تاند- پولنډ د امریکا متحدو ایالتونو ته ۲ ملیارد ډالره وړاندیز کړي چې په هیواد کې یې دایمي پوځي اډې جوړې کړي.
پولنډ دا وړاندیز دې ته په پام کړی چې روسیې د اوکراین کریمیا ټاپووزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه او د دغه هیواد د ختیځ له بېلتون غوښتونکو سره یې کلکه پوځي مرسته وکړه.
ظاهراً داسې برېښېده چې د کریمیا ټاپووزمې په نیولو روسیې لویه ګټه کړې خو عملاً لیدل کېږي چې د خیتځې اروپا اکثره هیوادونه د روسیې د عزایمو په وړاندې اندېښمن شوي او لا ډېر غواړي چې د لوېدیځ لمنې ته ولوېږي. د پولنډ د حکومت دا پرېکړه یې په ثبوت ګڼل کېدای شي چې حاضر دی امریکا ته په پولنډ کې د دایمي اډې د جوړولو لپاره تر ۲ ملیارد ډالرو پورې ورکړي.
پولنډیان باور لري چې امریکا د نړۍ په بل سر کې ده او هیڅکله څو زره امریکايي پوځیان د دوی خپلواکي نه شي سلبولی خو ګاونډۍ روسیه ممکن پولنډ د کریمیا په شان هضم کړي.
د فکس نیوز تلویزیون د راپور له مخې، د پولنډ دفاع وزیر د دوشنبې په ورځ وویل چې د روسیې د یرغل په وړاندې د امریکا دایمي حضور ته اړتیا لري.
جاپان او جنوبي کوریا هغه دوه هیوادونه دي چې د شمالي کوریا، چین او روسیې له ډاره، او د عربي خلیج هیوادونه لکه سعودي عربستان، بحرین، قطر، کویت او متحده عربي امارات د ایران له بېرې پر امریکا اتکا کوي او له همدې کبله یې امریکايي پوځیانو ته اډې ورکړي دي.