احمد شاه پاڅون

دا د قرآنکریم اته ویشتمه نسخه ده چې حاجي بخت جمال توخی یې په لاس کاږي، سره له دې چي  تر پخوا د نوموړي اقتصادي حالت کمزوری سوی، سترګي او وجود یې د زړښت خواته نور هم مایل سوی، له خلکو او دولت څخه تر پخوا زیات ناهیلی سوی، بیا هم وروستی په لاس لیکلی قران کریم یې  تر نورو  ټولو هغو د حجم له مخې ستر، ښکلی او په زړه پوری دی.

۵۶1 کلن حاجي بخت جمال توخي اصل د زابل ولایت اوسیدونکی دی، زیاتي  دیني زده کړي یې ندي کړي خو د قران د لیکلو سره یې بې حده مینه ده، داسي  چي کلونه وړاندي یې د قران په لیکلو لاس پوري کړی. هغه وايي د اوړي په اوږدو ۴۰ ورځو کی به یې یو قران کریم  لیکلای سو، خو وروسته داسي یو فکر ورته پیدا سو ،  د قران کریم داسي یوه نخسه ولیکلي چي د خلکو پام ځان ته راواړي، هغه هم داسي وکړه، قران کریم یې و لیکه چي د هري کرښي په سر کي یې د الف حرف راغلی وو، دې ډول قران کریم ته هغه د الفي قران کریم نوم ورکړ.

2بخت جمال توخي هغه قران کریم ولسمشر کرزي ته ډالۍ کړ، هغه ور و غوښت یو په یو مجلس یې ورسره و کړ،  سل زره افغانۍ جایزه یې ورکړه  او  ژمنه یې وکړه چي یاد قران کریم به ملي ارشیف ته سپاري ددې تر څنګ یې نومړي ته میاشتنی افتخاري معاش هم  و ټاکه ،معاش خو یې  و نه لید مګر په خپل ولایت کي  یو شمېر کسانو په دې جرم و ټبوی چي کرزي ته یې ولي قران کریم ډالۍ کړ. وروسته  توخی  اړ سو هلمند ته کډه وکړي.

مهمه دا ده چي تر دې ټولو ستونزو وروسته هم د ښاغلي توخي  د هوډ څلی لا  هسک ولاړ وو. هلمند کي یې هم  ګڼ ستر الفي قران کریمونه ولیکل، چي د یو متر شاوخوا حجم یې لاره، په  وینا یې  د بیلابیلو اسلامي هیوادونو مشرانو ته یې د سفارتونو له لاري لیږلي، لکه  د سعودي پاچا ملک عبدالله، د اردن پاچا، د ترکیې ولسمشر  عبدالله ګل  او د متحده عربي اماراتو پاچا شیخ محمد.

1له بده مرغه چي تر  اوسه یې د نوموړو لخوا هیڅ ځواب، لیک او خبر ندی تر لاسه کړی، توخي وايي باوری دی چي د نومړي لیږل سوي قران کریمونه ټاکلو کسانو ته  ندي رسیدلي.

توخي اوس د لښکرګاه په یو کنډواله کور کي  ژوند تیروي، هغه وايي خپل کور نلري په کال کي  ارو مرو دوه درې ځایه کډه باروي، دی کومه ځانګړې دنده نلري  د کور او ژوند ټوله تکیه یې پر دوو ځوانو زامنو ده.

څنګه چي پر  ښاغلي توخي د مایوسۍ او ناهیلۍ توپانونه راروان دي، په هم دې کچه یې هوډ او حوصله لا پسي پولادي کیږي، هغه یوازي په څلورو میاشتو کي  یو بل قران کریم و لیکلی چي تر ټولو یې حجم ستر  دی، یاد قران کریم چي  پرانستی وي  اوږدوالی یې دوه متره ته رسیږي، بر یې یو متر او  ۲۳ سانتۍ دی، د لیک پنډوالی یې ۴ ملۍ ته رسیږي او وزن یې په دقیق ډول  ۳۱ کیلو او ۵۰۰ ګرامه دی.

2ښاغلي بخت جمال توخي چي په خپل کور کي کومه کوټه د قران کریم د لیکلو لپاره ځانګړې کړې ډیره کوچنۍ  او تاریکه ده، د نیم متر په اندازه کړکۍ ورته رڼا ورکوي، په منځ کي یې فلزي میز ایښي ورته یوه څوکۍ پرته ده  او  ورباندي یاد قران کریم ایښی دی.

تر دې مهاله د اطلاعات او کلتور ریاست په ګډون هیڅ کس یا ارګان د نوموړي د هڅوني یا تشویق په موخه  کوم ګام ندی پورته کړی.

چي کله له بخت جمال توخي رخصتیدم د ژوند دوه ستر ارمانونه یې رایاد کړه :

لومړی : غواړم د نړۍ د ستر قران کریم په لیکلو سره نړیوال ریکارډ ټینګ کړم  او دا ویاړ د خپل افغانستان په برخه کړم

دوهم : که الله  راته یو خټینه مېنه راکړي.

One thought on “په هلمند کي په لاس لیکلی یو بل ستر الفي قران”
  1. دعا
    توخي بابا ته دعا کوو چې الله تعالی دې د ده ارمانونه پوره کړي!
    له چارواکو او په ټوله کې له بندګانو وار تېر دی
    الله تعالې دې وکړي چې توخی بابا مو بې ارمانه لاړ نه شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *