په پاکستان کې د پښتون ژغورنې یو نوی غورځنګ د دغه هېواد له مشرتابه د ورانونکې تګلارې نغاړل غواړي چې کورنۍ ناکراري یې زېږولې، ګاونډی افغانستان برباد اړولی او د امریکا په ناریخ کې د تر ټولو اوږدې جګړې سبب شوی.

د سږني کال له فېبرورۍ راهیسې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په زرګونه فعالو تاندو ځوانانو د دې لپاره هلې ځلې پيل کړې چې د پاکستان ځواکمن جنرالان د تېرو څلورو لسیزو له ویجاړوونکې تګلارې راوګرځوي.

پي ټي اېم په اصل کې له اسلام اباده غواړي چې د څه باندې ۲۰۷ میلیونه وګړیو په پاکستان کې تر ۳۰میلیونه زیاتو پښتنو بنیادي بشري حقونه ومني.

غورځنګ پر اسلام اباد دا فشار هم اچوي چې د ادعاوو له مخې په زوره تریتم کړل شویو زرګونه وګړیو ته په عدالتي نظام انصاف ورکړي، په یاغیتوب ځپلیو پښتني سیمو او نور پاکستان کې دې له عدالته لیرې وژنو پلټنې وکړي.

پوځي مشرتابه د پي ټي اېم ځینې غوښتنې ځای کړې لکه ګرځبندېز نرمول، د ځمکلاندې بمونوپاکول او پر امنیتي څوکیو د خلکو ځورول. خو داسې نه ښکاري چې پوځي واکمنان به پر واک خپل ګرفت کمزورولو، د هېواد قانون او ایین ته درنښت ورکولو، د تریتمو او ناروا وژنو مسلوهوارولو ته غاړه کښېږدي. په تېره پوځي اشرافیه زړه نا زړه ده چې د افغانستان په جګړه کې خپل ښکېلوالی پای ته ورسوي.

دوی د پي ټي اېم بدنامولو لپاره پر هغوی د ”ترکیبي جګړې“ (دوه مخې لوبې) نوم ایښی دی. دوی د غورځنګ د ځوانې رهبرۍ هېوادپالنه تر پوښتنې لاندې راوستې ده، د هغوی غړي نیسي او ځوروي یې، او د احتجاجونو ګډوډلو هڅې کوي. په پاکستانۍ مېډیا کې د غورځنګ پر پوښښ په پټه خوله بنديز باندې د دوی د ګوتو نښې له ورایه جوتېږي، نه یوازې دا بلکې پر ټولنیزو رسنیو یې ډلې ډلې انټرنیټي ځوروونکي خوشې کړي دي، او کار یې دا دی چې غورځنګ بدناموي او هغوی د بهرنیو دښمنانو هېوادونو له لوري د پاکستاني ریاست پرضد یو سازش بولي.

 د پاکستاني پوځ زورور مشین شپه ورځ لګیا دی چې دغه غورځنګ له افغانستان سره وتړي چې پکېپښتانه په اکثریت کې دي او له تاریخي پلوه د هغه هېواد اشرافیې تل د خپلې خاورې بیرته اخیستو دعوه ژوندۍ ساتلې ده. کابل د جنرالانو ناکرارولو لپاره، په پاکستان کې د پښتنو بیدارۍ ته په دې هیله هرکلی ووایه، چې له مودو ځپلی دغه ولس به اخرکار د پېنډۍ لاس وروپېچي. له اسلام اباد سره جوخت چاوڼۍ لرونکي دغه ښار د پوځي مشرتابه مرکز دی. کابل غواړي چې جنرالان خپلې هغه کړنې او هڅې نورې پرېږدي چې افغانستان کې خپ لاسپوڅي تندلاري اسلامپالي لکه طالبان برلاسي کړي.

د ۷۰ کلن پاکستان په تاریخ کې، پښتون ژغورنې غورځنګ ښايي لومړنی ولسي پاڅون وي چې نېغ په نېغه باوردي کسان په ډاګه ننګوي. د پاکستان تاریخ پر نیمايي برخه یې څلور جنرالانو ۳۵ کاله واکمني کړې ده، او ان دا چې په کمزوري ولسي حکومت کې هم په اټومي وسلو سمبال د دغه هېواد بهرنۍ او دفاعي تګلاره جنرالانو په خپلو لاسونو کې اخیستې ده.

ډېموکراسۍ ته په زیان او د ډېری پاکستانیانو د خواهشاتو برعکس، دوی خپل هېواد په کور دننه یوه ژور تندلاریتوب ته، جهاني ګوښه توب ته، استبداد او د بې وزلۍ کندې ته پورې وهلی دی.

د دوی ځواک ته مالي ګټو دومره لویه تکیه ورکړې چې نسلونه نسلونه جنرالانو خپل پوځ په هېواد کې په یوه لوی مالي او صنعتي سازمان واړاوه. د دوی تازه کاروبار د غوښو په ډبو کې بندولو کارخانې جوړول دي خو بیاهم د جایدادونو کاروبار یې تر ټولو غوره هغه دی.

د دوی دغه پټو ګټو ته په کتو، دا ویل ګرانه نه ده چې ولې د پي ټي اېم ناڅاپي راټوکېدنې پاکستاني پوځي جنرالان ولړزول. د هغوی ډېری نیوکې پوځي جنرالان په نښه کوي، چې اظهار یې په دغه شعار کې کوي، ”دا چې ترهګري ده شا ته یې وردي ده. “

خو اوس داسې ښکاري چې نور د جنرالانو د تاکتیکونو او ستراتیژۍ لوبې پای ته رسېدلې دي. د۱۹۷۰ز لسیزې له پيل راهیسې، اسلام اباد په پاکستان کې د سختګیرو اسلامپالو ډلو په تشکیلولو لویه پانګونه وکړه او ان دا چې په پاکستان او افغانستان کې دننه یې د سیکولر پښتنو غورځنګونواو حکومتونو پروړاندې وجنګول.

کله چې په ۱۹۷۱ز کال بنګله دېش ازاد شو نو د پېنډۍ پوځي پلان جوړوونکي د پښتنو مخالفینو په وېره اخته شول، چې د دوی غورځنګونه به د کابل په مرسته پاکستان مات کړي. په داوړو هېوادونو کې تر ۴۰ میلیونو ډېر پښتانه په یوه ژبه، په یوه وینه، په ګډو تاریخي یادونو او په سوله کې د ګډې ګټې په مزیو سره تړلي دي.

د ۱۹۷۰ مې لسیزې په لومړیو کې، پاکستانيمشرتابه د دغه خیالي ګواښ او خطرې پروړاندې اسلامپالي وپړسول او په دغه هېواد کې مېشت پښتانه وګړي یې د جنګیالیو په نامه نړۍ ته ښودل، د هغوی له بشري حقونو، پرمختیا او سوکالۍ څخه یې مخ اړولی.

له څلورو لسیزو پس او د میلیونونو پښتنو په بې کوره کولو او وژلو ، پاکستان ډېر څه ترلاسه نه کړل. پي ټي اېم، د پښتنو ټولنیزې بیدارۍ ځلانده څلی، ښايي یو ستر سیاسي لوبغاړی واوسي. پاکستان په افغانستان کې خپل دوستان وبایلل، او ډېری افغانان د خپلو ټولو بدمرغیو او کړاوونو لویه سرچینه اسلام اباد ګڼي.

په راولپېنډۍ کې جنرالان لا هم چانس لري چې خپلو تاریخي تېروتنو ته وګوري او سیخه سمه لار خپله کړي. د پي ټي اېم غوښتنو ته سپېځلی ځواب دا کېدای شي چې د ریښتیا او جوړجاړي کمېشن تشکیل کړي چې غورځنګ یې ږغ کوي او دا به یو ښه پیل ثابت شي.

دغه هېواد ته یو داسې ستراتیژیک اوښتون دا پکار دی چې له بې پایه جګړې څخه د پاکستانیانو خیرښېګړې ته پام واړوي. په دړکو د مخالفانو ځپلو هڅې کېدای شي په پای کې ناکراري او د پښتنو او نورو لږکیو په منځ کې به یو پراخ بېلتون وزېږوي.

پاکستانیو جنرالانو ته پکار ده چې د خپلو ګټو پرځای د هېواد غم وخوروي. دوی باید د پاکستان ایین ته او د قانون واکمنۍ عظمت ته غاړه کښېږدي.

ژباړه: قاسم خان مندوخېل 


یادونه: دا لیکنه د ابوبکر صدیق ده چې د ازادې اروپا راډیو د پاکستان، افغانستان او سیمې څانګې د ووبپاڼې ګندهارا[1]اېډېټر او دي پښتون کوېسچن په نوم د کتاب لیکوال دی. د ابوبکر صدیق دا لیکنه لومړی د مې پر ۱۰مه په امریکايي واشنګټن پوسټ[2]ورځپاڼه کې خپره شوې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *