تاند- په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان ډګرجنرال جان نیکلسن وايي، طالبانو له افغان چارواکو سره د احتمالي اوربند په اړه پټې خبرې پیل کړي دي.

نیکلسن د چهارشنبې په ورځ له کابل څخه په پینتاګون کې خبریالانو ته د ټېلفوني کنفرانس له لارې وویل«حاضردمه ډېر دیپلوماتیک فعالیتونه او خبرې اترې روانې دي، دا خبرې او فعالیتونه په بېلابېلو کچو دي.»

ده په دې اړه څه ونه ویل چې په دې خبرو کې د طالبانو کوم کسان برخه لري، خو ویې ویل چې د طالبانو د منځوۍ کچې او لوړې کچې مشران په خبرو کې شامل دي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د سږ کال د فبرورۍ په لومړیو کې طالبانو ته د سولې لپاره ګڼ وړاندیزونه وکړل. د ولسمشر غني له وړاندیزونو وروسته ډېرو باور درلود چې نور طالبانو ته د جګړې د دوام هیڅ توجیه نه ده پاتې شوې ځکه چې د ده په وړاندیزونو کې له افغانستان څخه د بهرنیو پوځیانو د وتلو او په اساسي قانون کې د بدلون په شمول د طالبانو پر ټولو غوښتنو خبرو ته ځای پرېښودل شوی دی.

2 thoughts on “طالبانو له افغان چارواکو سره د اوربند په اړه پټې خبرې پیل کړي”
  1. افغانان خو په دروغو چلیږی و پایي، زړه مې جنرال نیکلسن ته بد شو چې دی هم په دې مرض اخته شو او مرض حتما له منافق شیطان سیاف ورته انتقال شوی له هغه سره یې ډیره ناسته پاسته وه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *