تاند- د ګاونډي هیواد تاجکستان نفوس تېره شپه ۹ ملیونو ته ورسېد.

وروستی تاجک، چې ورسره د دغه هیواد نفوس ۹ ملیونو ته ورسېد، د پلازمېنې دوشنبې په یوه زېږنتون کې دنیا ته راغی.

د دې خبر د خپرېدو په شېبه کې د تاجکستان نفوس (9,089,431) ته رسېدلی و.

د تاجکستان د دولتي احصاییې له مخې، د دې هیواد نفوس په کال کې ۲ لکه زیاتېږي.

د دې هیواد نژدې ۳ ملیونه وګړي له یو تر ۱۴ کلونو ترمنځ عمرونه لري.

په ۲۰۱۰ م کال د تاجکستان نفوس ۷ ملیونه او ۴ لکه ۱۷ زره تنه و.

بل ځل به په تاجکستان کې په ۲۰۲۰ م کال سرشمېرنه کېږي.

تاجکستان د افغانستان ترڅنګ له چین، قرغیزستان او ازبکستان سره پوله لري.

تاجکستان د ۱۹۹۱ د سپټمبر تر ۹ پورې د پخواني شوروي اتحاد یو جمهوریت و او له دې نېټې وروسته د نړۍ په نقشه کې د خپلواک هیواد په توګه څرګند شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *