د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ د افغانستان تر ټولو جګپوړي امنیتي پلاوي (د مې په ۲۷مه) د خپل سفر په لومړۍ ورځ د پاکستان د پوځ له لوی درستیز او نورو مهمو چارواکو سره ولیدل.

تاند- د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ د افغانستان تر ټولو جګپوړي امنیتي پلاوي پرون/یکشنبه/ د خپل سفر په لومړۍ ورځ د پاکستان د پوځ له لوی درستیز او نورو مهمو چارواکو سره ولیدل.

د اتمر ترڅنګ په افغان پلاوي کې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمګ او د ملي امنیت ريیس محمد معصوم ستانکزی هم شامل دي.

دوی د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر باجوه سره په داسې حال کې وکتل چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکتر عمر زاخېلوال او د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیره تسنیم جنجوعه هم حاضره وه.

دواړو خواو د سولې او ثبات لپاره د افغانستان – پاکستان د عمل پلان پر عملي کېدا خبرې وکړې.

پاکستاني رسنۍ وايي چې افغان لوري د دوو هیوادونو ترمنځ د اعتماد د رامنځته کولو لپاره د همږغۍ او همکارۍ د ښه کولو د چوکاټ لپاره د سند د برابرولو په خاطر د پاکستان د نوښت ستاینه وکړه.

پاکستان ټوډې ورځپاڼه وايي، دواړو خواوو د موافقو د عملي کولو او په تېره بیا د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو د تطبیق او له دواړو خواو څخه د تروریستانو د ورکولو لپاره د یوې کاري ډلې پر جوړولو سلا وکړه.

پاکستان ټوډې ورځپاڼه وايي چې په دې غونډه کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وویل چې افغانستان له پاکستانه مثبتې تمې لري او باور لري چې په دوه اړخیزو همکاریو د یو بل اندېښنې له منځه وړلی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *