تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په درست هیواد کې د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو د میزان د میاشتې د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د نومونو ثبت پیل کړ.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ريیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د نوماندانو د نوم ثبتولو بهیر نن/ شنبه/ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې اعلان کړ.

ده وویل چې کمیسیون یې د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره بشپړه تیاري نیولې او انتخابات به په خپل وخت؛ د میزان په ۲۸ مه /اکتوبر۲۰/ ترسره شي.

صیاد د خپل کمیسیون پر مستقل توب تاکید وکاوه، ویې ویل چې هیڅ اداره، حکومت، ډله، ګوند او زورواک به پرېنږدي چې د انتخاباتو په چارو کې لاس ووهي.

راپورونه وايي چې د تېرو انتخاباتو په پرتله لږ خلک حاضر شوي چې د رای ورکوونکو په توګه نومونه ثبت کړي.

د انتخاباتو کمیسیون وايي چې تراوسه نژدې ۳ ملیون تنو رای ورکوونکو نومونه ثبت کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د رای ورکوونکو د نوملیکنې پړاو یوازې ۷ ورځې وروسته /د جوزا ۱۲/ پای ته رسېږي.

د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون د کړنلارې او د انتخاباتو د قانون پر اساس د ولسي جرګې د کاندیدانو لپاره دا شرطونه ټاکل شوي چې باید د افغانستان تابعیت ولري، ۲۵ کلن وي او د محکمې له لوري مجرم نه وي پېژندل شوی.

د ولسي جرګې هر نوماند همداراز ملزم دی چې د خپلو ۱۰۰۰ تنو پلویانو سټېکرلرونکې تذکرې او د هغو د ګوتو نښې کمیسیون ته وړاندې کړي.

د ولسوالي شوراګانو نوماندانو ته پکار ده چې لږترلږه یې دوولسم لوستی وي او له سلو تر ۳۰۰ سټېکرلرونکې تذکرې او د همدومره کسانو د ګوتو نښې کمیسیون ته وښيي.

د جُرمي سابقې نه لرل او د افغانستانت د تابعیت لرل هم د ولسوالي شورا د نوماندانو لپاره شرطونه دي.

د منل شویو کاندیدانو لیست به د سرطان په اوومه خپور شي او د شکایتونو د بهیر له بشپړېدو وروسته به د اسد په ۱۲ مه نهايي لیست اعلان شي.

One thought on “د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو لپاره نومونې پیل شوې”
  1. هیله ده چې نوي کانديدان:
    د افغانستان اساسي قانون او نور قوانین پر ځان ومني، متعصب نه وي ، د افغانستان د ورونو قومونو ترمنځ په تبعیض او نفاق اچولو متهم نه وي. د جرم ترڅنګ بشري جنایت یې نه وي کړي . په فساد او اختلاس کې لاس ونه لري. د پردیو استخباراتي او جاسوسي سازمانونو غړیتوب ونه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *