تاند-افغان امنیتي ځواکونو په تورخم کې یوه لارۍ، چې د چاودېدونکو وسایلو لپاره نژدې ۱۰ ټنه مواد پکې بار وو، ونیوله.
چارواکي وايي چې دا لارۍ له پاکستان څخه افغانستان ته راروانه وه.
د دوی په وینا سرحدي پولیسو د یکشنبې په ماښام په لارۍ کې ۹ ټنه او ۸۰۰ کیلوګرامه امونیم نایټریټ د مېوو په کرېټونو کې کشف کړل.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې دا مواد افغانستان ته د دې لپاره راوړل کېدل چې په چاودنو کې ورڅخه کار واخیستل شي.
له لارۍ سره ۴ تنه نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانود هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
WOW/AFGHAN BORDER POLICE;YOU ARE THE BEST/
TEN TONS IS VERY LARGE AMOUNT/ THANKS FROM WHO SHOW
HIS HONESTY TO THE COUNTRY/GOVERNMENT MUST GIVE SOME
CASH GIFT TO THAT BORDER POLICE.
IF CHECKPOINTS SHOW ACTIVITY.WE HOPE SECURITY WILL COME SOON.THANK YOU
It should be investigated, ammonium nitrate can be used in making fertilizer too.