امېد حیران

د پاکستان لخوا د اوسنیو قبایلي سیمو د اشغال کیسه!؟

څنګه چې ډیورنډ فرضي او موقته کرښه ده، همدارنګه د فاټا یو ځای کېدل هم فرضي دي.

فاټا مخکې هم زموږ له ولکې نه وتلې وه، قبایلو ته هغومره پام نه و، لکه څومره چې د شهید ډاکټر صیب او داوود خان د واکمنۍ پرمهال و.

اصلي موضوع دا ده چې موږ برني په هر لحاظ کمزوري یوو، بحراني حالت کې یوو، خو دا د دې مانا نلري چې موږ دې له خپلې برحقې او ملي داعیې نه تېر شو.

خیبر پښتونخوا سره د قبایلي سیمو(فاټا) یو ځای کېدل همداسې یوه موضوع وګڼئ، لکه د لوی افغانستان وجود څخه د ډیورنډ پواسطه د پښتونخوا بېلول.

هېڅ اصيل لروبر افغان دا نه مني چې پرقبایلو دې د پنجاب ولکه وي. که نن وي که سبا وي لروبر افغانان به یوځای کېږي، خو وخت غواړي.

تېرو اوه لس کلونو کې پاکستاني استخباراتو په سلګونه قبایلي قومي مشران شهیدان کړل، مبارز ځوانان لکه نقیب الله مسید یې په مرموز ډول ووژل او ځینې یې زنداني کړل، هلته پاکستاني ظالم پوځ او د ناټو بې پیلوټه الوتکو بشپړ کلي له منځه یوړل، قبایلي سیمو کې پوهنې، روغتیا، پاکو اوبو، سړکونو، لوړو زده کړو او امنیت ستونزې پراخه وې، هلته خلک د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې برخې وو.

د لوی افغانستان تاریخي پلازمېنې کابل واکوالو ته پکار دي چې د قبایلو په اړوند تاریخي موضوع راوسپړي، خپل موقف اعلان کړي، هغوی سره خپله خواخوږۍ څرګنده کړي او لږ تر لږه موضوع رسنیزه کړی.

قبایلي مشرانو او سیاسي ګوندونو، مدني بنسټونو او باشعوره ځوانانو ته پکار دي چې ددې ناوړه دسیسې پروړاندې ودرېږي، خپله صوبه یي خودمختاري وغواړي او د منظور پشتین د پاکې مبارزې په اجنډا کې د فاټا موضوع ورګډه کړي.

فعلاً که خیبر پښتونخوا سره هم یوځای کېږي، شرایطو ته په کتو باید خپلو سیمو ته له پنجابي حکومت څخه هغه اسانتیاوې وغواړي کومې چې پنجاب لري

دوی باید په مورنۍ ژبه زده کړې وغواړي!

تاریخي کتابونه باید ددوی د مشرانو شهکارونه او د مېړانو نمونې وي. پاکستان فکر کوي پدې چارې سره به قبایل خپل کړي او افکار به یې له ازادي غوښتنې مبارزې نه منحرف کړي. خو وبه نه توانېږي.

دا چارې موقتي دي، موږ د لروبرو یوځای والي تاریخي او بحقې داعیې ته په نړيواله کچه مبارزه کوو.

دواړو خواوو ته لږترلږه لوړی (ژوندون) غواړو! بیا نور حقوق، اوس حداقل موږ دواړه خواوې د نیابتي او پنجابۍ جګړې ښکار شوي یوو لومړی باید ژوند وغواړو، ژوندون تضمین کړو او بیا د ښه او باعزته ژوند کولو لپاره مبارزه وکړو! قبایل باید له هغه حالته وژغورل شي، لکه د افریقا او انترتیکا په ځینو ټاپوګانو کې چې هغه ځنګلي قبایل کوي. موږ باید متمدن او پوه شو بیا د خپلو حقونو په تضمین پوهېږو.

ژوندی دې وي لوی افغانستان

مړه دي وي د لروبر دوښمنان!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *