۱۳۹۷/۳/ ۴ جمعه
د پوهنې ریاست او سیمې قومي مخورو سره په ګډې همکارۍ د اریوب خیریه انکشافي بنسټ په مالي ملاتړ د پنځلس میلیونه افغانیو په لګښت د ځاځي اریوب ولسوالۍ ګل غونډۍ سیمې کې د نجونو عالي لیسې ته وداني جوړیږي. یاده ودانۍ په دوه پوړونو کې طرحه شوې چې ۱۳ خونې به لري، چې په لس خونو کې به یې درسي او دریو نورو خونو کې به یې اداري چارې پر مخ وړل کیږي. چې ټولټال به شاوخوا پنځه سوه زده کوونکې په کې په یو وخت خپلې زده کړې پر مخ وړلی شي.
د پوهنې رئیس استاد کوچی ځاځي چې د پنجشنبې په ورځ د همدې لیسې د ودانۍ د جوړیدو چارو څخه د نږدې کتلو په هدف ځاځي اریوب ته تللی وو وویل:
(( زه لومړی د اریوب خیریه انکشافي بنسټ څخه مننه کوم چې دوی دې ښوونځي ته ودانۍ جوړوي، او بیا ددې سیمې له قومي مخورو، ځوانانو ډیر منندوي یم چې دوي د پوهنې په برخه کې زمونږ سره همکار دي))
د پوهنې رئیس وړاندې وویل چې له همدې ځایه په نورو پکتیاوالو هم غږ کوم چې د پوهنې په برخه کې له مونږ سره همکار اوسي، تر څو په پوهنییزه برخه کې زیاتې ستونزې له منځه لاړې شي.
د همدې لیسې آمر محمد طاهر اصولي زیاته کړه چې ددې سیمې ټولې زده کوونکې چې شمیر یې شاوخوا ۳۰۰ تنو ته رسیږي د ودانې نه موجودیت له کبله له زیاتو ستونزو سره مخ وې، خو ددې ودانۍ د جوړیدو سره به ددي زیاتې ستونزې لمنځه لاړې شي.
نوموړي د پوهنې ریاست چارې وستایلې او د یاد ریاست له رهبري څخه یې هیله وکړه چې دې لیسې ته دې په راتلونکي کې خاصه پاملرنه وکړي.
دا لومړی ځل نه دې چې د پوهنې ریاست په هلو ځلو د سیمې اوسیدونکي پخپله په خپلو سیمو کې ښوونځي ته ودانۍ جوړوي بلکې له دې وړاندې هم د زرمت ولسوالۍ یو تن قومي مشر حضرت محمد ددې ولسوالۍ د تروې لومړني ښوونځي ته د پوهنې وزارت د نقشې مطابق نوې ودانۍ جوړه کړې، چې شپږ درسي خونې لري او ودانۍ یې په یونیم جریب ځمکه باندې جوړه شوې. چې شاوخوا یو عشاریه دوه میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی وو.