پنځلس وسله وال مخالفين او بېلابېل ډوله وسلې او چاوديدونکي توکي ونيول شول
ننګرهار والي حيات لله حيات د خبري کنفرانس پر مهال رسنیو ته وویل، د ملي امنیت رياست له لوري په جلال اباد ښار او يو شمېر ولسواليو کې د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې ديارلس وسله وال طالبان، دوه داعش او تر شک لاندې دوه تنه د يو شمېر وسلو، مهماتو او چاوديدونکو توکو سره يو ځای ونيول شول.
د دغه کنفرانس پر مهال نيول شوي وسله وال مخالفين او دوی سره نيول شوې وسلې هم رسنيو ته وښودل شوې.
دغه کنفرانس، چې د غبرګولي په ۲مه د ولايت رسنيو دفتر کې جوړ شوی و پر مهال يې ننګرهار والي حيات الله حيات د ملي امنيت رئیس تورنجنرال نظر علي واحدي او خبريالانو ګډون کړی و.
ننګرهار والي حيات الله حيات وويل، چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې د جلال اباد ښار، غني خيلو، سره رود، خوږياڼو، چپرهار او بټي کوټ ولسواليو کې د دوو داعش وسله والو په ګډون پنځلس وسله وال طالبان ژوندي نيولي، چې ور سره موټر بم ته چمتو شوي چاوديدونکي توکي، د ځانمرګي بريد واکسټ يو شمېر سپکې او درنې وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.
نوموړي وویل، چې نيول شويو وسله والو مخالفينو غوښتل، چې په جلال اباد ښار کې پر يو شمېر مهمو ادارو او د نوم ليکنو پر مرکزونو بريدونه وکړي، چې موخې ته له رسيدو وړاندې ونيول شول.
ده زياته کړه، چې ملي امنيت رياست د چپرهار په دولتزيو سيمه کې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې درې وسله وال طالبان د يو ميل روسي درازنوف څلورو شاژورونو سره، يو میل روسی کرينکوف، يو ميل روسی کلاشنکوف د يوولس شاژورونو سره، پنځه حلقې مقناطيسی ماينونه، څلور حلقې لاسي بمونه، دوه پايې مخابرې، درې پرتلې او يولس کپسولونه نیولي دي.هغه وويل، چې يادو نيول شويو وسله والو طالبانو غوښتل، چې په جلال اباد ښار کې د ټاکنو پر مرکزونو بريدونه وکړي.ننګرهار والي حيات الله حيات وويل، چې د ملي امنيت ریاست د غني خېلو ولسوالۍ لنډي چوک سيمه کې د وسله والو طالبانو د وسلو پر يو پټنځای عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې څلور بوشکې چاوديدونکي توکي، لس عدده روسي کپسولونه، سل متره انفجاري لينونه، درې ريموټ کنتروله، پنځه انفجاري بکسې او نور چاوديدونکي توکي ترلاسه کړي او لمنځه يې وړي.
نوموړی وايي، چې ياد چاوديدونکي توکي موټر بم لپاره چمتو شوي و او وسله والو مخالفينو غوښتل، چې په جلال اباد ښار کې پر يوې مهمې ادارې موټر بم بريد وکړي.ده زياته کړه، چې د جلال اباد ښار دويمه ناحيه کې د داعش وسله وال عنايت الله په کور ملي امنيت رياست موظفینو د عملياتو په ترڅ کې نوموړي سره ځانمرګي بريد ته چمتو شوی واسکټ، يو سراچه ډوله موټر، دوه ميله کلاشنکوفونه، دوه ميله تومانچې، د کلاشنکوف او تومانچو شپاړلس شاژورونه او د داعش اړونده ځينې اسناد نيول شوي دي.
هغه وايي، چې په ورته وخت کې يو بل داعش وسله وال، چې په چپرهار ولسوالۍ کې يې تخریبي کړنې تر سره کولې د جلال اباد ښار دويمه ناحيه کې نيول شوی دی.
ننګرهار والي دغه راز وويل، چې تېره شپه ملي امنيت موظفينو د خوږياڼو ولسوالۍ په نوکړ خېلو سيمه کې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې پنځه وسله وال طالبان او تر شک لاندې دوه تنه نيولي.
نوموړي وويل، چې د يادو عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو د وسلو په ډيپو کې يو ميل دهشکه، يو ميل راکټ انداز، دوه کلاشنکوفونه، درې خود ساخته ماينونه، اووه د هشتاد دو مرمۍ او دوه فیره مزايل لمنځه وړل شوي او يو شمېر وسلې او چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
ننګرهار والي حيات الله حيات وويل، چې په ورته وخت کې د ملي امنيت ځانګړو عملياتو په ترڅ کې په سره رود ولسوالۍ او يو شمېر نورو سيمو کې پنځه وسله وال طالبان نيول شوي، چې د يادې ولسوالۍ سربيره يې جلال اباد ښار او يو شمېر ولسواليو کې تخریبي کړنې تر سره کولې.
نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې امنیتي ځواکونه به په ټوان سره د ولسونو سر او مال ساتنې برخه کې جدي اقدامات تر سره کړي.
ننګرهار والي د دې ولایت ټولو ولسوالانو ته سپارښتنه وکړه، چې د خپلو ولسوالیو اړوند بېلا بېلې ستونزې په لیکلي بڼه ولایت مقام ته وسپاري.
ننګرهار والي حیات الله حیات د دې ولایت ټولو ولسوالانو سره د ځانګړې لومړنۍ ناستې پرمهال هغوی ته سپارښتنه وکړه، چې د خپلو ولسوالیو اړوند بېلا بېلې ستونزې په ترتیب سره په لیکلي بڼه ولایت مقام ته وسپاري.
په یاده ناسته کې ولسوالانو د خپلو ولسوالیو وروستي وضعیت په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ، د راتلونکي ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې د ګډون په موخه د تذکرو د ویش، پرمختیايي پروژو، ځینوو لسوالیو ته د تړل شوولارو او یو شمېر نورې ستونزې وړاندې کړې او هم يې د ولایت مقام د نوې رهبرۍ سره د تېر په پرتله د زیاتو اجراتو او همکارۍ ژمنې وکړې.
ننګرهار والي حیات الله حیات وویل په ولایت کې والي او په ولسوالیو کې ولسوالان د ولسمشر استازي دي؛ نو په همدې اساس يې هغوی ته د ولسونوسره د ښه چلند، په چارو کې د رښتینولۍ او شفافیت په اړه جدي سپارښتنې وکړې.
نوموړي زیاته کړه تردې وروسته باید په ولسوالیو کې امنیتي ځواکونه د خوځښت په حالات کې وي څو مجرمینو او ورانکارو ته د فعالیت زمینه برابره نه شي.
حیات ولسوالانو ته ډاډ ورکړ، چې د ټاکنو په تړاو پرتې ستونزې به اړونده ادارې سره د حل په موخه شریکې کړي.
د دوه سوه یو سیلاب قول اردو قوماندان ننګرهار والي سره په امنیتي برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
د دوه سوه یو سیلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزیري،چې د یادې قول اردو د بېلابېلو برخو مسؤلینو یې ملتیا کوله،ننګرهار والي حیات الله حیات سره د هغه د کار په دفتر کې د لیدنې پر مهال په دې ولایت کې د ځآنګړو عملیاتو د ترسره کولو او نورو امنیتي برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
نوموړي وویل،د ملي اردو ځواکونو په مشرۍ ګډو کورنیو ځواکونو په دې ولایت کې د تروریستانو د ځپلو په موخه ځآنګړي عملیات ترسره کړي او د مګړۍ هم په ګڼو سیمو کې جریان لري .
هغه زیاته کړه،په هغو سیمو کې چې اړتیا ولیدل شي، د ننګرهار د نظامي شورا د پرېکړې له مخې به د عملیاتو د ترسره کېدو او نورو امنیتي برخو کې همکاري وکړي.
