تاند- د بدخشان اوسېدونکي او ځینې چارواکي وايي چې د ناټو ځواکونو تېر ماښام په فیض اباد ښار کې د والي د دفتر، د پولیسو د ماموریت او د خلکو د کورونو ترمنځ هوايي برید وکړ.
د فیض اباد ښار اوسېدونکي وايي، د دې بمبارۍ، چې د پنجشنبې په ماښام وشوه، په هدف نه پوهېږي ځکه چې د بمبارۍ په ساحه کې نه د دولت وسله وال مخالفان موجود ول او نه دا ناامنه سیمه ده.
د ښار اوسېدونکي وايي، د ماښام لمونځ یې ادا کړی وو او له جوماتونو څخه په وتلو ول چې لوړ ږغونه یې واورېدل.
په فیض اباد کې د دې بمبارۍ له کبله چا ته د تاوان اوښتو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی خو له دې سره په یو وخت د بدخشان په کشم ولسوالي کې د دولت وسله وال مخالفان بمباري شوي دي.
په همدې حال کې د بدخشان والي احمد فیصل بېګزاد وايي چې د غوڅ ملاتړ ماموریت مسوولانو ورته ویلي چې د فیض اباد بمباري یوه تېروتنه وه.
بېګزاد وویل چې بهرنیو پوځیانو ته یې ویلي چې له دقته کار واخلي او بیا داسې تېروتنه ونه کړي.
په تېرو ۱۷ کلونو کې د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې بهرنیو پوځیانو په ځلونو دا ډول بمبارۍ کړي چې له کبله یې ډېر ملکیان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.