تاند- له هلمند څخه د پلازمېنې کابل په لور د سولې په کاروان کې راخوځېدلي ځوانان له کندهار او زابل ولایتونو څخه تېر شول او غزني ته راورسېدل.
له دوی سره په لاره یو شمېر نور سوله غواړي ځوانان ملګري شوي او اوس یې شمېر لږترلږه ۲۵ تنو ته رسېږي.
دغو ځوانانو د روانې مې په دیارلسمه پرېکړه وکړه چې خپل پیغام به تر ټولو افغانانو او ولسمشر پورې ورسوي.
په هلمند کې دا حرکت وروسته له دې پیل شو چې د مارچ په ۲۴مه یوه طالب انتحاري د غازي ایوب خان پر لوبغالي برید وکړ او د ماشومانو په ګډون یې ۱۶ تنه شهیدان او ۳۳ نور ژوبل کړل.
دا برید په داسې حال کې وشو چې عام خلک د لوبې نندارې ته راټول شوي ول.
له دې حملې دوې ورځې وروسته د قربانیانو خپلوانو او ځینې ځوانانو د بېګناه انسانانو د وژنو او جګړې د بندېدو لپاره پرلت پیل کړ.
د هلمند له دې حرکته وروسته په کابل، خوست او ځینو نورو ولایتونو کې هم د جنګ پر ضد پرلتونه پیل شول.
د سولې د کاروان غړي وايي چې په لاره یې خلکو تود هرکلی کړی، چا ورته وچه ډوډۍ ورکړې او چا غوړه.
دوی په عین حال کې وايي، کله چې یوه کلي ته ورسېدل او څراغونه یې ولګول، د توپک خولې ورته ونیول شوې.
دوی وايي چې له حکومت، بهرنیو پوځیانو او د دولت له وسله والو مخالفانو څخه یې غوښتنه دا ده چې لومړی اوربند وکړي او بیا د سولې مخامخ خبرې پیل کړي څو افغانان د ارام سا وباسي او د نورو ملتونو په شان ژوند وکړي.
که څه هم توقع ډېره وه چې له هلمنده تر غزني پورې به ډېر د سولې مینه وال ځوانان د هلمند د سولې کاروان بدرګه کړي خو تراوسه پورې ډېر کسان لا دې ته تیار نه دي چې د سولې لپاره قرباني ورکړي.
د ننګرهار ځینو ځوانانو ویلي چې د هلمندي ځوانانو د سولې له کاروان سره به یوځای شي.