په دې روژه کې لوږه، تنده، ستړیا هرڅه مني، ځکه جنګ یې ورور واخیست، جنګ یې کور وران کړ، جنګ يې ښوونځی بند کړ بلاخره په جنګ کې یې ډیر څه له لاسه ورکړو. نه یوازې دوي بلګې په زرګونو هیوادوالو همداسي درد ولید.
دي ځوانانو ورځې ورځې هلته خیمي ودرولي، خو چې غږ یې چا نه واوریدل نو را روان سول.
نن دي ځوانانو د لارې نیم مزل بشپړ کړ،غزني ته راورسیدل، خو د څه په تمه چې را روان دي، هغه هدف ټول پاته دی،، هغه یوازې ددوي هدف ندی، زما هم دي،، ستا هم او ددي هیواد د اوسیدونکی هدف دی، چې په ارامه ژوند وکړي ولو وږي یې، تږي یې خو سوله دي وي.
زه د ډيورنډ هاخوا د پښتنو د حق غوښتنې حرکتونو ته هم خوښ یم، ته هم خوښ وي، او دا چې ټولو پښتنو د هغوی درد ته درد ویلی وو، کور یې ودان، هر یو له وسه او توان سره یې غږ بدرګه کړ مننه، خو دا به بیا ډیره بې انصافې وي چې ستړې هلمندیانو غږ نه پورته کوو،غږ یې نه بدرګه کوو، ددوي درد زما درد دی، مرسته یې نه کړو، دا به لویه بې انصافې وي.
دوي د ټول افغانستان یو ښه تصویر دی، هیله ده په لاره یې ملاتړ وسي، دلته چې راسي، هیله د منظور په ډول پرې راټول سي،ملګري یې سي، د شپې تر یوولس په ورته منتظر سي، ددوي غږ زما غږ دی، ښه چانس دي، جنګ ازلې ندی، ممکن دا لوی فرصت وي، ممکن د جنګ پای وي،ممکن د سولې پیل وي، ټول لوی حرکتونه داسي پیل درلود، دا چانس باید میس نشي.
که زه غواړم کنه که ته غواړې کنه، دا ځوانان به سبا ستړي په تڼالو پښو، او سپره شونډو کابل ته راسي، که زه او ته یي ملاتړ ونه کړو، سبا به ناآمیده بیرته هلمند ته روان سي.
بیا به دا د سولې نارې، خبرې ټولې د مکر نارې وي.