تاند – د قران کریم ځوان حافظ، سرور ستانکزی، وایي د روژې له اولې راهیسې پنځه شپې سر په سر مولانا فضل الرحمان او مولانا سمیع الحق په خوب ویني چې د وروستیو دوه شپو حالت یې نوموړی سخت نا ارام کړی دی.
ښاغلي ستانکزي دا خبرې په یوه ویډیو کې چې هغه په خپل فیسبوک خپره کړې او په زرګونو خلکو شریکه کړې او په لسګونو زرو خلکو لیدلې ده، کړي دي.

سرورستانکزی چې په سویډن کې اوسېږي او درس وایي له تاند سره په خبرو کې وویل، نوموړی نورو مسلمانانو ته جماعت او تراویح ورکوي او د شپې له مخې په اوداسه ویده کیږي.
په خپره شوې ویډیو کې هغه په مخکې ایښی قران کریم قسم یادوي چې په خپله وینا کې ریښتنی دی او هېڅ دروغ په کې نه وایي.
سرور وایي، د روژې په اولو درې شپو کې یې ولیدل چې د مولانا فضل الرحمان سر د سپي او د مولانا سمیع الحق سر د خره وي. ډېر خلک پرې ورټول وي او دوی یو د سپي په څېر غاپي او بل یې د خره په څېر غاپي (ونګېږي).
نوموړی وایي، په دوه وروستیو شپو کې یې یاد دوه شخصیتونه په نیم لوڅ حالت کې ولیدل چې په څلوري وي او شاته یې نظامي کسان ولاړ وي او هغوی مجبوروي چې د نظامیانو په خوښه خبرې وکړي.
سرور ستانکزی په خپل خوب کې وړاندې ځي او د مولاناګانو حالت ډېر ناوړه یادوي .
مولانا فضل الرحمان او مولانا سمیع الحق په افغانستان کې د روان جنګ، چې هره ورځ په لسګونونو افغانان په کې وژل کیږي او ټپیان کیږي، افغاني تاسیسات په کې ویجاړيږي او خلک کډه کېدلو ته مجبورېږي، ملاتړ کوي او جهاد یې بولي، په داسې حال کې چې ویل کیږي دغه دواړه شخصیتونه د پاکستان پوځ او نظامي استخباراتو (آی اېس آی) سره نژدې اړیکې لري.
قاری صیب تاسو دا د آی اس آی مولانا ګان په خوب کې وینئ چې سرونه یې د خرو اوسپیو دي ، خو مونږ یې هره ورځ د سر په سترګو وینو چې دوي وحشي ځناور دي او د مظلومو افغانانو غوښې خامې خوري ، د هغوي په وینو څښلو نه مړيږي . د دغو ځناورو له لاسه هره ورځ په سلګونه افغانان په یو او بل نوم وژل کيږي.
الله ج دې د روژې مبارکې میاشتي له برکته د مظلومو افغانانو انتقام له دوی ، د دوي له پیروانو او له هغوي چې د دوي ملاتړ کوي او یا یې امرونه پرځاي کوي ، واخلي.
قاري صیب په دې کې شک نشته چې دواړه حیوانات یا وحشي ژوي دي مونږ یې هره ورز په سر سترګو وینو خو خوب لیدل او بیا لکه څرنګه چې تاسې لیدلی
خوب لیدل څه دي؟
د ساینس له مخې سترګې انځور اخلي او د مغز هغې برخې ته یې لېږدوي چېرې چې هر څه لیدل کیږي لنډ مثال یې د امریکا پاکستان الاصل امریکایي ډاکټر جوړې کړې عینکې دي چې ړانده کسان پرې لیدل کولای شي دا عینکې د سترګو په ځای انځور اخلي او له عینکو د غوږ له لارې یو سیم د مغز هغې برخې ته انتقال شوی چې لیدل کوي. انسان چې کله ویده وي د مغز یوه برخه یې ویښه پاتې کیږي کوم چې خودمختاره چارې لکه نفس اخیستل، زړره ډبول خوب لیدل او داسې نورې چارې ترسره کوي کوم خلک چې ډېره اندېښنه کوي له ویده کېدو وروسته یې اندېښنه په خوب بدلیږي دا ډول خلک وروسته د سټرس سخته ستونزه هم پیدا کولای شي چې بېرته نورمال حالت ته راګرزېدل یې اسانه چاره نه وي.
که چېرې دا ډول بد خوبونه مو ادامه پیدا کړي هرو مرو یې له ارواه پوهه او وروسته د ارواه راپور له ځان سره یو پسیکتریک یا د عصابو ډاکټر ته یوسی چې درمل درکړی کنه خدای مه کړه صحت به مو خراب کړي. او بل کوښښ وکړه چې د افغانستان غمجنې ویډیوګانې او انځورونه زېات ونه ګورې ځکه چې حالات بدلول زما او ستا وس کې ندي او دا بې وسي مو سخت زورولی او په لویه ستونزه کې ګیر کولای سی زما یو علمي نظر وو چې درسره مې شریک کړ هیله ده چې څوک منفي رنګ ورنکړي
په درنښت
خو که هرڅنګه دي زموږ ټالبانو ته د تل لپاره سر پر ستر قبول دي
ددې نه باېد ټول پاکستانیان او هم افغانان عبرت واخلي چې د بیګناه افغانانو د قاتلانو د ملاتړ څخه لاس واخلي ځکه دا ملایان ندي دا شیطانان دي او مسلمانان تیرباسي د اسلام په نامه. ددوی په خبره دې باور نکوي چې الله پاک به مو په دواړو جهانو برباد کړي.