په پکتیا ولایت کې د پوهنې ریاست او سیمه ییزو چارواکو د هڅو او ولسي وګړو د مرستې په پایله کې ۱۱ ښوونځي پرانیستل شول.
یاد ښوونځي له تېرو ۴ کلونو راهیسې تړلي و. ددې ښوونځیو د تړل کېدو لامل د ټولګیو د نصاب نه پوره کېدل او هغو ته د ماشومانو نه تګ ښودل شوی دی.
اوس د سیمې خلک په دې قانع شول، چې خپل ماشومان به ښوونځیو ته استوي او په دې ډول دغه ښوونځي، چې لاندې یې نومونه دي پرانیستل شول:
1-      د الحاج سید عبدالقیوم شاه افضلي ښوونځی- د پکتیا مرکز- ګردیز
2-      د ملک جلال لومړنی ښوونځی- د پکتیا مرکز- ګردیز
3-      سره خاوره د نجونو لومړنی ښوونځی- وزې ځدراڼ ولسوالۍ
4-      د باخېلو د نجونو لومړنی ښوونځی- ښوواک ولسوالۍ
5-      د سبق نسوانو لومړنی ښوونځی- ښوواک ولسوالۍ
6-      د غلګي لومړنی ښوونځی- ښوواک ولسوالۍ
7-      د کځګۍ لومړنی ښوونځی- ګرده څېړۍ ولسوالۍ
8-      د ښاخېلو منځنی ښوونځی- ګرده څېړۍ ولسوالۍ
9-      د معصوم زرمتي لومړنی ښوونځی- زرمت ولسوالۍ
10-  د زوړ کوهي لومړنی ښوونځی- زرمت ولسوالۍ
11-  د حاجي کابل لومړنی ښوونځی- زرمت ولسوالۍ
پوهنې وزارت دا یوه ستره لاسته راوړنه بولي او له ټولو هغو کسانو مننه کوي، چې په دې اړه یې مرسته کړې ده. ښوونځي د خدای او هیواد پېژندنې مرکزونه دي، چې هر ماشوم په کې د زده کړو حق لري او زموږ هر یو یې د پرانیست ساتلو مسئولیت لرو.
پوهنې وزارت ژمن دی، چې د هیواد ټولو بچیانو ته د یو ډول او ښو تعلیمي خدماتو په رسولو کې هڅې وکړي او پرېنږدي، چې زموږ بچیان له زده کړو محروم پاتې شي.
 
درنښت
د اړیکو او عامه پوهاوي ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *