دوه میاشتې وشوې چې خیبر پښتونخوا او پاکستان کې پښتانه د خپلو حقونو د لاسته راوړلو لپاره راپورته شوي دي، په دې موده کې خواره واره پښتانه سره راټول شوي، خو لا هم نه دي توانیدلي چې له پاکستان خپل حقونه ترلاسه کړي.
پاکستان د پښتون خوځښت غوښتنو ته ځواب نه وايي او تر څنګ یې هڅه کوي چې پښتون خوځښت په یو او بل نوم بدنام کړي او غږ یې چوپ کړي.
له پښتنو سره د پاکستاني رسنیو دښمني
له هغې ورځې چې پښتانه راپورته شوي او د پآکستان په تاریخ کې یې تر ټولو لوی غونډې کړي، تراوسه پاکستاني رسنیو د پښتنو له هیڅ غونډې راپور هم نه دی جوړ کړی، په داسې حال کې چې پاکستاني ټولې رسنۍ یوه کوچنۍ غونډه باندې یوه ورځ ژوندۍ خپرونې کوي.
د پآکستان رسنۍ د څارګرې ادارې تر امر لاندې فعالیتونه کوي او اجازه نه ورکوي چې د هغه اعتراضونو غږ را واخلي چې د پآکستاني ریاست او پوځ خلاف راپورته شوي دي.
پاکستانۍ رسنۍ چې د پښتون خوځښت غږ په پاکستانۍ ميډیا کې بند کړی دی، ښکاره خبره ده چې د پاکستان لپاره یې ګټه کړې او پښتنو لپاره تاوان، خو بیا هم د پښتون ژغورنې خوځښت سم روان دی او هره غونډه کې یې لسګونه زره پښتانه برخه اخلي.
پاکستاني ریاست، پوځ او استخباراتو له هرې ممکنې لارې کار واخیست چې د پښتنو غږ چوپ کړي او هغه غونډې او لاریونونه چې د پآکستان د حکومت پرضد ترتیب شوي، بیا هیڅ په نړیواله کچه انعکاس پیدا نه کړي.
پاکستان حکومت په دې کار توانیدلی او ټولې رسنۍ یې داسې کړي چې فکر کوې په پاکستان کې خیر خیریت دی او هیڅوک د خپلو حقونو لپاره نه دي راپورته شوي او یا پاکستان له کوم بحران سره مخ کیدونکی دی، پاکستانۍ رسنۍ دا کار ځکه کوي چې د پآکستان د څارګرې ادارې په پيسو چلیږي او هیڅ داسې قدم نه شي اخیستلی چې د پوځ او پاکستاني حکومت په تاوان وي.
له بده مرغه په پاکستان کې د پښتنو په نوم ځینې رسنۍ شته چې د هغوی غږ هم د پآکستان څارګرې ادارې بند کړی او دا جرات نه شي کولای چې د پښتنو له غونډو او لاریونونو راپوربرابر او خپور کړي، پښتنو په دې اعتراضونو کې یوه بله ګټه دا وکړه چې خپل پټ دښمنان یې هم مالوم کړل.
ټولنیزې رسنۍ د پښتنو لپاره د غږ رسونې ځای
پاکستاني رسنیو خو خپل کار او رزالت وکړ، خو پاکستان په دې و نه توانید چې د پښتون خوځښت او پښتنو پروړاندې ټولنیزې رسنۍ وتړي، پښتون خوځښت په ټولنیزو رسنیو کې فعال کسان لري او د هرې غونډې اجنډا، بیان او اعلان پکې تر هر چا رسیږي.
ټولنیزو رسنیو کې د پښتون خوځښت هره غونډه په ژوندۍ بڼه نشریږي او د دې تر څنګ د پښتون خوځښت د مشر منظور پښتین هره بیانیه په فیسبوک او ټویټر باندې په ژوندۍ بڼه راځي او لسګونه زره کسان یې په یو ځل ننداره کوي.
د پښتون خوځښت رضاکاره ځوانان په ټویټر او فیسبوک کې په منظم ډول د پښتنو د حق غوښتنې غږ پورته کوي او وروسره د پښتنو د یووالي او منسجم کولو لپاره له ټولنیزو رسنیو زیات کار اخلي او په دې سره یې د رسنیو تشه ډکه کړې ده.
پاکستاني حکومت دا کار هم وکړ، هڅه یې وکړه چې د پښتنو په ځینو لویو غونډو کې فیسبوک او ټویټر وتړي، خو په دې کار بریالي نه شول، د پښتون خوځښت د کراچۍ جلسه دریمه لویه جلسه وه چې د پاکستان په تاریخ کې یې ترسره کړه.
د پښتون خوځښت لومړۍ جلسه په پېښور، دویمه په سوات او دریمه هغه یې کراچۍ کې وه چې د هرې جلسې رسنیز پوښښ په ټولنیزو رسنیو کې شوی او هغه غوښتنې او خبرداري چې د پاکستان له حکومت شوي، تر نړیوالو رسیدلي دي.
د پښتون خوځښت غږ به نه بندیږي
پښتانه اوس پوه شوي دي چې که یو نه شي، یو ـ یو وژل کیږي، نو همدا لامل دی چې ټول په یو اتفاق تر یو شعار لاندې د یو رهبر تر چتر لاندې سره راټول دي او پرته دې چې امکانات وسنجوي، د ولس په ملاتړ باندې مخ پروړاندې روان دي.
د پښتون خوځښت د بریا لوی لامل همدا دی چې د ولس له منځه راپورته شوي کس ولسي حرکت پيل کړی او هیڅ سیاسي او قومي سوداګر ته یې پکې ځای نه دی ورکړی، نو د پښتون دې خوځښت ته لویه تمه شته چې په خیبر پښتونخوا او پاکستان کې به د پښتنو حقونه لاس ته راوړي او پښتانه به ارمان ته ورسوي.
که پاکستان دې خوځښت ته کم ګوري او یا یې ګواښ نه یادوي، دا به د پاکستان د پوځ، استخباراتو او ریاست لویه تېروتنه وي چې بیا جبران کول به یې ناممکن وي، ځکه پښتانه په حقه راپورته شوي او په سوله ییز ډول باندې هغه حقونه غواړي، کوم یې چې په پاکستان حق دی او که دا حقوق ورته و نه رسیدل، بیا به پښتون خوځښت نړیوالو ته هم ملامت نه وي او د پآکستان ولس ته به هم ملامت نه وي.