تاند- د امریکا د مرستو د کمېدو له کبله پاکستان له اقتصادي بحران او رکود څخه د وتلو لپاره چین ته پناه وړې او له چینايي بانکونو څخه یې یو ملیارد دالره پور اخیستی دی.

د بریتانیا د فیننشل ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان د مرکزي بانک ريیس طارق باجوه ومنله چې له چینايي بانکونو څخه یې د دې لپاره پورونه اخیستي چې هیواد له اقتصادي بحرانه وژغوري.

په راپور کې ویل شوي، پاکستان هیله لري چې له چین سره به اقتصادي، ترانسپورتي او پوځي همکارۍ زیاتې کړي.

تېر کال د پاکستان اسعاري زېرمه څه باندې ۱۸ ملیارد ډالرو ته رسېده خو سږ کال تر ۱۱ ملیارد ډالرو لږه شوې ده چې دا له افغانستان سره برابره ده.

پاکستان ۲۰۶ ملیون نفوس لري.

پاکستان هڅه کوي چې له چین څخه په ترلاسه کړیو پورونو تر جریمه کېدو مخکې خپل ځینې نور پورونه، چې د پرې کولو وخت یې پوره شوی، ادا کړي.

چین د پاکستان د بنسټونو د پراختیا او د اقتصادي دهلېز د جوړولو لپاره د ۴۸ ملیارد ډالره پانګونې ژمنه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *