پردېسۍ چې وچه پاڼه د خزان کړم
جنازه مې مګر باد په اوږو واخلي
استاد پسرلی
ژوند د ټولو خوښ دی، ان که له ستونزو او کړاونو هم ډک وي،خو له مرګ د ټولو تېښته وي، تراوسه مې له استاد شپون مه واره بل څوک نه دی لیدلی چې د ده هومره دې خپل مرګ ته لېواله وي، په وروستیو کلونو کې یې مرګ بېخي په خوله کې نویشته وو.
د استاد شپون د مړینې په مناسبت د لایق صاحب په پیغام کې مې ولوستل: ” هغه د مرګ پر دهشت غلبه وکړه او په ده پسې له ور روانو دوستانو سره یې په سړه سینه او ډاډمنه روحیه خدای پاماني وکړه.“
استاد غضنفر ”د کلي شپون“ تر سرلیک لاندې لیکنه کې له استاد شپون سره وروستۍ ټلیفوني مکالمې او د مرګ تصور څخه د نوموړي د ذهن اړولو ته په اشارې لیکي: ما ته یې د اسد په پنځه ویشتم ماخوستن، چې غږېدا لا ورته ډیره سخته نه وه، په تېلفون کې وویل:« دغه زما مړی میرات مړی مو پکار دی؟» منظور یې دا و چې مړی یې وطن ته ولېږدول شي. ما وغوښتل د مرګ له تصوره یې راوباسم خو ده وویل: « دغه شی دروغ نه وي».
په دا وروستیو کې یې مرګ ته دومره تلوار وو چې ان د همزولو او ملګرو په مړینه به یې هم رخه کېدله. په هغو ورځو شپو کې چې پوهاند صاحب کاکړ په روغتون کې له ورپېښې ناروغۍ رنځېده، نو استاد شپون راته ولیکل: ”حسن کاکړ مرګ حال دی، که څوک یې خبر خپور کړي یا اشرف [ولسمشر غني]خبر کړي. نن یې ډاکټرانو د مرګ نېټه ټاکلې. زه لکه بد بوټی لا د مځکې په سر پاتې یم.“
ما ویل، هغوی ته دې خدای روغ صحت او تاسو ته د کڼې مرغۍ عمر درکړي. تاسو دواړو ته لا هم اړتیا ده، نو خدای مو تر ډېره ژوندی لره. خبره یې بدله کړه، ویل: ”اشرف، شجاعي، کاکړ، مجروح، تڼیوال او په اخر کې زه ملګري وو.“
د خپلو ملګرو له یادولو پسې جوخت یې بیا د پوهاند صاحب کاکړ په اړه ولیکل: ” لاهم سا ورکې غړېږي، په کا کړ به هم مجلس جوړ کړئ، پس له مجروحه تر ټولو مهذب سړی و، فقط یو ځلي مې یې خپړې لګول لیدلي.“
استاد شپون چې په کمکینې زده کړو پسې له کوره او په لوینې د جنګونو له امله د وطن له غېږې جلا شو، نو پردیسي او جلا وطني یې له اروا سره غوټه شوه، ځکه له حبیبې لېسې امریکا ته لاړ او چې هېواد ته راستون شو، نو د غویي د اومې له غویمنډ وروسته چې له وطنه لاړ، ان د مرګ تر ورځې په پردیسۍ کې وو. په پېښور کې د خپلې پردېسۍ شیبې یې د هغه مهال په یو شعر کې انځور کړي:
د تهکال په ارباب روډ کې یوه حجره ده
په کې ناست یمه یو زه پنځه بچیان
یو شلېدلی کټګکی په ګوټ کې پروت دی
زه پرې ناست یمه په لاس کې مې دېوان
تر څادر لاندې مې لور غېږ کې ویده ده
چې ساړه شي نښلوي راپورې ځان
خدای خبر شه د هغې مرغۍ له حاله
چې صیاد یې دړې وړې کړله ځاله
له وطنه د لیرې والي پرمهال هم د استاد زړه، ذهن او اروا له وطن او خان اباد سره تړلې وه. لیکنې، کیسې او ناولونه یې د هېوادنۍ مینې غوره بېلګې دي، ځکه د خان اباد چاپیریال، ژوند او پېښې یې داسې انځور کړي لکه یوه شیبه یې هم چې مخ نه وي ځنې اړولی او ټول عمر یې هملته تېر شوی وي.
کلی او چاپیریال د استاد شپون د الهام چینې وې، خپل فکر، خیال او تجربې یې په روان او خواږه انداز د لیکنو په قالبونو کې خوندي کړې. علم یې یوازې په کتابونونه، بلکې په عمل هم بدل کړ. هغوی چې له استاد شپون سره نږدې پاتې شوي، دا موضوع په مراتبو تر نورو ښه درک کولی شي.
استاد شپون ژوند او خپل چاپیریال ته د پرانیستي او ارزښتناک کتاب په څېر وکتل، د هغه هیڅ پاڼه یې بې لوستو پرېنښوده. هغه په خپله یوه مرکه کې وایي: ” څه مې چې لیکلي ټولنه مې مطالعه کړې او په مختلفو حالاتو کې مې کتلې، ځکه په دغسې حالاتو کې خلک بېلابېل غبرګونونه ښیي.“
استاد د خپل ژوند او کلي شیبې د خپل فکر او پوهې په خوږو سنبال د لیکنو په بڼه خوندي کړي او د خپلې مینې، زحمت او فوق العاده استعداد پر مټ یې د خپل کلي ژوند او د وطن پېښې په داسې ګلالي انداز انځور کړې چې له برکته به یې زمانې تر ډېره د استاد شپون هېرولو ته بې وسه وي، ځکه استاد شپون د نورو تقلید او پېښې ونه کړې، بلکې خپل افکار او تجربې یې په خپل سبک ، مګر په داسې انداز ولیکلې چې هر چا په کې خپل کلی، چاپیریال او ځان وموند.
استاد شپون له همغه لومړي سره پر خپل فکر او تجربو تکیه وکړه، کرار کرار یې خپل فکر او تجربې پخې او داسې هنر یې ورنه ساز کړ چې خلکو د پښتو نثر پاچا وباله. مګر دغه پاچاهي د هغه د کلونو کلونو خواریو، کوښښونو، استعداد، هنر او پنځونو د قدرونې په درناوي ورکړل شوه چې نوموړی یې مستحق ګڼل کېده.
د نثر دغه پاچا چې څه زده کول، لرل او یا یې تجربه کول، نو هغه یې په ټولو لورول او وېشل او په ژوندونې یې نورو ته هم د خپلو تجربو د پخولو سپارښتنه وکړه، په یوه مرکه کې وایي: ” هرې سوړې ته لاس وروړئ ممکن لړم وي، خو وي دې هیڅ تیږه مه پرېږدئ په بل مخ یې واړوئ. مه شرمېږئ، مه ډارېږئ یوازې حقیقت ته وفادار واوسئ “.
استاد شپون د تازه کارو لیکوالو او څېړونکو د ډاډ او لا تسلۍ لپاره وایي: ” دا مطالعه ما کړې ډېرو ښو بزرګانو کې مې شیطاني عناصر لیدلي، ترې ډار شوی نه یم، ځینو غونډو کې چې غږېدلی یم، مانه مایکروفونونه اخیستل شوي. یو ځل خو حبیبي صاحب واخیستلو، دوه وارې پېښور کې واخیستل شو، سلیم راز او بل واخیست، ځکه زه د مسلط سیاست مخالف غږېدم. “
استاد شپون په همدغه مرکه کې د حقیقت په ویلو او پاللو په ټینګار، خو په خندا وایي: ”هو دا راځي په کې ، یارانه کې بنګړي ماتېږي ، نو چې لیکوالي کوې دا امکان لري چې هلته یې ښه ډبولی وای. یا یې وژلی وای، مګر دا د لیکوالۍ ګناه نه ده، ټولنه کې دغسې زغم نشته، د لیکوالۍ لپاره لومړی شی مطالعه ده، مطالعه کې چانه مه ډارېږه. فرض کړه که نتیجه داسې راغله هغه سړی یا شی چې محکوموې یې که ستا خپل ورور هم وي رای مه پرې وهه، له حقیقته سترګې مه پټوه. “
استاد شپون د خپلو لیکنو، بحثونو او ویناو پرمهال د ټولنې د دودیزو انګېرنو، باورونو، نزاکتونو، مقامونو او د چا د خپګانونو پروا ونه لرله. څه شی یې چې زړه ته ونه لوېدل پر هغو یې شک څرګند کړ او څه چې ورته سم ونه اېسېدل هغه یې له کومې وېرې پرته ناسم وبلل.
استاد شپون ډېر داسې څه وویل او ولیکل چې ډېر به یې تر ډېره ویلو او لیکلو ته زړه ښه نه کړي. حتی هغه د خپل ځان، کورنۍ، پلار، مشر ورو او نورو په اړه ډېر داسې څه لیکلي چې ګڼ افغان لیکوال یې لا هم لیکلو ته چمتو نه دي.
استاد شپون لیکي:” د لالا سره مې یو قسم بېباکي هم مله وه، چې د پلار سره یې همېشه د رشوت په خبرې جنجال جوړ و. پلار د رشوت او د احسان د بدلې تر منځ په فرق باندې ډېره تکیه کوله، چې که د مسلمان بند کار دې ورته روان کړ، د حکومت د غمه دې خلاص کړ، د ده شرعي حق دې ور ورساوه، نو که بیا یې یو څه نقد یا جنس درباندې لورول، دا حرام نه دي، مباح دي او ورسره یې ”هل جزا الاحسان الا الاحسان“ دلیل راووړ.“
د استاد شپون د کیسو او لیکنو بله ښېګڼه دا هم ده چې اکثره کرکټرونه یې د واقعي انسانانو په څېر وو. د نورو غوندې یې یو مخ پرښتې یا یو مخ شیطانان نه ورنه جوړول. د ملامت او سلامت، ښه او بد پرېکړه یې هم پر لوستونکي نه تحمیلوله، بلکې دا پرېکړه یې تر ډېره لوستونکو ته پرېښودله.
حتی تر دې چې استاد شپون به که کوم دلیل راوړ او یا به یې دریځ نیوه، نو د حتمي منلو لپاره به یې په نورو د هغه د منلو ټینګار نه کاوه، یوازې خپل دلایل یې راوړل او وروستۍ پرېکړه یې بیا هم اوریدونکي او لوستونکي ته پرېښودله.
استاد شپون د خپلو دې او ورته نورو ډېرو ښېګڼو له برکته نه یوازې د پښتو نثر، بلکې د ډېرو پښتنو د زړونو پاچا شو او ځکه خو یې د سختې ناروغۍ د خبرونو په خپرېدو سره د ډېرو مینه والو زړونه له دې وېرې لړزېدل چې خدای مکړه، دغه لوی هستۍ مو هم لکه چې له لاسه ووځي.
ډېرو یې د ښې روغتیا په پار لاسونه د دعا په پار لپه کړل او ښایي له همدې برکته به وو چې له هغې سختۍ ناروغۍ استاد جک جوړ او بېرته کمپیوټر او فیسبوک ته کېناست، خو درېغه چې زموږ دعاو استاد له مرګه ونشو ژغورلی، کنه استاد د مرګ انسان نه وو او په خاورو خو د هیچا هم نه پیرزو کېده.
غرمه مهال یې پر فیسبوک سلام وکړ. خوشاله شوم، ځکه له سختې ناروغۍ وروسته د استاد سلام د هغه د ښې روغتیا زېری و، ورته ومې لیکل: سترګې مې روښانه!
استاد شکر چې ښه یاست!
ویل: ” قریب بله دنیا کې وم
اوس په خط ولاړ یم، مننه“
بیا یې راته کړه: ”حافظه لنډه کي ټوپو نه اچوي. د غزنپر نمره را نه هېره ده
ورته ووایه چې تلیفون را و کړي
نمرې رانه ګډې وډې شي
لېونی نه یم خو لنډ خپلوان یې یم
په کا ڼو ...“
له هېواد سره د مینې او وطنپالنې په برخه کې هیڅوک ځان له نورو کم نه ګڼي، خو د استاد شپون په څېر د وطن واقعي مئین به ډېر کم پیدا شي. له وطن سره د استاد شپون مینه یوازې د هغه تر خبرو، شعرونو او لیکنو نه وه محدوده. هغه د وطن رښتینی مئین و. وطن یې جنت باله.
د وطن مینې استاد شپون حتی په امریکا کې هم د ارام او هوسا ژوند په خوږو پوه نه کړ او نه هم هلته د هوسا ژوند پرېمانه اسانتیاو او رنګینیو له وطن سره د هغه مینه کمه کړه. وطن ته له هر ځل راتګ دمخه به یې په فیسبوک کې له ډېرې خوښۍ ولیکل: جنت ته روان یم. یا که به وطن کې وو، نو ویل به یې د جنت غېږ کې روغ او ارام یم.
استاد به ویل: ” د وطن د شولو د وږو او ورستې شوې شوتلې بوی ماته تر هر عطر ښه لګېږي.“
تېرکال له استرالیا څخه اندونیزیا ته د تلو په موخه هوایي ډګر ته په لاره وم، استاد له سلام سره سم خوږ مجلس پیل کړ. په ټلیفون کې له لیکلو سره د نابلدتیا له امله مې استاد ته په هو او ښا لنډ ځواب ورکاوه.
شیبه وروسته یې راته ولیکل: ”لکه چې پکو مې کړې. زه لویه پرپړه درته ولیکم او ته بس د هو ښه، په شان لنډوچکی ځواب را کوې، زه د وطن د خبرونو تږی یم.“
له وطن سره د استاد شپون مینه د هغه په رګ رګ کې بهېده او دغه مینه یې اوسنۍ نه، بلکې د ده همزولې وه. هغه په ”و، نه و یو شپون و“ کتاب کې هېواد ته د راستنېدو خوښي داسې انځوروي: ”زموږ سره د ایران ریال و، څه لوټونه او څه تورې پیسې چې ټول درې سوه ریاله جوړېدل، چې په لار د تېلو د اخیستلو نه راسره پاتې وې ما د خدای شکر واېست چې د وطن په خاوره راغلم او د ډېرې خوشالۍ مې دغه ټول ریالونه هغه سپاهي ته ونیول چې د سرحد په پاټک ولاړ و. هغه دا عجیبه خبره وکړه، تاسو لاړ شئ، ګمرک ته چې موټر راجسټر کړئ“ ما ورته وویل: ” دا به وکړو، خو دغه پیسې درسره واخله، موږ ته نه دي په کار“ هغه په موسکا وویل: ” دا د غجرو پیسې حرامې دي، په افغانستان کې نه چلېږي. د سړي لاس ناولی کوي. “ وروسته پوه شوم چې قاجاري شاهانو دورې نه پس زیاتره پښتانه هر ایرانی غجر بولي.“
استاد شپون چې په وروستي ځل هېواد ته راغی، نو دلته څو ځله سخت رنځور شو، خو بیا یې هم تر امریکا دلته ځان ارام احساساوه. له وطن سره یې عجبه مینه وه، د فیسبوک چټ خونه کې به یې چې را ولیکل: ارګواله پیره! نو بیابه یې د وطن او لیکوالو حال پوښته، د نویو څرکونو، پرمختګونو او فرهنګي پېښو خبرونه به یې غوښتل. په منځ منځ کې به یې د استاد غضنفر او ولسمشر پوښتنه هم کوله. یو یې غزنپر او بل یې کمپیوټر سری باله.
په چټ کې یې راته ولیکل: ”تر څې برته نه یې را غلی…“
ورته ومې خندل. ویل، ”دا ستا کمپیوټر سری تر څو ته تر څې او بېرته ته برته وایي.“
د استاد غضنفر په اړه یې راته کړه: ”دا غزنپر بده بلا دی، تیار علامت علي دی که سلامت علي. پښتو شاعران یې ټول لوستي څو څو ځلي. پزل د خدای کمزوري مې یې بیا موته، د واورې په باب یې ادبي لیکنه کړې وه. که پهغزنپر ور پېښ شوې سلام پر ې کوه.“
بله ورځ چې په فیسبوک کې انلاین شو، ویل: ”هغه د پاپا ګانو سلسله دې چیرته ورسوله؟“
د ښاغلي غلام محمد فرهاد (پاپا) په اړه زما نوي کتاب ته یې اشاره وه، چې همغو ورځو کې مې ورباندې کار کاوه. استاد ځکه خبر و، چې هغه مې هم په کې پوښتلی و، د پاپا په اړه یې وویل: ”خو تماشایي برخه یې د ښاروالۍانتخاباتو ګټل و.“
ما ویل کتاب تقریباً په بشپړېدو دی.
ویل: چې تمام شو، بیا یې ماته راواستوه.
بله ورځ یې چې بیا د کتاب پوښتنه او د ور استولو غوښتنه وکړه، نو زړه نازړه مې ورته ایمېل کړ، ځکه په دغو ورځو کې یې روغتیا ښه نه وه، مګر په همغه ناروغۍ کې یې څو ځله لوستی و، ځکه بله ورځ یې راته ولیکل، ”زنده باد، ومې لوست.“
بله ورځ یې بیا راته ولیکل: ”ستا پا پا مې بیا ولوست.“
په دریم ځل یې بیا د پاپا د کتاب د لوستلو راته وویل او د ژبې د لا ساده کولو سپارښته یې هم وکړه. ویل: ”وګوره دا غبار هم په نومیا لیو کې راځي، که غبار خود خواه نه وای او تعصب یې نه پاللی هغه هم ستا کتاب کې ځایېده. اول کې هغه هم د غبار لاروی و، چې ببرک را شین شو، غبار یې مرتجع کړ. زما یو خلقي ورور دی غزنپر یې پېژني معلو مات لري.“
استاد د نورو غوندې دوه ژبی او څو ژبی نه وو، کومه خبره به یې چې په زړه وه، نو همغه به یې په ژبه اوخوله هم وه. تکلف، تصنع او ځانښودنه یې نه یوازې په لیکنو، بلکې په خبرو او کړو وړو کې هم نه ښکارېده.
کمینه، مهربانه او قانع انسان و. نه یې په لیکنو او نه هم په خبرو او مجلس کې د خوږو کمی و. د کیسو، خاطرو او سرګذشتو په ویلو به یې د اورېدونکو زړونه او ذهنونه خوښ، تر او تازه کړل. د ټوکو سکونډونکی انداز یې لا ډېر جالب وو.
وچ نصیحتونه او کلیشه یي خبرې یې نه کولې. په خندا، ټوکو او ډېر دوستانه انداز یې نور مخاطبول او پوهول. استاد سره د ټولو کمالونو، وړتیا، پوهې او تجربو نه د ځان د غټولو هڅه کړې او نه یې هم د غټ ښودلو دعوه. په یوه مرکه کې چې نجیب عامر انګلیسي ته د خپلو ناولونو د ژباړلو په اړه پوښتي، نو په ځواب کې ورته وایي: ”نه ارزي نور ښه ناولونه او کیسې به راووځي، ما مقصد لاره کې یو څه شمې بلې کړي نوره دعوه نه کوم. “
همدارنګه په کندز کې د ریدي ګل مشاعرې ګډونوالو ته چې اکثره یې ولسي خلک دي د وینا پرمهال وایي: ” زما خلک ټوپکیان نه و، اورپکي نه و، لویه وسله یې یو او لور وو، خو چې د روس تېری راغی دغه زمریان شو، کارنامې یې هم تاسې ته معلومې دي هم ما یو څه را سپړلې دي.
ما ستاسو خلکو اتلواله یاده کړې، مګر حق مې نه دی ادا کړی، په دې چې زه چندان لیکوال نه یم، نه مې ده راسپړلې که مې له تاسو شهکار نه دی جوړ کړی چې دا ټوله دنیا ورته ګوته وچیچي دا ستاسو ګناه نه ده، تاسو اتلان یئ، تاسو قهرمانان یئ تاسو پهلوانان یئ. دا زما د قلم ګناه ده. “
د استاد شپون په عصر کې د ګوتو په شمېر کسانو د ده هومره په بهر کې لوړې زده کړې وکړې، هغه ته دا چانسونه او زمینې ډېرې وې چې لوړو مقامونو او منصبونو ته ځان ورسوي، خو هغه خپل سکون په خپله فقیرۍ او ملګنۍ کې لټاوه.
استاد شپون تر اخره په واقعي مانا ملنګ پاتې شو، خو مستغني ملنګ. عجیبه استغنا یې وه، ځکه نه یې د چا د زر پروا ولرله او نه یې هم د چا د زور. دغه لوی انسان که نن زموږ په منځ کې نشته، خو د ده افکار، پوهه، تجربې او هنر په لیکلي او کتابي بڼه موجود دی چې له برکته به یې د استاد شپون نوم د زمان او پېړیو په یاد او حافظه کې وي، اروا یې ښاده او هډونه یې په جنت!