تاند- افغانستان له کینیا سره په لومړۍ شل اوریزه مسابقه کې، چې لاروانه ده، کینیا ته ۱۶۳ منډې هدف وټاکه.

لوبه افغانستان پیل کړه. لومړی محمد شهزاد او کریم صادق میدان ته راووتل. شهزاد په ۱۹ توپونو ۳۶ منډې جوړې کړې. ده ۳ شپږیزې او ۴ څلوریزې ووهلې.

کریم صادق د پخوا خلاف یوازې ۴ منډې جوړې کړې. ده دا څلور منډې په ۷ توپونو جوړې کړې.

د دوی له سوځېدو وروسته نوروز منګل او اصغر ستانکزی میدان ته راووتل. او لوبه یې یو څه ورو کړه.

نوروز منګل په ۱۹ توپونو ۹ منډې جوړې کړې. د منګل په اړه ویل کېږي چې یو ورځنیو او څلور ورځنیو لوبو ته زیات مناسب دی، پکار نه وه چې په شل اوریزو لوبه کې لوبېدلی وای.

اصغر ستانکزي بیا ښه لوبه وکړه. ده په ۴۳ توپونو ۴۳ منډې جوړې کړې. نهم لوبغاړی د سمیع شینواري له لوري وسوځېد.

اتم کینیايي لوبغاړی وسوځېد. کینیا تراوسه پوري ۴۱ منډې جوړې کړي. دیارلسم اور روان دی.

محمد نبي په ۲۴ توپونو ۲۶ منډې جوړې کړې. محمد نبي دوې شپږیزې او ۳ څلوریزې ووهلې.

سمیع الله شینواري په ۱۴ توپونو ۳۹ منډې جوړې کړې او ترپایه ونه سوځېد. پکار وه چې مخکې میدان ته راایستل شوی وای.

میرویس اشرف په ۲ توپونو ۱ منډه جوړه کړه او وسوځېد.حشمت الله په یوه توپ یوه منډه جوړه کړه ، ونه سوځېد خو د افغانستان اورونه پای ته ورسېدل.

افغانستان په خپلو ټولو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۶۲ منډې جوړې کړې چې ظاهراً ښه نتیجه ده.

د افغانستان لوبه د محمد شهزاد له سوځېدو وروسته بې خونده شوه. که څه هم محمد نبي یو څه د لوبې انډول بدل کړ خو د سمیع شینواري خورا ښې لوبې د افغانستان د بري چانس زیات کړی دی.

هیله ده چې افغان باولران هم ښه وځلېږي او کینیا ته زیات رنزونه ورنه کړي.

د کینیا لپاره تر ټولو ښه لوبه اوما ورایا وکړه. نوموړي ۳ افغان لوبغاړي وسوځول.ده په ۴۳ توپونو ۴۳ منډې ورکړې.

د کینیا لوبه

شاهپور ځدراڼ د لومړي اور په وروستي توپ لومړنی کینیايي لوبغاړی وسوځاوه.

ورپسې حمید حسن د دوهم اور په دوهم توپ دوهم کینیايي وسوخاوه. ده په درېم اور درېم کینیايي لوبغاړی وسوځاوه.

په داسي حال کې ۳ کینیايي لوبغاړي سوځوېدلي چې صرف ۶ منډې یې جوړې کړي دي.

لوبه دوام لري.

حمید حسن په دوو اورونو کې درې لوبغاړي په داسي حال کې وسوځول چې کینیايی لوبغاړو ورڅخه یوازې یوه رنز واخیست.

د کینیا پنځم لوبغاړی د همزه هوتک په توپ وسوځېد. د ده له لوري ویشتل شوی توپ نوروزمنګل ونیوه.

کینیا تراوسه ۲۰ منډې کړي. شپږم اور روان دی.

د کینیا شپږم لوبغاړی د میرویس اشرف په توپ وسوځېد. میرویس اشرف اووم کینیايی لوبغاړی هم وسوځاوه.اتم اور پیلېدونکی دی، کینیا تراوسه د ۷ لوبغاړو د بایللو په بدل کې ۲۴ منډې کړي. نهم اور روان دی. د کینیا د منډو شمېر ۳۰ ته ورسېد.د سمیع الله شینواري له لوري غورځول شوی توپ میرویس اشرف ونیوه.

پنځلسم اور روان دی، د کینیا د منډو شمېر ۴۵ ته ورسېد. کینیا اوس یوازې یو لوبغاړی لري. ۱۷ اور روان دی، د کینیا د منډو شمېر ۴۸ ته ورسېد.

کینیا لومړۍ شپږیزه ووهله او د منډو شمېر یې ۵۵ ته ورسېد.

2 thoughts on “افغانستان کینیا ته ماتې ورکړه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *