تاند- په داسې حال کې چې داعش ډلې په کابل کې پر کورنیو چارو وزارت د نن /چهارشنبې/ د حملې مسوولیت په غاړه واخیست، په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان وايي، دا برید د طالبانو حقاني شبکې کړی دی.
د کویت د کونا او اسوشیتید پریس خبري اژانسونو د راپورونو له مخې، ډګرجنرال جان نیکلس د داعش پر ادعا، چې د کورنیو چارو پر وزارت یې برید کړی دی، شک څرګند کړ.
د کورنیو چارو وزارت پر نوې ودانۍ برید، د دې وزارت په لومړي قراول کې شنډ شو او ۸ ترهګر ووژل شول.
د دې حملې مسوولیت له څو ساعته څنډه وروسته داعش په غاړه واخیست.
نیکلسن وویل«موږ باور لرو چې دا طالبان ول، د حقاني شبکې حمله وه، خو موږ لا هم پر خپلو معلوماتو کار کوو. دا تاکتیک د پخوانیو په شان دی. جزییات به وروسته له دې چې د حمله کوونکو د هویت په اړه مو معلومات ترلاسه کړل، وړاندې کړو. خو اوس پوره باوري یوو چې دا برید داعش نه دی کړی.»
ګومان کېږي چې پاکستان پر طالبانو فشار راوستی چې لږترلږه په اوس وخت کې، چې له افغانستان سره په خبرو بوخت دی، حملې ودروي یا د حملو ادعاوې ونه کړي.
له افغانستان سره د پاکستان د خبرو پر صداقت هم ګڼ افغان شنونکي شک لري او وايي چې پاکستان یوازې غواړي چې د امریکا له فشارونو ځان خلاص کړي.