ننګرهار والي حیات الله حیات د دوه سوه یو سیلاب قول اردو قوماندان ډګرجنرال محمد زمان وزیري څخه مننه وکړه،چې د امنیت په تامین کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
هغه زیاته کړه،ننګرهار ته تر ټولو زیات په امنیتي برخه کې پاملرنه لري او په دې برخه کې د مرکز او ولایت په کچه د امنیتي ځواکونو همغږي او همکاري اړینه ده.
د دې ناستې په ترڅ کې دواړو مشرانو په ګڼ شمیر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې اترې وکړې .
ننګرهار والي وايي هیچاته به په دې ولایت کې د عدلي اوقضايي ارګانونو په چارو کې د لاس وهنې او مداخلې اجازه ورنه کړي.
ننګرهار والي حیات الله حیات په استيناف محکمه کې د عدلي او قضايي نهادونو په جوړه شوې ناسته کې د ګډون پرمهال وویل د خپل ځان په ګډون به هیچاته د عدلي او قضايي ارګانونو په چارو کې د لاس وهنې او مداخلې اجازه ورنه کړي.
په جوړه شوې ناسته کې د ننګرهار استيناف محکمې رئیس عبدالولي قاضي زاده له ننګرهار والي څخه مننه وکړه، چې د لومړني والي په توګه يې د عدلي او قضايي ارګانونو په ځانګړې ناسته کې ګډون وکړ او ډاډ يې څرګند کړ، چې د نوي والي په راتګ او همکارۍ سره به په عدلي او قضايي نهادونو کې شته ستونزې حل شي.
نوموړي د یو شمېر ستونزو شریکولو ترڅنګ وویل په استناف محکمه کې يې د اصلاحاتو رامنځته کیدو په موخه ۱۰۴ تنه قضات تغیر او تبدیل کړي، چې له مخې يې ګڼې ستونزې حل شويدي.
د استيناف محکمې رئیس ننګرهار والي ته په قانوني چارو کې د همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.
د استيناف څارنوالۍ رئیس احمد خالد اوریا په خپله اداره کې د اصلاحاتو او پرمختګونو څخه خبر ورکړ، چې په خبره يې تر دامهاله يې ۱۲ سوه جنايي قضې څیړلي او ډاډ يې ورکړ، چې په خپلو مسلکي چارو کې به چاته د مداخلې اجازه ورنه کړي.
دغه راز د عدلې، نظامي څارنوالۍ، ملي امنیت څارنوالۍ، بشرحقوقو رئیسانو او د محبس مدیر په جلا جلا توګه د خپلو لاسته راوړنو او پرتو ستونزو په اړه معلومات شریک کړل او په حل کې يې له ننګرهار والي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ننګرهار والي حیات الله حیات وویل قانون ترهرچا لوړدی او د ټولنې په ټولو قشرونو به یو شان پلې کیږي او هم يې د عدلي او قضايي ارګانونو له مسئولینو غوښتنه وکړه، چې د ولسونو د خبریدو په موخه دې قضايي پریکړې په علني ډول ترسره کړي.
نوموړي زیاته کړه په ټولنه کې عدلي او قضايي نهادونه د ترازو حیثيت لري باید استقلالیت ته يې د احترام او قدر په نظر وکتل شي.
هغه همداراز وویل د ولایت په کچه د شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې به د عدلي او قضايي ارګانونو د ستونزو په حل کې همکاري وکړي.
د یادونې ده، چې په یاده ناسته کې د جلال اباد ښاروال، د اراضۍ رئیس، د بېلا بېلو دیوانونو رئیسانو او یو شمېر نورو هم ګډون کړی و.
ننګرهار والي وايي په جلال اباد ښار کې د بې نظمۍ مخنیوي او ښاري فرهنګ په رامنځته کیدو کې د ښاروالۍ ترڅنګ ښاریان هم مسئولیت لري.
د ننګرهار والي حیات الله حیات په جلال اباد ښار کې د لاسي پلورونکو سره د لیدنې پرمهال وویل په ښار کې د بې نظمۍ مخنیوي، پاکۍ او د ښاري فرهنګ په رامنځته کیدو کې ښاریان باید له ښاروالۍ سره په ګډه همکاري وکړي.
لاسي پلورنکو وویل لسګونه کالو راهیسې په ښار کې د لښتیو په سرپوخ بېلا بېل توکي پلوري؛ خو پدې وروستیو کې د ښاروالۍ له لوري ورته د کار او بار اجازه نه ورکول کیږي.
ننګرهاروالي حیات الله حیات وویل یو وخت د هېواد په کچه جلال اباد ښار په نظم او ښاري فرهنګ کې ځانګړی نوم درلود، خو اوسمهال د مسئولینو د بې غورۍ او ښاریانو د نه همکارۍ له امله په ښار کې بې نظمي اوج ته رسیدلې.
نوموړي لاسي پلورو نکو ته سپارښتنه وکړه، چې ښاروالۍ سره د ښار په تنظیم کې همکاري وکړي او هم يې ورته د کارو بار لپاره د بل مناسب ځای د برابرولو ډاډ ورکړ.
د جلال اباد ښاروال ریاض الله درمل وویل د ښاریانو له لوري ورته د پلي لارو د بندیدو له امله شکایتونه شوي او تردې وروسته به داسې عواید ترلاسه نه کړي، چې له امله يې ښار د بې نظمۍ سبب وګرځي.
نوموړي زیاته د سړکونو او پلې لارو په سر به هیچاته د کارو بار اجازه نه ور نه کړي او ډاډ يې ورکړ، چې لاسي پلورونکو ته به مناسب ځای په نښه کړي.
د ننګرهار ولایت د تودو سیمو په ښوونځیو کې کلنۍ ازموینه پیل شوه!
د ازموینې د پیل په مراسمو کې چې تېره ورځ د جلال اباد ښار په استقلال لیسه کې جوړ شوي و، د پوهنې رئیس حسیب الله شینواري زده کوونکو او ښوونکو ته د کلنیو ازموینو د را رسیدو له امله مبارکي ووې او له ټولو ښوونکو یی مننه وکړه چې د خپلو درسي پلانونو په پلي کولو سره یې یو کال له زده کوونکو سره زیار ګاللی دی.
د پوهنې ریس زده کوونکو ته د ازموینې د شفافیت ډاډ ورکړ ویی ویل د هر ډول ستونزو او شکایتونو د را ولاړیدو پر مهال د پوهنې ریاست دروازی ستاسو پر مخ پرانستی دي. د پوهنې ریس همدارنګه د دولسمو ټولګیو فارغیدونکي زده کوونکي خپلو راتلوونکو مکلفیتونو ته ځیر کړل ویی ویل د دولسم ټولګي له فراغت وروسته ستاسو د زده کړو په بهیر کې یو بل پړاو پیلیږي او هیله ده دا پړاو هم په بریالیتوب سره پای ته ورسوئ.
دا کلنۍ ازموینې د ننګرهار ولایت د تودو سیمو په ۶۲۳ بابه ښوونځیو کې پیل شوي چې پنځلس ورځې به دوام وکړي او پایلې به یې تر ازموینې یوه اونۍ وروسته اعلان شي.
په بټي کوټ کې د نږدې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یو سړک د جغل اندازۍ چارې پیل کیږي.
د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په ګرداب سیمه کې د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لورې د نږدې ۴ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د د ۱۱ کیلو متره په اوږدوالي د یو سړک د جغل اندازۍ چارې پیل کیږي،چې د مارکو بازار څخه به تر ګړباوې سیمې پورې جغل اندازي شي .
د کلیو پراختیا رئیس مجیب الرحمن ضیاء وویل دغه سړک چی د کلیو پراختیا وزارت د کلیوالی لارو جوړولو د پروګرام له خوا جوړيږي په رغولو سره به یی د یادی سیمی د خلکو د تګ راتګ هغه ستونزی حل شي چی له دی وړاندی ورسره مخامخ وه .
د نوموړي په وینا د سړک جوړولو قرارداد یې د یادې سیمې د پرمختیایي شورا سره لاسلیک کړ او ژر به یې عملي چارې پیل شي .