‎کله چې د یوه هېواد دولت، عام ولس، او سیاسي تحریکونه د نظام جوړښت غواړي ، نو د خدمت د پاره یې هره طبقه رادانګي دا نه ګوري چې څوک او د کوم قوم دی، دا نه ګوري چې ولسمشر د کوم قوم مربوط دی ، د ټولو هلې ځلې او موخې دا وي چې یو پياوړی نظام جوړ کړي چې د سیاسي‌ ، اقتصادي، پوځي، کلتوري لحاظه تر نورو هېوادونو مخکې وي، سیاسي مخالفین د نظام د ړنګېدوپر ځای د نظام د اصلام هڅې کوي، یعنې په ټوله کې مشترکه مبارزه یې د ملي ګټو ساتنه وي.

‎په افغانستان کې څو طبقې وګړي اوسېږي، یوه طبقه غواړي د حکومت ملاتړ وکړي تر څو افغانستان په هر لحاظ له نړۍ سره سیال شي دا طبقه تل غواړي ملي ګټې یې خوندي پاتې شي، او هڅه کوي د افغانستان قومونه یو بل ته نېږدې کړي، د افغانستان د خلکو هویت خوندي پاتې شي.

‎دوهمه طبقه وګړي چې د نظام سیاسي مخالفین دي دوی په تشو ککریو د پردیو په فرمایشونو لومړی د افغانستان په حکومت بې مورده نیوکې کوي،دوی د افغانستان د خلکو اذهان په منفي تبلیغاتو بل لور ته اړوي، هڅه کوي هویتي مسایل رامنځته کړي لکه د برښنايي تذکرو پروسه دا طبقه سیاسون چې مردارۍ یې ‌‌‌‌‌‌ډېرې زیاتې دي، او د بل هېواد جاسوسۍ په خاطر دلته راغلي ددې لپاره چې هویت یې پټ پاتې شي او څرګند نشي چې د پاکستان زوی دی او که د ایران نو دولت ته اخطارونه ورکوي چې که چېرې زما په تذکره د افغان ولیکه زه به دا نظام ړنګ کړم او ځان ته به خپلواک حکومت اعلان کړم ، دا چې زموږ د ‌‌‌‌‌‌ډېرو لږو ‌افغانانو اذهان د پردیو تبلیغاتو ویروس وهلي دوی هم ددې سیاسونو لارې بدرګه کوي، خبر نه چې دا مشر یې خپله دومره په ګندګیو کې ګیر دی که برښنايي تذکره واخلي نو اصلیت به یې څرګند شي.
‎بله طبقه د چوکۍ لیونیان دي ، دا خلک هره ورځ په رسنیو کې چیغې وهي ژاړي، او له یوه نا معلوم درد څخه نالیږي، چې حکومت ولې کادرونو ته چوکۍ نه ورکوي، حکومت کې پوه کسان نشته، حکومت ناکام دی ، او داسې نور تبلیغات ، دداسې اشخاصو تبلیغات زموږ ملي ګټو ته ‌‌‌‌‌‌ډېر غټ زیان رسوي، اړینه ده چې ددې خلکو خولې ور بندې شي، ځکه چې ددوی درد. د خلکو درد ندی ، ددوی درد د چوکۍ درد دی که چېرې دوی ته دنده ورکړل شوه درد یې کرارېږي.
‎بله طبقه د حکومت منفک شوي چارواکي دي کله چې دوی په موقف کې وي هېڅ خبره نشته بهترین دولت مودی او مشروعیت لري هیڅ راز ستونزه نشته ، پولیس مو په خېټه ماړه دي معاشونه یې په وخت ورکول کېږي ، ولسمشر ملي سړی دی ، او داسې نور توصیفونه.

‎خو کله چې د ناکارۍ له وجهې ، دا چارواکی له دندی لرې ګوښه کېږي هره ورځ د دولت رازونه افشا‌‌‌‌‌‌ء کوي دولت ته چلنجونه ورکوي او کلک یې په مخالفت ودرېږي چې دا طبقه تر ټولو مضره ده د افغانستان د خلکو او حکومت د پاره .

‎بله طبقه د افغانستان د حکومت او خلکو وسله وال مخالفین دي چې هره ورځ زموږ بېګناه افغانان شهیدانوي، هره ورځ د اسلام په نوم د ولایتونو خلک په تکلیفوي هره ورځ د پردیو په لمڅون زموږ د امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

‎دې ټولو طبقو ته په کتو سره د افغانستان د حکومت مشران په حقیقت سره چې اتلان او پياوړي خلک دي. ټولو خن‌‌‌‌‌‌ډونو سره سره هره ورځ د یوه نوي پرمختګ شاهدان یو.

‎د افغانستان حکومت سره د ټولو ستونزو د اقتصاد د ودې په خاطر ‌‌‌‌‌‌ډېر لوی کارونه وکړل چې دا بې ساري دي.

‎راځئ چې په دې فکر وکړو څو لسیزو جګړو د افغانستان بنیاد برباد کړ، د ژوند ټولې لارې تړل شوې وې، خلکو د یوه ښه راتلونکي په اړه حتی فکر هم نشو کولی ، راځئ چې بیا چاته اجازه ورنکړو چې د افغانستان سرنوشت 70 کلونو ته یوسي، او یا د حکومت سر نوشت د امان الله خان، داود خان، او ‌‌‌‌‌‌ډاکټر نجیب له سر نوشت سره مخ کړي.

‎راځئ چې د پرديپالو او ملي خاینینو په وړاندې یو موټی شو
‎راځئ یوه شیبه په دې اړه فکر وکړو چې زموږ مشر غني ددې هېواد د خلکو د ښه راتلونکي د پاره څومره هلې ځلې کوي.

‎زموږ امنیتي ځواکونه هره ورځ ددې خاورې په دفاع کې شهیدانېږي. دا هره څه باید ووینو او درک یې کړو، ستونزې به هم تېرې شي خو حالات داسې نه پاتې کېږي دا وطن جوړيږي.

‎د افغانستان ولس که غواړي چې ښه راتلونکی او پياړی نظام ولري نو د شته مشرانو قدر د وکړي.

‎او پرديپالو باندې د دا وطن دومره تنګ کړي چې د اوسېدو ځای ورته پاتې نشي او د تخریب هڅې یې هم ناکامې شي.
‎انشاءالله چې له نړۍ سره به سیالېږو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *