امېد حیران

 ولس کوم ډول ټاکنې غواړي!؟ څو مودو راهیسې چې د حکومت د مشرانو له خپلمنځیو ناندریو وروسته بلاخره ټاکنو کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو نېټه اعلان کړه او ورپسې یې پر کاغذي تذکرو د سټېکر لږولو طرحه وړاندې شوه، د ټاکنو په اړه بې باورۍ او د ټاکنو د کېدو څرنګوالي په اړه د خلکو اندېښنې ډېرېږي او د ټاکنو په روڼتیا او عملي ترسراوي باندې د ولس پوښتنې بې ځوابه پآتي.

ستونزې:

د ټاکنو کمېسیون اوسنۍ طرحه چې له مخې یې په کاغذي تذکرو سټېکر لږېږي عملي نه ده، هم د خلکو د ګډون له مخې، هم د امنیت له مخې او هم د کمیت او کیفیت له مخې، کم تضمین شته یا کوم د معلوماتو زېرمتون شته چې ثابت کړي هر کس په هر سایټ کې یوه تذکره ثبت کړي؟ دې پوښتنو ته نه حکومت او نه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون روښانه ځواب لري!؟ ننګونې: په افغانستان کې چې د ټاکنو موضوع یو څه جنجالي او بې باوره شوې وه، حکومت بايد د تېر نه په تجربې اخیستو دا ځل په نوي مېکانیزم او نویو عملي طرحو ټاکنو ته زمینه برابره کړې وای، چې موږ د عدالت ګوند له ادرسه څو ځله د ټاکنو کمېسیون په مشورتي ناستو کې د حوزوي ټاکنو پر ګټو او مثبتو پایلو نظر ورکړی او په معقولو دلایلو مو د ولس د یو لوی قشر درد او غوښتنه رسولې، خو د بده بخته داسې ونه شول، همدا اوس د نورو ولایتونو په شمول په غزني او میدان وردګو ولایتونو کې ډېرو کمو خلکو نوملیکنه کړې او څو مودو راهیسې د حوزوي ټاکنو لپاره اعتراضونه روان دي او ورځ تربلې شدت نیسي.

تراوسه پورې ډېرو کمو خلکو راتلونکو ټاکنو لپاره نوملیکنه کړې او علت یې موجوده ناعملي او ناوړه طرحه ده. د وزارتونو د وېش په لړ کې د پوهنې وزارت په سیستماتیک ډول د یوه ګوند په واک کې ورکړل شو چې دی کولای شي د انتخاباتي مرکزونو او موقتو کارکوونکو څخه په ګټنې د معارف کارکوونکو څخه پخپله ګوندي ګټه کار واخلي چې د اندېښنې وړ موضوع ده.

حل لار:

حوزوي، ټک کرسي او وړوکي حوزوي ټاکنې د ډېری ولایتونو د خلکو غوښتنه ده! خو د ټاکنو تش په نوم خپلواک کمېسیون لا ورته روښانه ځواب ندی ورکړی. که په همدې پروسیجرونو او زړو طرحو چې د بې عدالتۍ بوی یې په تېرو پارلماني ټاکنو کې وطن په سر واخیست، بیا ټاکنې وشي. نو په هېڅ صورت سره ولسونو ته دمنلو وړ نه وي او یو ځل بیا به پر ټاکنو چې د ملت حق دی خلک بې باوره شي.

حوزوي ټاکنو په ترسراوي سره د ولس یوه لویه برخه د ټاکنو له حق څخه نه محرومېږي او دوی به په پارلمان کې خپل منتخب استازی ولري. کنه بیا به د تېر ځل د غزني ټاکنې ترې جوړې وي چې یو لوی اکثریت پکې محروم شو. حکومت باید په نظام کې د ځینو کړیو د فرمایشونو پرځای د ولس ارادې او غوښتنې ته غاړه کېږدي. موږ د ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه په کلکه غواړو چې د هېواد د میلیونونو انسانانو حقه غوښتنې چې د (حوزوي ټاکنې) غواړي نادیده نه نیسي او ژر تر ژره دې که ټولو ولایتونو کې نه وي نو د عدالت د تامین لپاره دې ځینو ولایتونو کې عملي کړي. درنښت عدالت ګوند فرهنګي کمېټه عدالت د ټولو لپاره!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *