تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې روژه ماتی او د ماښام لمونځ د کابل پوهنتون د لیلیې له محصلانو سره وکړ.

ولسمشر غني محصلانو ته وویل چې د افغانستان راتلونکې د دوی ده او باید دوی د افغانستان څلوېښت کلنه شخړه پای ته ورسوي.

ده محصلانو ته په خطاب کې همداراز وویل«تاسې نخبه ګان، د افغانستان د ملي یووالي تر ټولو ستره پانګه او استازي یاست او پر تاسو پانګونه زموږ د کار په لومړیتوب کې ده.»

په غونډه کې، چې د ارګ په سلام خانه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، یو شمېر محصلانو د لوړو زده کړو په سیکتور کې د پرمختګونو یادونه وکړه خو ولسمشر غني وویل چې په دې برخه شوي کارونه لا هم کافي نه دي او باید تر دې ډېر کار وشي.

ښاغلی غني د کرزي د حکومت په دوهمه دوره کې د یوې مودې لپاره د کابل پوهنتون رييس و.

2 thoughts on “د کابل پوهنتون د لیلیې له محصلانو سره د ولسمشر غني روژه ماتی او لمونځ”
  1. ګرانه قدرمنده ولسمشره
    په يقين چه ډير زړه سوانده افغان ياست مګر تاسو يو داسئ بئ قدر او خائين ملت کښۍ پيدا او خدمت کوئ چه دهغه ملت هځکله د خپل واقعئ ريختونئ مشرانو هځکله هم قدر نه دۍ کړۍ امان الئه خان د دوئئ د لاسه ارمانئ ګور ته لاړ
    دا ملت په مغز د دوئي خدائ هم نه پوهيګے چه دا ځنګه ملت دئ

  2. !سجنا شریکه
    که ستا دا خبره سمه وی چه افغانان د ښه څیز په قدر نه پوهیږی نو باید دا هم ومنې چه اشرف غنی هم ددې ملت یو غړی دی یعنی هغه هم باید ستاسی د قاعدې مشمول وګڼل شی که څنګه؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *