د چهار شنبې په ورځ د جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني یو شمېر سلاکارانو پکتیکا ولایت ته سفر وکړ او د دې ولایت له ولسونو سره یې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې او د پېژندپاڼو د وېش په برخو کې په ستونزو او وړاندیزونو خبرې وکړې.
په مطبوعاتي چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ډاکټر نبي مصداق، د کوچیانو او قومو په چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر علم ګل کوچی، د روغتیا په چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ډاکټر رضوان احمدزی او په ټولنیزو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر دلبرجان ارمان د ننني پلاوي غړي و.
پکتیکا والي محمدالیاس وحدت راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او ددوی راتګ یې په دې مهم وخت کې یوه ستره اړتیا یاده کړه.
ښاغلي وحدت وویل، د پکتیکا ولسونو د خاورې په ساتنه کې بې درېغه قربانۍ ورکړي او په وینا یې، همدا علت دی چې د پکتیکا په ګڼو سیمو کې تر ډېره بریده ډاډمن امنیت تآمین دی.
ښاغلي وحدت زیاته کړه، ولسونه د نوم لیکنې د پروسې او د پېژندپاڼه د وېش په برخو کې له یو شمېر ستونزو سره مخ دي چې په خبره یې اړونده مسؤلین یې باید د حل په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
پکتیکا والي دغه راز له ولسونو هم غوښتنه وکړه چې په دغه ملي پروسه کې په پراخه توګه برخه واخلي.
د پکتیکا ولایت د بېلابېلو ولسوالیو اوسېدونکو د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د پروسې او دغه راز د پېژندپاڼه د وېش په برخو کې خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه وړاندې کړل.
د نوم لیکنې لپاره د ټاکل شوې مودې تمدید او د مرکزونو زیاتېدل، د پېژندپاڼو د وېش پروسې ګړندیتوب او پېژندپاڼو زیاتېدل، د کار کوونکو ډېرېدل او یوشمېر نور مسایل یې له عمده غوښتنو و.
بل لورته په مطبوعاتي چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ډاکټر نبي مصداق د پکتیکا له ولسونو مننه وکړه چې په پوره لېوالتیا سره په یادو برخو کې ګډون کوي.
ښاغلي مصداق د ولسونو غوښتنو او پوښتنو ته ځوابونه وویل او هم یې ستونزې د هواري په موخه له ځانه سره یاداښت کړې.
سلاکار وزیر ډاکټر نبي مصداق زیاته کړه چې حکومت د شفافو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره قوي اراده لري او په خبره یې په دې برخه کې هر ډول ستونزې له منځه وړي.
د یادونې ده، تر دې وړاندې هم د پکتیکا په مرکز او ولسوالیو کې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې او د تذکرو د وېش په موخه له ولسونو سره ناستې ترسره شوې او د عامه پوهاوي له لارې دوی په دغو پروسو کې ګډون کولو ته هڅول شوې دي.