د هیواد سرښندونکو او میړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو وروسته له هغه چې طالبانو د خندق تر نامه لاندې دعملیاتو اعلان وکړ او د سیمي د استخباراتي کړيو په ملاتړ یې د فراه ښار په ګډون په فاریاب، بغلان، غزنی، پکتیا، بدخشان، ارزګان، غور او … ولایتونو په ځینو سیمو او ولسوالیو باندې ډله ییز بریدونه وکړل.
له دې سره په یو وخت په کابل ښار، جلال آباد، هلمند، کندهار او ځینو نورو ښارونو کې د ځانمرګو او ترهګریزو بریدونو په ترسره کولو سره د ښځو ، ماشومانواو د ورزش د لوبغاړو په ګدون زمونږ یو شمیر مظلوم او بی ګناه هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل.
د طالب او داعش ترهګرو او انسان وژنکو ډلو او د سولې او ثبات دښمنانو د ځپلو او له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې افغان زړه ورو ځواکونو پراخ چاڼیز او پوځي عملیات پيل کړي او په دغو عملیاتو کې امنیتي ځواکونه ډیري ښې لاسته راوړنې لري.
د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د سولې او ثبات دښمنان له سختې ماتې سره مخ شوي او ورځ تر بلې ورځ کلي او بانډې د دغو ترهګرو ډلو له شتون څخه پاکیږي او په سیمه کې د امنیتي ارګانونو مسوولین هم د دې ډاډ ورکوي چې افغان امنیتي ځواکونه په هوایی او ځمکنۍ برخه کې په ښو او پرمختللو جنګي وسایطو او وسایلو سمبال شوي.
افغان ځواکونه ډاډه دي چې د هیواد دښمنان به په هيڅ ځای کې په امان کې ورڅخه پاتي نشي او ځپونکی ګوزارونه به ورباندې وکړي.
له نیکه مرغه اوس مهال زمونږ ولس پوره باور لري چې د طالب او داعش ترهګري ډلي له امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړي توان له لاسه ورکړي او تل هڅه کوي چې یو لړ غلچکي او تروریستي بریدونه تر سره کړي.
د داعش او طالبانو ترهګرو ډلو غلچکي بریدونو زیات قربانیان ملکي وګړي او په دې ډول بریدونو سره خپلو بادارانو ته ځان نږدي کوي او د اسلام تر نامه لاندې اسلام نوم بدی کوي.
همدا رنګه هغه سیمي او ولسوالی چې له څه مودې راهیسي د ترهګرو ډلو لخوا له امنیتي ګواښوونو سره مخ وي، په دې وروستیو کې د افغان میړنیو امنیتي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په پایله کې د وسلوالو ترهګرو ډلو له شتون څخه خلاصي او د امنیتي ځواکونو تر تصرف لاندې راغلي.
عملیاتو کې وسلوالو ډلو ته درنه مرګ ژوبله اوښتي او د تښتي په حال کې دي او امنیتي ځواکونو د دوي لا ځپلو په موخه په خپلو چانیزو او پوځي عملیاتو ته شدت ورکړی ترڅو هغه سیمي چې د دوي تر ګواښ لاندې دي د تل لپاره د دوي له شتون او ګواښ څخه آزادی او خلکو ته د یو سوکاله او آرامه ژوندان زمینه برابره کړي.
افغان ځواکونه کار کوي چې په سیمو کې شته ستونزي له منځه یووسي تر څو خلک په یوه ډاډ منه او سولیزه فضا کې خپل عادی ژوند ته ادامه ورکړي.
د اسلام، انسانیت او د افغان مظلوم ملت د سولې او ثبات دښمنانو د ناوړو کړنو او جنایتونو د مخنیوي په موخه د یو افغان په صفت له خپلو ټولو میړنیو هیوادوالو څخه خواست او غوښتنه کوم چې د دغو ترهګرو او انسان وژونکو ډلو د ځپلو په موخه د جګړي په ډګر کې د خپلو امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ وکړو.
الحمدالله په دې باور لرو چې بری تل د حق خوا ته دی او زمونږ امنیتي ځواکونو د باطل پر وړانډې د حق په لاره کې مبارزه کوي.
اوس هغه د پخوا وخت نه دی چې ترهګرو ډلو سره به د اسلام ټکټ و او په دې نوم باندې به یې چې هر څه کول خلکو به ورسره منل، اوس په زیاتو سیمو کې خلک له طالب او داعش ترهګرو ډلو کرکه لري او په دې تمه دي چې کله به د دوی له شره خلاصیږي.
افغان ولس اوس په دې پوه دی چې طالب او داعش ترهګر د بهرنیو استخباراتو پروژې دي چې غواړي خپلې ګټې د دې ډلو په جنګولو خوندي کړي، ترهګرې ډلې په هیڅ مذهب او دین نه دي، یواځنی کار یې وحشت خپرول او د خلکو وژنه ده چې څنګه خلک ووژني.
بهرني استخبارات دا ډلې د دې لپاره کاروي چې په ګډوډۍ او تاوتریخوالي سره افغان حکومت تر فشار لاندې راولي او خلک یې پرضد راپورته کړي.
اوس چې زموږ حکومت نسبت ښه شوی او نسبي پرمختګونه او یووالی رامنځ ته شوی، ترهګرې ډلې په یو او بل نوم باندې بریدونه کوي، ملکي خلک قرباني کوي او بیا مذهبي او قومي رنګ ورکوي.