ارشیف

دا ښکاره خبره ده چې د روژې مبارکه میاشت د خدای پاک تر ټولو غوره میاشت، د قرآن اعظیم الشان د نازلیدو او تر ټولو سپیڅلي میاشت ده، په دې میاشت کې د مسلمانانو پرمخ د جنت دروازې پرانستل کیږي او د دوزخ دروازې بندې کیږي، د اسلام ستر پیامبر حضرت محمد مصطفی(ص) د روژې د فضیلتونو او عظمت په اړه فرمایلي: ای د خدای بنده ګانو! د خدای میاشت له رحمت، بخښنې او رحمت سره ستاسو په لور راغلې ده، هغه میاشت چې د خدای په نسبت تر ټولو غوره ده، ورځې یې تر ټولو ښې ورځي او شپې یې هم تر ټولو غوړه شپي دي او ساعتونه یې هم تر ټولو غوره ساعتونه دي، د خدای میلمستیا ته بلل شوي یاست. د اهل کرامت په لړ کې راغلي یاست، په دې میاشت کې ستاسو سا اخستل، تسبیح، ستاسو عبادت، نور عملونه هم غوره او دعاګاني مو قبولي دي، نو په پاک زړه او ښه نیت پرودګار یاد کړي، خو بد بخته انسانان هغه کسان دي چې په دې سترې میاشت کې د خدای له بخښنې محروم شي.

خو بد بختانه چې سره له دې هم د هیواد او ولس دښمنانو د تیرو جنایتونو په څیر بیاهم د روژې مبارکۍ میاشتي په پیلیدو سره سم افغان ولس ته درد او غم ډالۍ کړ، دا په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رییس د روژې مبارکۍ میاشت ته د درناوې په موخه د یو پیغام په ترڅ کې هم له ټولو وسلوالو مخالفو ډلو څخه وغوښتل چې د افغانستان د خلکو د سولې غوښتنی غږ ته لبیک ووایي، یا لږ تر لږه د روژې مبارکۍ میاشتي ته په درناوې له جګړی، تاوتریخوالي او انسان وژني څخه لاس واخلي، خو له بده مرغه دغو ترهګرو او انسان وژونکو ډلو په جلال آباد ښار کې د تیره شپه د کرکت په لوبغاړي کې چې د رمضان کپ تر نامه لاندې سیالي رواني وي د درې پرلپسي تروریستی بریدونو په تر سره کولو سره د یو شمیر لوبغاړو په ګډون زمونږ په لسګونو تنه مظلوم او بې ګناه هیوادوال شهیدان او ټپیان شول، دغه ترهګری او انسان وژونکي ډلي چې دیني ارزښتونو او مبارکو ورځو ته هیڅ ډول درناوې نلري، یو ځل بیایې د خپلو بادارانو په اشاره د روژې په مبارکه میاشت کې یې یو ستر بشری جنایت او نه بښوونکی عمل تر سره کړ او د افغان ولس پر وړانډې بیا هم خپله دښمنۍ او بې رحمۍ ثابته کړه، دهغوي دغه خونړی عمل په هیڅ دین او ائین کې د توجیه وړ نه دی، څنګه چې الله تعالی فرمایلي: (وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا ) سوره نساء آيت 93 . ژباړه: څوک چې یو مومن په قصد سره قتل کړي دهغه سزا تل پاتی دوزخ دی، او الله تعالی خپل عذاب پر هغه نازل کوي، هغه له خپل رحمت څخه بې برخی کوي او دهغه لپاره لوی عذاب دی.

خو له بده مرغه چې د طالب او داعش په نامه ترهګري ډلي تل دغه شان ناخوالی او کرغیړنی پیښی زمونږ د ولس پر وړاندې ترسره کړی او د افغانانو په وژلو یې خپل باداران خوشحاله کړي ، افسوس پداسی افغان چې د پردیو اهدافو په خاطر د مظلومو افغانانو نه قربانی اخلی او بیا د جهاد نوم ورکوی حال داچې د اسلام مقدس دین هیچاته اجازه نه ورکوي ترڅو د یو بیګناه او بی دفاع انسان ژوند ته زیان ورسوی.

په پای کې د دغې خونړۍ او دردونکي پیښي شهیدانو ته د لوی څښتن تعالی له بارګاه څخه د جنت فردوس او ټپیانو ته یې عاجله شفاء او د پیښي عاملینو ته د جهنم غوښتنه کوو، الله تعالی دی د افغانستان د مظلوم ولس دښمنان په خپل قهر او عذاب کې اخته کړي، آمین.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *