هیواد ته د روسانو تر راتګ وړاندې، دلته د باور، اعتماد او ډاډ فرهنګ عام و. زه له خپل پلار او نورو مشرانو د هغه وخت د حالاتو او د خلګو تر منځ د مناسباتو کیسې اورم. هلته یو ډاډ موجود وو، خلګو پر خپلو مشرانو باور درلود او د اعتماد یوه غښتلې فضا حاکمه وه.

زموږ د سیمې د یوه خان نوم محمد عمر خان و، هغه په سیمه کي دومره منلی شخصیت و چي هر شناخته او ناشناخته د مرستې لاس ور اوږداوه او هغه هم د خلګو خدمت د ځان دنده بلله. زما پلار يې کیسې کوي زه د هغه وخت باور او اعتماد ته زیات حیرانېږم.

زموږ په هیواد کي د خلق او پرچم دوه ګوندونه وو چي په ټول هیواد کي يې د یو شمېر خلګو باور ترلاسه کړی وو او له ښاره نیولې بیا تر کلیو پوري يې غړي در لودل. دا څو ورځې مخکي مي له یوه خلقي ډګروال سره ولېدل. ما د هغه په مجلس کي د هغه وخت یو پر بل باور له ورایه حس کاوه.

اما له بده مرغه کله چي زموږ هیواد د غرب او شرق ترمنځ د سیالۍ په ډګر بدل سو، نو د باور فرهنګ ورو- ورو خپله لمن ټوله کړه او ځای يې داسي بې باورئ ونیوی چي ان نن یو زوی پر خپل پلار باور نه سي کولای. دا کار زموږ دوښمنانو په اراده توګه کاوه. روسي استخباراتو د حکومت په طرف کي چارواکي او ګوندي کسان یو د بل خلاف لمسول او د بې باورۍ د رامنځته کولو هڅه يې کوله او غرب و پاکستان د عام ملت او جهادیانو ترمنځ دا تخم شینده.

د حکومت لورته یو په بل پسي کودتاوي وسې. هر بریالي کس د ناکام ملګري او نژدې کسان وژل، هر حکومت د بل سیاسي او جرمي بندیان خوشي کول، هر یوه د ادارو لویه برخه کسان له دندو ایسته کول او نوي به وظیفې ته راتلل. دې کار نه یوازي د ګونديانو، چارواکو او دولتي کسانو ترمنځ د باور فضا ختمه کړه بلکي، پر دولت، ګوند او چارواکو د ملت باور ته هم صدمه ورسېده.

بل اړخ ته بیا غرب او پاکستان په جهادي لیکو کي عيني همدا کار وکړ. لومړی يې څو حزبونه ورته جوړ کړل، بیا يې هر یو له بل سره په سیالي کي واچول، د هر ګوند لپاره يې د نشراتو ځانګړې کمیټې در لودې چي یو په بل پسي به يې منفي تبلیغ کاوه. په هر حزب کي چي به څوک لیږ مشهور سو بیا به يې د حزبونو عام افراد تېر ایستل او له یوه حزبه بل ته د ورتلو بلنې له غوړو ژمنو سره ملې وې. دې کار به هم حزبونه یو له بل سره بدبینه کړل او هم به يې د عامو افرادو باور له منځه وړی. په عيني حال کي د هر حزب عام افراد هغه خپل حزب پر مشرانو هم بې باوره کېدل ځکه چي لومړی کړې وعدې به يې بیا نه سوای پوره کولای، له دې امله د بې باورۍ یو فرهنګ سوکه- سوکه پر غوړېدو سو. زموږ ځينو کسانو به په شعوري او ډېرو به په بې شعوري توګه دې ته کلتور ته کار کاوه، خو دوښمنانو مو(پاکستان، شوروي اتحاد او غرب) په ارادي توګه دا کار کاوه او هغوی پوهېدل چي په دې توګه یو ملت د پيړيو لپاره داسي له پښو اچولای سو چي لسګونه کاله به بیا پر خپلو پښو د درېدو وړ نه وي. همداسي وسول، د روس تر وتلو وروسته موږ دلته هغه څه ولېدل چي د یوه ملت کامله تباهي يې بللای سو. ټاپې، وژنې، ورانونې، تخریبونه، اسلام ته ننویستل او ایستل، دوزخي او نادوزخي کول او … ورځنۍ نه بلکي د هر ګړي چاره سوه چي دا ملت ور سره لاس و ګریوان وو، پسرلي بابا همدې حالته په اشاره ویلي:

یو که راته ښه ووايي، سل به مي مرتد ګڼي

هر سړی په بیله لار ځي، زه به د چا منم؟

زموږ خرڅ سوو دولتي او جهادي مشرانو تر ملي، کلتوري او شرعي شعارونو لاندي دا ملت داسي وکوټی چي تر ننه يې هم کت نه دی سم کړی. تر ټولو بد زیان چي مثلث دوښمن او وطن ګټونکو او دین پالونکو دې ملت ته ورساوه، هغه د باور او اعتماد د مخکني کلتور له منځه وړل وو چي په پایله کي يې هر کس له بل څخه وډار سو او د مرستې پر ځای یو د بل په پښو کښلو اخته سول. نتیجتا نظام ړنګ، هیواد وران، خلګ مړه او ژوبل سول او داسي بې اعتماده فضا رامنځته سوه چي نه موږ تر خپل منځ یو پر بل باور در لود او نه مو پر نړۍ والو او نه هم نړۍ والو پر موږ باور کولای سوای.

کله چي په (۲۰۰۱) کال کي د امریکا په مشري نړۍ واله ټولنه دلته راغلل، نو هغه د بې باورۍ د کلتور لپاره په شعوري توګه بیا هم ښه په درز کار وسو. د هر کار او هر فکر لپاره پروژې ور کول کېدې. ډالر بادېدل او که به چا یوه خبر کوله هم يې باید جیب له ډالرو ور ډک سوی وای. له خلګو سره د مرستې، همدردۍ، اشر او انساني خواخوږۍ له امله په یوه کار کي اشتراک ختم سو او ځای يې یوازي ډالرو ډک کړ.

د نړۍ مرستې وې د بهانده سیند په شان را روانې وې او دلته د کلونو وږي، له اخلاصه خالي، بې عمله او یوازي د شعار خلګ ورته ناست ول. څو د ګوتو په شمېر کسانو به په صداقت سره له دې مرستو د سمې ګټې اخیستنې لپاره هڅې کولې، اما د هغوی هڅو ځکه نتیجه نه ور کوله چي د همدې لپاره دیرش کاله دلته کار سوی وو او خورا په لویه پيمانه دا پروژه مخته وړل کېده.

داسي ګومان کېده چي هر کار نمایشي او پروژيي سو، ان که چا عبادت کاوه هم خلګو ګومان کاوه چي کوم هدف پکي لري. دا خبره تر یوه حده رښتیا هم ده، زموږ د کلي یوه مسجد ته یوه کس غالۍ راوړې. هغه کس په سعودي کي کار کاوه او کله چي تر کلونو وورسته کلي ته راتلی نو جومات ته يې غالۍ هم اخیستې وې. د کلي خلګو به پسي ویل چي دا غالۍ يې غلا کړې دي او دلته يې جومات کي وغوړولې. خلګ داسي سول چي د یو چا ښه کار ته يې هم د شک په نیت کتل، ځکه په شعوري توګه همدې ته سوقيدل.

یو بل کس په د روژې مهال له کلیوالو سره د مرستې په خاطر، نژدې هر دوو ورځو کي له کندهاره په خپل موټر کي رومیان او بینډۍ خلګو ته راوړې. خو خلګو به پسي ویل چي ده ته يې بل څوک ور کوي، کېدای سي ډېري وي، دی یوازي دا دوې بوجۍ کلي ته راوړي.

دې کلتور موږ په ډله ییز خو زهیرونکي مرګ وژلو. زمانه يې خورا اوږده سوه او درست نسل پکي پيدا او زوړ سو؛ دروېش وايي:

د ویر او وېرې زمانه څومره اوږده شوه دلته؟!

ځوانه راغلې وه بلا، دادی زړه شوه دلته

دوښمن مو داسي سیستماتیک ګوزار را باندي کړی وو چي موږ تر ډېره وخته د هغه په درد، ټپ، ژوروالی، خطرناکوالی او د ملت و هیواد لپاره  يې په زیان پوهېدو هم نه. یو مهال چي زموږ ځينو کسانو د غفلت له خوبه سترګې وغړولې، اوبه له ورخه تېري وې، هیواد کنډواله وو، ملت په فزیکي لحاظ نیم ژوانده وو، روحا دومره ځپل سوی وو چي نور د هيڅ کار اراده او توان پکي پاته نه وو، د ګوتو په شمار د کار خلګ هره ورځ په یوه او بل نوم وهل کېدل او له صحنې ایستل کېدل، د ازادي په نوم نیابتي جنګ روان وو چي نیم هیواد يې تر اور لاندي نیولی وو، ټولو(جهادیانو او نړۍ والو) زموږ هر رنګه ملي، فرهنګي او شرعي ارزښتونه را سپک کړل او په لسګونو واره له هره لوري د خلګو پر انساني، اخلاقي، شرعي او قانوني حقونو تیری وسو.

لنډه دا چي اوس د بې باورۍ یوه داسي فضا غوړېدلې ده چي هر کس پر بل د پروژيي، د بل د کارمند، جاسوس، خاین، مفسد، تخریبګر، مافیاغړي او… ګومان کوي. ټول د کار خبرې کوي، خو عمل کي هيڅ نه کېږي. دا ولي؟! ځکه چي په خلګو کي د کار حوصله او اراده په لوی لاس وکوټل سوه. دا هغه ملت ته چي په ډېر لنډزماني واټن کي يې برم او  ستره واکمني ټولي نړۍ لېدلې وه. د هغوی ترمنځ د خپل دوښمن په وړاندي اتحاد يې له میرویس خان نیکه سره له درېدا بیا تر شاه امان الله خان پوري چي د انګریز سترې لښکرې يې دړې وړې کړې، ټولي نړۍ مشاهده کړ. دلته نه یوازي پښتنو اتحاد کاوه، بلکي په څنګ کي ورسره پراته ټول قومونه(بلوڅ، هزاره، ترکمن، اوزبیک، تاجیک، عرب، پشيي او…) یو له بل سره متحد او په هر ډګر کي يې عملا ثابته کړی هم وو.

د افسوز ځای دی چي نن یو ستر او تاریخي ملت په یوه داسي بې باوره کښتۍ کي د ژوند سفر جاري ساتي چي هر ګړۍ يې د ورکېدو او ډوبېدو له خطر سره مخ ده، نن په یوه داسي بیدیا کي ولاړ پاته یو چي هر لوري ته سرابونه مالومېږي، خو هيڅوک هم د چينې او ویالې زیری ورته نه سي راوړلای، د تیارو داسي یوه مرحله راغلې چي هر لور ته د روڼ سباوون څرګ نه تر سترګو کېږي. له دې امله زموږ جمعي هڅې پر نشت شمار دي. موږ د هر چا جمعې او ټولنیزو هڅو ته د پروژې په سترګه ګورو او له دې امله نه ور سره یو ځای کېږو چي هسي نه زما پر سر سودا وکړي، ستړی زه سم او ګټه يې بل یوسي. دا فکر ولي په ملت کي دومره عام دی؟! ځواب بیخي روښانه دی؛ خلګ پوهېږي چي دلته دا ۴۰ کاله همداسي لوبه تر مقدسو او نامقدسو نومونو لاندي روانه وه. دې اوږدې پروژيي مرحلې خلګ له هر ډول جمعي هڅو خواتوري کړي دي او دومره بې حوصلې سوي دي چي اوس د چا د سپيناوي خبرو ته هم وخت نه ور کوي.

د هر ملت بریا او د ستونزو پای د هغه ملت په ټولنیزو هڅو کي دی. پښتانه وايي، له یوه لاسه ټک نه خېژي. ډېره بده ده چي د همدې متل کونکي نن خپله کوښښ کوي چي له یوه لاس ټک وکاږي. موږ که په تېر کي هر څه کړي دي، خو نن باید هغه غلطۍ تکرار نه کړو. له یوبل څخه چاره نه لرو، که سل کاله هم یو د بل غاړې پرې کړو، یو بل مړه کړو، میلیونونه ټاپې د خلګو په څټانو او سینو کي ور وټومبو، اخیر به هم دې نتيجې ته رسېږو چي راځئ نور بس دی. ستړي به سو، مړه به سو، د بل د ګټو لپاره سره خوږ کوو، خو بریا ته به کله هم ونه رسېږو. ځکه موږ له خپل ځان سره اخته یو، یو کس له خپل ځان سره په شخړه کي څنګه بریالی سي؟ بریا خو نه سته او کیسه يې یوازي د ځان په مرګ پای مومي چي انساني قاموس کي دې ته د ماتې نوم ور کول سوی.

راځئ جمعي هڅې پيل کړو، پرېږدئ چي څو پروژيي کسان هم را سره کیني، د یوې سپږې لپاره ټول پوستین مه سوځوئ. دوی هم زموږ په شان نارې وکړي، د ملت د بریا تر نوم لاندي له څو سرچینو پیسې واخلي، د ګډودۍ هڅې وکړې، خو کله چي زموږ حرکت سرتاسري کېږي، هڅې ورځ تر بلې ګرمېږي، حوصلې مو اوچتېږي، هیلې مو تاندېږي، شمېر مو زیاتېږي، غوښتنې او اهداف مو یوازي د همدې ملت لپاره پر سوکالۍ، ښه ژوند او د ټولو ارزښتونو پر خونديتوب را ټول وي، نو نه یوازي زموږ تر خپل منځ باور پخېږي، بلکي د ملت هم باور پرې راځي او هغه د بل پروژیان هم یا ستړي کېږي یا هم د ملت د جمعي او سرتاسري حرکت په وړاندي اخیر د خسو و خاشاکو د بند حیثیت هم نه لري. موږ ولي په خپله خاوره او د خپل ملت په غیږ کي د نورو یو څو پروژیانو له هره کاره اچولي یو او د هر کار حوصله يې را کي کوټلې ده؟!

بدلون هر وخت ملت راولي، حقوق هر وخت اخیستل کېږي، برکت هر مهال له حرکته سرچینه اخلي، ټولنیزې هڅې هر وخت پر ملي ګټو او ارزښتونو رامنځته کېږي؛ راځئ موږ دا ثابته کړو چي موږ هم د یوه ملت په توګه پر خپلو انساني، قانوني او شرعي غوښتنو سره را ټولېدای سو، حرکت کولای سو، حق غوښتلای سو او بالاخیره بدلون ته لار پرانیستلای سو.

زه په باور وایم که دا نن هم حرکت پيل کړو، نو بیا هم هغه ارمان ته رسېدای سو چي هر انسان يې په ژوند کي لري. تېر به بیا نه تکراروو او یوازي به ور څخه عبرت اخلو، خو راتلونکی به یاد ساتوو، ځکه هغه مو خوځوي او کله مو هم ارام ته نه ایله کوي. نور د خوب او غفلت وخت نه دی، نړۍ په چټکۍ بدلېږي، زمانه په سرعت روانه ده، په دونیا کي د سترو تغییراتو شاهدان یو، که همداسي بیده پاته سو، نو د زمانې توند توپان را باندي هيڅ رحم نه کوي او همداسي بیده به مو د سیند بې رحمه څپو ته ور ټېل وي. بیده لکه مړه داسي وي، مړ هيڅ نه سي کولای، موږ که خپل حق نه غواړو، خپل وطن کي خپل واک نه غواړو، د خپل ژوند اختیار د بل له لاسه نه اخلو، نو بیده هم نه سمدم مړه سوي یو، یوازي د تېر وخت خوبونه لیدل او افسانې جوړول راپاته دي.

۲۰۱۸/ ۴/ ۹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *