تاند- په افغانستان کې د امریکا پوځ وايي چې په هلمند ولایت کې یې د طالبانو د مهمو قوماندانانو په غونډه بمباري کړې ده.

امریکايي پوځیانو نن /پنجشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د هلمند ولایت په موسي کلا ولسوالي کې طالبانو په خپله غونډه کې په دې خبرې کولې چې پر هغو افغان ځواکونو څه ډول د حملو پلانونه جوړ کړي چې د انتخاباتو د امنیت مسوولیت په غاړه لري.

د افغانستان په جنوب کې د امریکايي پوځیانو قوماندان جنرال بنجمین واټسن ویلي«موږ د خپلو افغان متحدانو د ملاتړ لپاره دا هدفمن او ځپونکی برید وکړ څو زموږ د افغان متحدانو تهاجمي دریځ غښتلی شی.»

د جنرال واټسن په وینا دا بمباري نه یوازې د طالبانو د بریدونو د مخنیوي لپاره شوې، بلکې افغان ځواکونو ته هم دا وړتیا ورکوي چې پر دښمن فشار زیات کړي.

امریکايیي پوځیانو په هلمند کې د طالبانو پر غونډې د بمبارۍ د احتمالي مرګ ژوبلو په اړه جزییات نه دي خپاره کړي.

طالبانو تایید کړې چې د دوی تر کنټرول لاندې سیمه باندې بمباري شوې ده.

قاري یوسف احمدي ادعا کړې چې په دې بمبارۍ کې دوه کورونه لګېدلي او په نتیجه کې یې دوه ملکیان وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *