کړې چې دا دوې ولسوالۍ یې نیولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *