هارون سمون

د بشر د بېلابېلو باورنو د ثبات او عدم ثبات لپاره د مختلفو اېډیالوژیو ډالوکونه ډېر اړین دي، که هر څو له دې اړخونو ځان څنګ او ګوښې ته کړو بیا هم جدي اړ یو. هر انسان عقیدوي دی، ځينې د خپلې عقیدې په خاطر د اېډیالوژیو په ژورو ډيالوکونو کې تم کېږي، او ځينې له خپل باور سره مونولوګ کوي، خو دا مونولوګ کله عادي بڼه غوره کړي، چې په نتیجه کې د فلسفي تفکر مخه ونیسي او فرد همدا غواړي، چې له باوري تزلزل لرې وي. ځکه تزلزل ځينې وخت ذهني کشوګیر رامنځته کوي، کېدای شي د شک توهم د رواني اختلالاطو سبب شي. دلته پر مطلق علم او له مطلق علم د تېښتې په هڅه بحث غزوو. مطلق علم یانې د خدای علم، چې نتیجه او معلول یې هستي ده. که ساده یې ووایو دا مانا: کله چې، یو ماشین منځته راځي لمړی د ماشین لپاره یوې پوهې ته اړتیا ده. د ماشین د خلق کېدو لپاره باید د یو کس په ذهن کې لمړني مالومات راوټوکېږي، کنه د ماشین خلق کېدل محال دي. دا د عقل او فکر لاسته راوړنه ده، چې نن موږ کمپیوټر کاروو که چېرې عقل نه وای او د انسان په ذهن کې د ماشینونو ساینسي تصور او تخیل نه راټوکېدی، نن به ماشین نه و. د دې ټولو خبرو مطلب دا دی، چې انسان په هستۍ کې یو پېچلی نظم حس کوي، مانا د کایناتي سیسټماټیک نظم له حاکمیت انکار ناشونی دی. موږ په حواسو د کایناتو مکانیکي خواص حس کوو او دا منو چې کاینات ماشین دی، د دې ماشین د پنځ او خلقت لپاره یوې پوهې ته اړتیا ده، که دا پوهه په بالقوه توګه نه وای، نن به موږ او ټوله هستي نه وه.

ایا له خدایه هم تېښته کېږي؟ ځينو ته ټکان ورکوونکې او عجیبه ده، غواړي پوه شي چې ایا ریښتیا له خدایه تېښته ممکنه ده؟ ځینو ته عادي ده، له دې سرو کار نه لري، چې له خدایه تېښته کېږي، که نه کېږي، هغوی یوازې د ژوند په لذتونو کې ډوب دي، خو فلسفي تفکر دا هر څه بدلوي، او فرد له عقیدوي سرګردانۍ سره مخ کوي، دین هم د دې مخه نه نیسې، چې د خپل فکري ثبات لپاره پلټنه او عمیق فکر وکړي. ځينې په نورو پسې منډې وهي او غواړي خپل خدای د مختلفو کتابونو په پاڼو کې پیدا کړي، خو دا حل لاره نه بلکې د بل کس پر باور باور دی. د خدای د وجود د اثبات لپاره هر کس باید له ځان سره اېډيالوژیک مونولوګ وکړي. مانا دا چې خدای دې د هستۍ او خپل وجود په څرنګوالي کې ولټوي. د دې لیکنې سټرکچرېرم دا تشکیلوي، چې هر انسان خپل خالق په خپله وپېژني. ځان د عمیق فکر پر دریاب لاهو کړي. فلسفه کې خدای نشته بیا نوې او ماډرن فلسفه خو له دې اړخه راوځي، چې د انسان او هستۍ د خلقت په راز دې پوه شي، خو د دې فلسفې ستونزه د متجسسو انسانانو لاینحل پوښتنې بې ځواب پرېښودل دي. په همدې خاطر پخوانۍ فلسفه له پښو نه لوېږي. ماډرن فلسفه چې تر ډېره جدید ساینس راونغاړله او د بشر باور په ساینسي حقایقو پسې شو، خو ساینس هم ونه توانېد، چې د انتزاع او ابسټرېکشن په تړاو د بشر لاینحل پوښتنې ورځواب کړي. دا مانا چې ساینس د پدیدو پر څرنګوالي غږېږي، نه دا چې د پدیدو د مختلفو او منظمو خواصو د شتون ولې؟ ته ځواب ووايي. مثلا له ځمکې ولې ونه راخېژي؟ ساینس د دې هر څه څرنګوالی بیانولی شي، خو دا چې زړی ولې دا قدرت لري، چې له ځمکې ونه راوخېژوي عاجز دی.

دا خبره په اوسني ايډیالوژیک ډیالوک کې مشهوره ده، چې یو کس یوازې پر ساینس باور ولري، خو د خدای په شان کې دا عقیده چې هغه به ساینس تجربه کړي، ډېره غیر منطقي ده، ځکه هغه خدای ندی، چې خپل مخلوق یې په خپلو وسایلو تجربه کړي. دا چې ځينې عقیده لري، خدای به په تلوسکوپ ولیدل شي، بیا به یې ومنو د خدای خدایي تر سوال لاندې راولي. هغه خدای ندی، چې دومره کمزری شي، چې ځينې یې د تجربې کوښښ کوي او دا تصور د خدای په اړه دقیقاًً غیر منطقي تصور دی. پدې ډول کمزوري خدای له یوه خدا ناباور سره بحث د خدا باور په کمزوري استدلال دلالت کوي، ځکه خپله خدا باور د خدای خدايي نه ده پېژندلې.

ایا ريښتیا دا جمله حیرانوونکې ده؟ له خدایه که تېښته کېږي، نو چېرې کېږي؟ د خدای له وجود سره دا ښایي، چې مریخ ته دې تېښته ورڅخه وشي؟

له خدایه تېښته ډول ډول اېډیالوژیک مفاهېم رانغاړي؟ انسان غواړي پوه شي. ځينې وخت په وړکتوب کې خدای مني، خو چې لوی شي، پدې اړه یې ذهن ته حیرانوونکی فکر ورشي، د ځينو د انکار علت په نورو پسې تلل دي، کله چې د د انکار پالونکي وینې منکر فرد خوښ او یو څه سکون پیدا کړي، پر همدې بنسټ الحاد کوم فکري ثبات ندی، بلکې د خدای په خدایۍ کې فکر دی، چې ځينې بېرته ورڅخه راګرځي او ځينې د مذهبیانو د کړنو او وحشتونو له لاسه پکې ډوب شي، ځکه ځینې وهت مذهبیان پدې نپوهېږي، چې خدای پر وحشتونه نه بلکي په مینه او انسانست پالنه خوښېږي.

د خدای انکارۍ او د دې هر څه لوی لاملونه دا دي، چې انسان تل په حرکت کې دی؛ نو ایا ژوند هم سولېږي؟ ایا ژوند کلیشه ده؟ ایا انسان د خدای منل کلیشه بولي او په همدې خاطر له خدایه تښتي؟ نه، یوازې دا نده بلکې دا هغه څه دي، چې په ريښتیا د دې لامل شوي، چې ځينې انسانان له خدایه وتښتي. د خدای منل که یو چاته کلیشه ده، نه منل یې هم کلیشه ده، ځکه پخواني انسان هم ځینې وخت له خدایه د تېښتې هڅه کړې ده، اوسنی ماډرن الحاد د پخواني الحاد انکشافي حالت دی؛ کنه د دواړو سټرکچر یو څه بیانوي. ماډرن الحاد د کوم نوي تفکر زېږنده او د بشر لاسته راوړنه، نه ده، یوازې پدې تفاوت تشریح کېږي، چې اوس ځينې وخت الحاد په ساینسي پوښ کې وړاندې کېږي، ځکه خو ځينې وخت ساینس پوهان کوښښ کوي، د خلکو د باور د سهي ثبات لپاره د خدای د عدم وجود لپاره تخیلات په ټيکنالوژیکه ژبه بیان کړي. د دې ښه بېلګه د الحاد د انکشاف لپاره، د ډاروینیزم د ثبات لپاره د انسان او شادي تر منځ تخیلي موجود مصنوعي ککرې جوړول، نندارې ته اېښودل او د خلکو تېر ایستل دي.

ځينې کسان د خدای انکارۍ عوامل لټوي مثلاً د دوی په اند پر ځمکه وحشت او بې عدالتي د خدای د نه شتون عوامل  بولي. خو دا فروعي مسایل او بېل مباحث دي او په ژور بحث کې وړو او فروعي مسایلو ته ځای ورکول د بحث په راټولولو کې خنډ کرځي. او دا دلایل د دې وړ ندي، چې د خدای د عدم وجود لپاره دې وکارول شي. کله چې د عقل پر لمړیو تقاضاوو بحث صورت نیسي، فروعي مسایل هلته د یوې اېډیا د ثبات لپاره یوازې وړوکی خنډ کېدای شي، زه دا نه وایم، چې افکار دې پر جزیاتو ونه وېشل شي، مطلب دا دی، چې لمړی باید د یوه فکر اثبات وشي، ورپسې ډيټلس راوسپړل شي.

د هر فکر خاوند انسان که هغه مذهبي دی، که غیر مذهبي ځينې وخت د خدای انکارۍ ذهنیت پکې پیدا کېږي، ځینې په ريښتیا منکر شي، ډول ډول دلایل رامخته کړي او ځينو دا ناممکنه بولي، چې خدای دې نه وي. واقعا له خدایه تېښته عجیبه فکر دی؟ ناممکنه ده، خو انسان اوس هم ددې هڅه کوي، دا فکر له کومه کېږي؟ ولې د دې هڅه کېږي؟ دا فکر لمړي په انسان کې خپله راټوکېدلی، چې له خدایه وتښتي، خو دې ته توجه چې همدا فکر په انسان کې ولې را پیدا شو، چې له خدایه وتښتي په ريښتیا حیرانوونکې ده، مطلب دا دی، چې انسان خدای منلی وي، خو بیا هم شک کوي، شک کله د خدای پر عدم وجود ختم شي، یا یې پر وجود، خو دا فکر ولې راوټوکېدو چې خدای شته یا نشته؟ دا فکر خپله پردې دلالت کوي، چې د انسان وجود مستقل ندی، دې حالت ته فرانسوي فیلسوف دکارت داسې ځواب وايي:

رینه دکارت وایي، چې زما په وجود کې د یوه کامل وجود فکر موجود دی، څرنګه چې زه ناقص یم، نو د هغه فکر سرچینه زه نه یم نو هرو مرو کامل وجود شته چې د همدې فکر سرچینه ده او هغه کامل وجود خدای(ج) دی. دکارت پوښتنې رامخته کوي چې: ایا زما وجود مستقل دی؟

یا په بل چا پورې تړلی دی؟

دی وایي که ما خپل ځانته هستي ورکولای شوای نو پایښت به مې هم ورکړی و. دکارت زیاتوي څنګه چې زه دا کار نشم کولای نو زما هستي په بل چا پورې تړلې ده چې هغه خدای دی. دی وایي چې کله ما فکر وکړ نو زه پوه شوم چې زه موجود یم او که فکر نه وای د خپل وجود لپاره مې دلیل نه درلود.

انګلېس مشهور فیلسوف هابز بیا د خدای(ج) په اړه داسې نظر لري، چې انسان باید طبیعتاً خدای ومني او پدې باید وپوهېږي، چې خدای موجود دی که څه هم پدې ونه پوهېږي، چې څه شی دی؟

دی وایي د خدای(ج) ماهیت لایتناهي دی او په فهم کې نه راځي.

ه.ا.سمون

One thought on “اېډيالوژیک سلېکشن او عقیدوي سرګرداني | هارون سمون”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *