ننګرهار والي د حاضرۍ څارنه او کنټرول له خپل دفتره ( ولايت مقام ) څخه پیل کړه .
ننګرهار والي حيات الله حيات په داسې حال کې، چې په ټولنيزو چارو کې د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ هم شتون درلود د غويي په شپږمه د حاضرۍ څارنه او کنټرول له خپل دفتره (ولايت مقام) څخه پيل کړه.
نوموړي هغه مامورين، چې دندې ته نه و را رسیدلي غير حاضر کړل او له هغو مامورينو يې مننه وکړه، چې پر وخت دندې ته را رسيدلي و.
ده وويل، چې له خپل دفتر څخه يې اصلاح پيل کړې او نورو ادارو ته به يې هم وغځوي.
هغه د حاضرۍ مدير ته سپارښتنه وکړه، چې د حاضرۍ کنترول په درست ډول تر سره کړي او هغه مامورين چې په ټاکلي وخت دندې ته نه حاضريږي غير حاضر کړي.
ننګرهار والي حيات الله حيات د ولايت مقام مامورينو ته لارښوونه وکړه، چې په ټاکلي وخت دندې ته حاضري شي او د مراجعينو ستونزو ته پر وخت رسيده ګي وکړي.
ننګرهار والي د سلګونو یتیمو ماشومانو سره یو ځای د روژې ماښامنی ترسره کړ.
ننګرهار والي حیات الله حیات،چې د کار او ټولنیزو چارو رئیس عبدالحکیم شیرزاد یې هم ملتیا کوله، د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په امام بخاري روزنتون کې یتیمو ماشومانو سره د روژې ماښامنی یو ځای ترسره کړل .
نوموړي د یتیمو ماشومانو سره یو ځای له پخلنځي څخه د ماښام برابره شوې ډوډۍ د سترخوان ته انتقال او د یتیمو ماشومانو سره یو ځای ماښامنۍ ډوډۍ وخوړه .
ننګرهار والي حیات الله حیات وروسته په خپل امامت سره سلګونو ماشومانو ته د ماښام جمعه ورکړه او له هغې وروسته یې له دوی څخه دیني او ملي پوښتنې ترسره کړې،چې په یو غږ د ګلالیو بې پلاره ماشومانو له لورې ځوابونه ورکړل شول .
ښاغلي حیات د لمانځه تر ادا کولو وروسته د یتیمو ماشومانو له روزنتون څخه هم لیدنه وکړه او تر لیدنې وروسته یې د معنوي پلار د رول ادا کولو په موخه د بې پلاره ماشومانو په شونډو موسکا خپره کړه.
نوموړی وایي،په روزنتون کې یې د بې پلاره ماشومانو سره د ماښامنۍ او نورو پروګرامونو ترسره کولو څخه یې موخه دوی ته مینه ورکول او شتمن دوی سره د مرستو لپاره را جلبول دي .
تر دې وړاندې هم ننګرهار والي حیات الله حیات په جلال اباد ښار کې په پلي ګرخیدو سره ګڼ شمیر بې وزله وګړو ته په مینې ورکولو سربېره له دوی سره مرسته هم ترسره کړې وه .
ننګرهار والي وايي د شوکاڼې په برخه کې پانګوالو ته به لا زیات کاري سهولتونه برابرکړي.
ننګرهار والي حیات الله حیات د شوکاڼې اتحاديې مسئولینو او غړو سره د لیدنې پرمهال هغوی ته د لا ښه کارو بار او سهولتونو د برابرولو ډاډ ورکړ.
د شوکاڼې اتحاديې مشر حاجي ولي وویل پدې وروستیو کې د یوې خصوصي شبکې څخه معلومات خپاره شوي، چې ګواکې داعش وسله وال د شوکاڼې له کانونو څخه ګټه پورته کوي.
نوموړي دغه خپاره شوي معلومات بې اساسه وبلل او ګواښ يې وکړ، چې د شوکاڼي پانګوال به د دغه ناسم معلوماتو د خپریدو پر وړاندې عکس العمل څرګند کړي او زياتوي په کومه سیمه کې، چې د شوکاڼي کانونه شتون لري هلته داعش وسله وال نشته.
ننګرهار والي حیات الله حیات د شوکاڼې له پانګوالو مننه وکړه، چې په خپله کاري برخه کې يې ګڼ شمېر بې روزګاره کسانو ته د کار کولو زمینه برابره کړې.
هغه زیاته کړه د شوکاڼې د استخراج او لیږد پرمهال به شفافیت ته زمینه برابره کړي او هم يې د شیخ مصري صنعتي پارک په سیمه کې بریښنا د نوي ترانسپرمر د نصبولو ډاډ ورکړ.
حیات دغه راز وویل په راتلونکي کال کې به پدې ولایت کې د بريښنا په تړاو پرتې ستونزې حل شي.
د یادې ناستې پرمهال د کانونو رئیس پرویز علیشنګي او د سوداګرۍ او صنایع رئیس شیرعالم امله وال هم شتون درلود.
د یادونې ده، چې د شیخ مصري صنعتي پارک ۱۵ سوه جریبه ځمکه کې جوړ او د ۶۳۵ فابریکو ظرفیت لري .
د ماليې وزارت څخه راغلی پلاوی پدې ولایت کې د تېر ۹۶ لمریز کال په لړ کې د لویو بشپړو شوو پروژو په اړه معلومات راټولوي.
ننګرهار والي حیات الله حیات سره د مالیې وزارت څخه د عبدالولي جبارخیل په مشرۍ راغلي پلاوي د لیدنې پرمهال وویل دې ولایت ته يې د سفر موخه د تېر ۹۶ لمریز کال په لړ کې په بېلا بېلو سکتورو نو کې د لویو بشپړو شوو پروژو په اړه د معلوماتو راټولول دي.
د یادې لیدنې پرمهال د ولایت مستوفي، د پوهنې، عامې روغتیا، ترانسپورټ، ننګرهار پوهنتون، اطلاعاتو او فرهنګ رئیسانو او د یو شمېر نورو سکتوري ادارو استازو ګډون کړی و.
ننګرهار والي حیات الله حیات پدې ولایت د تېر ۹۶ لمریز کال په اوږدو کې د بېلا بېلو سکتورونو په چوکاټ کې د مالیې وزارت له لوري د بشپړو شوو او بشپړیدونکو پرمختیايي پروژو په اړه د معلوماتو راټولیدل یو پرځای ګام ياد کړ.
نوموړي زیاته کړه په بېلا بېلو سکتورونو کې د بشپړیدونکو لویو پروژو په بشپړیدو سره به د دې ولایت د ولسونو ګڼې ستونزې حل شي.
حیات د سکتوري ادارو مسئولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د دوه ورځو په موده کې د لویو بشپړو شوو او بشپړیدونکو پروژو په اړه تازه او کره معلومات راغلي پلاوي سره شریک کړي.
د ولسي جرګې دویم مرستیال ننګرهار والي ته په انکشافي او ځینو نورو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د ولسي جرګې دویم مرستیال امیرخان یار، چې د ولایتي شورا غړي ډاکتر ناصر کاموال او یو شمېر نورو يې ملتیا کوله ننګرهار والي سره د لیدنې پرمهال نوموړي ته د نوې دندې د مبارکۍ ترڅنګ په انکشافي او ځینو نورو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
یار له ولسمشر څخه مننه وکړه، چې دې ولایت ته يې حیات الله حیات د ولسونو له ستونزو خبر او باتجربه والی په توګه راولیږه.
نوموړي زیاته کړه د ولسي جرګې د غړي په توګه یې په تیرو ۷ کالو کې دې ولایت ته ګڼې پروژې راوړي او تردې وروسته به د لازیاتو انکشافي پروژو د پلي کیدو هڅه وکړي.
امیرخان یار ننګرهار والي څخه پدې ولایت کې د ډاډمن امنیت د ټینګښت په تړاو د زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
ننګرهار والي حیات الله حیات د ولسي جرګې دویم مرستیال څخه مننه وکړه، چې د یو رښتیني وکیل په توګه يې په صادقانه ډول د خپلو ولسونو خدمت کړی.
هغه زیاته کړه د امنیت ټینګښت يې د چارو په لړ کې لومړیتوب لري؛ نو په همدې اساس يې د امنیتي او کشفي ارګانونو له مسئولینو او نورو سره جلا جلا ناستې کړي او ډیر ژر به په یاده برخه کې مثبت بدلون رامنځته شي.
حیات دغه راز وویل ننګرهار يې خپل کور دی په رښتیني توګه به يې د ټولو برخو د پرمختګ او ولسونو ته د ارام او هوسا ژوند د برابرولو هڅه کوي.
ننګرهار والي سره د اهلِ هُنودو مشرانو خپلې ستونزې د حل په موخه شریکې کړې.
ننګرهار والي حیات الله حیات سره په جلال اباد ښار کې د اهلِ هُنودو مشرانو د لیدنې پرمهال نوموړي ته د نوې دندې د مبارکۍ ترڅنګ خپلې یولړ ستونزې د حل په موخه شریکې کړې.
د اهل هنودو مشر میرسنګهـ خوږياڼيوال د دوی د غصب شوو ځمکو د بیرته راګرځیدو، اهل هنودو ماشومانو ته د زده کړې زمینې په برابریدو او نورو برخو کې یې له ننګرهار والي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ننګرهار والي حیات الله حیات په جلال اباد ښار کې د اهل هنودو مشرانو مننه وکړه، چې تل يې د رښیني افغانانو په توګه په ملي مسایلو کې مثبت رول لوبولی او د قانون په پلي کیدو کې يې د خپل دولت سره همکاري کړې.
هغه زیاته کړه اهل هنود د افغانستان لږکي اتباع دي پرته له توپیر څخه په هره برخه به ورسره د نورو قومونو په څیرچلند کیږي.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې د دې ولایت د والي په توګه به د نورو ولسونو ترڅنګ د اهل هنودو حقوقو ته ځانګړې پاملرنه کوي او هم د دوی د جایدادونو د غصب مخنیوي، ماشومانو ته د زده کړې زمینې په برابریدو کې به نه ستړي کیدونکي هلې ځلې کوي.
ننګرهار والي د مرحوم محمد حسين صداقت پاچا کورنۍ غړو ته فاتحه وکړه.
ننګرهار والي حيات الله حيات د مرحوم محمد حسين صداقت پاچا کور ته ورغی او د هغه کورنۍ ته يې د فاتحې او تسليت مراتب وړاندې کړل.
نوموړي د محمد حسين صداقت پاچا د مړينې له کبله د هغه کورنۍ غړو ته فاتحه وکړه او کورنۍ غړو ته يې د الله پاک له دربار څخه د جميل صبر هيله وکړه.
ده ارواښاد صداقت پاچا يو زړه ور او مبارز مجاهد ياد کړ، چې کلونه يې د حزب اسلامي د جهادي قومندان په توګه د روسي ښکېلاک پر وړاندې جهاد وکړ.
ننګرهار والي د مرحوم هڅې وستايلې، چې له جهاد وروسته یې خپل پاتې ژوند د معلوليت په حالت کې کونډو، يتيمانو او بېوزلو ته په خدمت کې تېر کړ.
د مرحوم محمد حسین صداقت پاچا د کورنۍ غړو له ننګرهار والي مننه وکړه، چې دوی سره یې په فاتحه کې ګډون وکړ او ورته يې تسليت وړاندې وکړ.
دوی وويل، چې پلار يې ټولنيز شخصیت و او خپل پاتې ژوند يې په ټولنیزو خدمتونو کې تېر کړ، چې دوی به يې همدا لاره تعقیب کړي.
ننګرهار والي وايي ملي شتمنۍ به د غیر قانوني افرادو له ګواښ څخه خوندي وساتي .
ننګرهار والي حیات الله حیات پدې ولایت کې د سیاسي ګوندونو له استازو سره د ځانګړې ناستې پرمهال وویل د ملي مسئولیت له مخې به ملي شتمنۍ د غیر قانوني افرادو له ګواښ څخه خوندي وساتي.
د سیاسي ګوندونو استازو د یادې لیدنې په ترڅ کې د غصب مخنیوي، امنیت تامین، د ټاکنو بهیر د ښه ترسرکیدو، د بیارغونې چارو ګړندیتوب، بې کاره خلکو ته د کارکولو زمینه برابرولو، په ښار کې د امنیتي کمرو نصبولو، روغتیايي خدماتو پياوړتیا او یو شمیر نورو برخو کې وړاندیزونه وکړل او هم يې د اجراتو په تړاو د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
ننګرهار والي حیات الله حیات وویل ټول ولسونه باید د ملي او اسلامي مسئولیت له مخې په ټولنه کې پرتې او اوږدمهاله ستونزې په مستند ډول ورسره شریکې کړي څو يې د حل لپاره په قانوني لارو چارو غور وشي.
نوموړي زیاته کړه په ادارو کې به تغیرات او بدلونونه د تیرې ۱۶ کلنې دورې په توپیر رامنځته کیږي او هغه مسئولین چې په چارو کې ستونزې و لري له دندې څخه د ګوښه کیدو ترڅنګ به ورسره حساب کتاب هم وشي.
حیات دغه راز وویل د امنیت تامین يې د چارو په لړ کې لومړیتوب لري او همدې موخې ته تر رسیدو وروسته به په ټولو برخو کې د پام وړ مثبت بدلونونه رامنځته شي.
خواشينۍ پيغام
په ډېرې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ، چې د جهاد او مقاومت يو بل ځلانده ستوري محمد حسين صداقت پاچا له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
انا الله و انا اليه راجعون
ارواښاد د ژوند ډير کلونه سرو لښکرو پر وړاندې په مبارزې او جهاد کې تېر کړل او په دې لاره کې يې سترې قربانۍ ورکړې.
له جهاد وروسته په داسې حال کې، چې په دواړو پښو معيوب و؛ خو دمه يې ونه کړه او پر ټولنيزو خدمتونو يې پیل وکړ.
نوموړي سلګونو يتيمو او بېوزله ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابره کړه او د بې سرپرسته کورنيو سره يې په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړې.
د ده خيريه کارونه تر ننه دوام لري؛ خو له بده مرغه، چې ژوند ورسره وفا ونه کړه او د تل لپاره يې له دې فاني نړۍ رخصت واخيست.
ارواښاد ته د رحمتونو او مغفرت په دې مياشت کې له پاک رب څخه د مغفرت او فردوس جنت هيله کوم، کورنۍ غړو او خواخوږو ته يې د تسليت مراتب وړاندې کوم.
حيات الله حيات
ننګرهار والي
د ولايت مرستيالې د سپين جومات قراردي شرکت مسئولينو او متقاعدينو ستونزې د حل په موخه واوريدې.
په ټولنيزو چارو کې د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ د غبرګولي په پنځمه ولايت مقام کې د دوو جلا ناستو په ترڅ کې د سپين جومات قراردادي شرکت مسئولينو او متقاعدينو يو شمېر ستونزې د حل په موخه واوريدې.
د سپين جومات جوړولو قراردادي شرکت مسئولينو او متقاعدينو لومړی خپلې ستونزې د ولايت مرستيالې سره شريکې کړې او ورڅخه يې د حل غوښتنه وکړه.
د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ د سپين جومات موضوع اړوند مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د قراردادي شرکت ستونزې ژر تر ژره حل کړي.
دې همدا راز د کار ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رئیس ته د تيليفون پر کرښه سپارښتنه وکړه، چې د متقاعدينو د ستونزو په حل کې جدي اقدام تر سره کړي.
مسئولينو د ولايت مرستيالې ته د لازمو اجراتو ډاډ ورکړ.
د ننګرهار د نارنج ګل عطر په نړیوال بازار کې
د فرانسې مشهور شرکت سفورا د افغانستان د ننګرهار د نارنج ګل عطر په خپلو شرکتونو او انلاین بازار کې خرڅوي.
د سفورا شرکت وايي چې دغه عطر د نارنجو له خالص ګل څخه جوړ شوي چې د ستړيا د لېرې کولو تر څنګ فضا خوږه او معطره کوي.
د دغه شرکت مسئولين وايي دا عطر دنارینو او زنانو دواړه لپاره جوړ شوي دي.
د سفورا شرکت په خپل ویبسایټ باندې دا عطر انلاین خرڅوي، په معیاري بوتل کې یې ١١ ملي لېتر او غټ بوتل کې یې ٥٠ ملي لیتر عطر شته چې د ۲۸ ډالرو څخه نیولې تر ۷۷ ډالرو پورې قیمت لري.
د ننګرهار د نارنج د ګلو دغه عطر پر فرانسې سربېره د سیفورا په ټولو نړیوالو شرکتونو کې هم پلورل کیږي.
دغه عطر چې په انځور کې يې وينئ د سیون ویرجوس یو کاناډايي شرکت جوړ کړي دي؛ خو سفورا یې نړیوال بازار کې خرڅوي.
سیفورا د فرانسې یو مشهور شرکت دی چې په ۱۹۶۹میلادي کال کې جوړ شوي او د ښکلا، سنګار، عطر او دا ډول ۳۰۰ بېلابېل مواد خرڅوي.
تر دې مخکې په ننګرهارکې د اور ځلا په نامه یو شرکت هم ویلي وو چې د نارنج ګل او نورو ګلونو څخه عطر جوړوي.
د دغه شرکت چارواکي وایي هرکال د ګلان په موسم کې شاوخوا ۳۰ ټنه ګلان ټولوي او عطرونه ترې جوړوي.
د سفورا شرکت وايي چې د نارنج ګل د روزلو له لارې ۲۳۰۰ باغبانانو سره مرسته کیږي او له دې لارې د کوکنارو د کر مخه نیول کېدی شي.
اتو جګړه ځپلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
ننګرهار کارټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو رياست په هلو ځلو او د يواين ماس ادارې په همکارۍ اتو جګړه ځپلو کورنيو سره د خوراکي او غيرې خوراکي توکو مرسته وشوه.
د دغه مرستې دوېش پرمهال د ننګرهار کارټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو رياست اړوند د ټولنيزو چارو امر فضلهادي فضلزي د يو اين ماس ادارې څخه د مننې ترڅنګ په ټولو خيريه موسسو غږ وکړ ، چې دروژې مبارکې مياشتې په مناسبت بېوزله او يتيمو هېوادوالو لاس نيوی وکړي.
فضلزي وويل، چې تر دې مهاله يې دبېلابېلو مرستندويه ادارو او شتمنو هېوادوالو پرمټ په بېلابېلو برخو کې اړمنو سره مرستې کړي .
نوموړي زياته کړه دمرستو جلبولو په موخه يې خپلې هڅې کړندۍ کړي.